… كمزورې ليكنه كوي، پر ځاى دې يې يوه قوي ليكنه راوژباړي
مركچي: عبدالاحمد محمديار
هغه څوك چې يوه كمزورې ليكنه كوي، پر ځاى دې يې يوه قوي ليكنه راوژباړي
(له ښکلا مجلې سره د صالح محمد صالح مرکه)
دا پېښور خو پېښور دى كنه
ځينې خبريالان د چارواكو په اجازه رپوټونه جوړوي
په هلمند كې ژورناليستيكي كار له سر سره لوبې كول دي
صالح محمد صالح نن سبا هغه ځوانه څېره ده چي د زيات فرهنګي كار انګازې يې هره خوا خپرې دي، هغه د نن ځوان فرهنګي بهير په منځ كي د افغان فرهنګ سره د ميني، هلو ځلو، ډېر كار، بېساري زغم او ډېرو مانيزو لاسته راوړنو د يوه ستړيا نه منونكي سمبول په توګه پېژندل شوى دى.
ځوان صالح يخ، ګرمي، لوږه، ستړيا، ستونزه او خنډ نه پېژني، هغه يوازي كار پېژني، ښايي د دغو ځانګړنو په لرلو سره هېڅ سارى ونه لري، ښايي د ځوان فرهنګي نسل لپاره تر ټولو غوره سرمشق وي، كه يې څوك د ژوند تګلاره خپله كړي، نه يوازي د خپل نېك نامه د ځلوني لپاره يې د بخت ستورى ځلولى وي، بلكي د خپل هېواد، ملت او فرهنګ لپاره به يې لوى چوپړ وهلى وي او د خپل مسووليت په اداينه سره به يې د فرهنګي اتلولۍ وياړ په برخه شوى وي.
صالح محمد صالح د لعل محمد (لعل ګل) خان زوى دى چي د ۱۳۵۶ لمريز كال د لړم (عقرب) پر درېيمه نېټه د هلمند ولايت مركز، لښكرګاه ښار په باباجي سيمه كې د ژوند پر ډګر لومړۍ چيغه ووهله، په څلوركلنۍ كي يې كډه كابل ته وكوچېده، د كابل د چهلستون ملابزرګ سيمه كي استوګنه غوره كړه، چي د واصل اباد سيمي په عمراخان ښوونځي كي لومړنۍ زده كړه پيل كړه، له پنځم څخه تر لسم ټولګي پوري يې تڼي كوټ ښوونځى ولوست او يوولسم او دوولسم ټولګي يې په حبيبيه لېسه كي پايته ورسول، اووم ټولګى يې په دوه كاله لوستى، دا ځكه چي يوكال له ناچارۍ څخه په مزدورۍ بوخت شو. د طالبانو پر مهال يې د كانكور ازموينه وركړه خو د ازموينې نتايج يې ورك شول، بل كال يې بيا ازموينه وركړه چې د كندهار زراعت پوهنځي ته بريالى شو، د كورنيو اقتصادي ستونزو له كبله له لوړو زده كړو بې برخې پاتې شو.
د دوولسم ټولګي تر پايته رسولو وروسته كندهار ته راكډه شو، چې وروسته يې په ۲۰۰۱م كال پېښور ته مخه كړه او د هيلې مجلې مرستيال شو، چې د امتياز خاوند يې ډنمارك مېشتي فرهنګپال وو.
وروسته كوټې ته راغى او د ۱۳۸۰لمريز كال په زمري مياشت كې يې د پالنې په نامه يوه دوې مياشتنۍ مجله پيل كړه چې د امتياز خاوند يې صحاف نشراتي موسسه وه
د ۲۰۰۲م كال په اپرېل كې په پېښـور كې د بي بي سي راډيو په تعليمي پروژو كې د خبريال او پروډيوسر په توګه مقرر شو، درې نيم كاله يې دا دنده ترسره كړه، وروسته د ماليې وزارت په مطبوعاتي دفتر كې د مطبوعاتي متخصص په توګه مقرر شو چې اته مياشتې يې دا كار پرمخ بېوى.
