کور / شعر / ژړا راځي

ژړا راځي

چه  بیچاره ملت ته ګورمه ژړا راځی
زمامدارانو د غفلت ته ګورمه ژړاراځی


په هیڅ چاکی خواخوګۍ اوترحم نه وینم
وطن ویجاړ حالت  ته ګورمه ژړا راځی


ټول افغانان یوو او بیرغ مو یو دی
بیا چه د ژبو تبعیضو ته ګورمه ژړا راځی


وطن زمونږ واک یی د پردو په لاس دی
د رحمن بابا شعرو ته ګورمه ژړا راځی


وطن مو ښکلې غرونه او باغونه لری
چه د شهیدانو هدیروته ګورمه ژړا راځی


کور د ننګیالیو ده، زمریان پکی دی
چه د ګیدړو نیرنګو ته ګورمه ژړا راځی


افغانان یوو، ښکلی تاریخ اوغیرت لرو مونږ
بیا د ګاونډیو دسیسو ته ګورمه ژړا راځی


راځی چه  د اغزو په ځای ګلان  وکرو
بیا د غمازانو پلانو ته ګورمه ژړا راځی


سوله او نیکمرغی د وطن، شعار دی زمونږ
د ‌حامد شړیدلی ګریوان ته ګورمه ژړا راځی