د ۱۳۸۴ لمريز كال په چنګاښ (سرطان) مياشت، په كندهار كې د سورغر په نامه د يوې اوونيزې مسوول مدير شو، چې
د ۱۳۸۱ لمريز كال په وري مياشت كې د ميوند درې مياشتنۍ مجلې مرستيال شو، چې د امتياز خاوند يې ميوند كلتوري ټولنه وه.
د ۱۳۸۵ لمريز كال په كب يا حوت مياشت كې، له ازادۍ راډيو سره د هلمند ولايت د خبريال په توګه مقرر شو چې درې کاله يې ورسره کار وکړ.
تر دا مهاله پورې يې ۱٥ كتابونه چاپ شوي چې ۳ ټوكه يې ليكلي او ١٢ نور يې ژباړلي دي:
۱. د ارغند د څپو ژبه- د لوى كندهار د شاعرانو تذكره،(لومړى ټوك)، خپروونكې پښتو يون ټولنه، ۱۳۸۰ لمريز كال، پسرلى.
۲. د افشاري استبدادونو پرضد د افغانانو پاڅونونه (ژباړه) تاريخي كتاب، ليكوال: محمد اعظم سيستانى، ۱۳۸۰ لمريز كال، خپروونكې: صحاف نشراتي موسسه.
۳. پاڼه ورژېده (ناول- ژباړه) خپروونكې: پښتو يون او دانش خپرندويه ټولنه، ليكوال: ربيع انصاري، ۱۳۸۱لمريز كال.
۴. اروايي روغتيا(ارواپوهنه- ژباړه) خپروونكې: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۱ لمريز كال.
۵. ولې ځورېږو؟ (ارواپوهنه- ژباړه) خپروونكې: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۱ لمريز كال.
۶. تالنده (ناول- ژباړه) خپروونكې: نارنج خپرندويه ټولنه، ليكوال: محمد حجازي، ۱۳۸۲ لمريز كال.
۷. د ارغند د څپو ژبه- د لوى كندهار د شاعرانو تذكره، (دويم ټوك)، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲ لمريز كال.
۸. مديريت او مشرتوب: (د ادارې اړوند اثر- ژباړه)، ليكوالان: مريلين منينګ او پاتريشا هداك، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲لمريز كال.
۹. داستان څه دى او څنګه ليكل كېږي؟ (تيوري- ژباړه)، ليكوال: جواد نعيمي، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲ لمريز كال.
۱۰. د دوستۍ ارواپوهنه: ليكوال، ډاكټر ډان ګابر، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۳ لمريز كال.
۱۱. پښتو او د ژباړې اړتيا: خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۳لمريز كال.
۱۲. يو بوډا مري: (نړيوالې كيسې- ژباړه) خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲لمريز كال.
۱۳. له ځان سره داسې مينه وكړه: (ارواپوهنه- ژباړه) ليكوال: ډاكټر ګي هندريكز، خپرندويه: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۳لمريز كال.
۱۴. د كندهار پاڅون او د ايران صفوي دولت ړنګېدل: (تاريخي اثر- ژباړه) ليكوال: كانديد اكاډميسين محمد اعظم سيستاني، خپروونكې: د افغانستان د كلتوري ودې ټولنه- جرمني، ۱۲۸۴ لمريز كال.
دغه راز يې ځينې نور كتابونه تر كار لاندې دي.
١٥. زه بدلمنې نه يم! (ناول) خپروونکې: صحاف نشراتي موسسه، کوټه ١٣٨٦ لمريز کال.
د يادونې وړ ده چې ښاغلي صالح درې ځلې د خبريالۍ په ډګر كې ستاينليكونه او جايزې ترلاسه كړې دي، تر ټولو ستره جايزه د امريكا د يوې ټولنې BBG له خوا د هغه د غوره كار له كبله وركړل شوې ده.
صالح ګله وروره! كه لومړى فرهنګي ډګر ته د خپل راتګ انګېزه راته وښيې؟
¾ د ښوونځي په يوولسم ټولګي كې، چي لا مې د ځوانۍ ډګر ته نوى ګام اخيستى و، زموږ د ادبياتو استاد شاه محمد خان مصلح وفايي چي اوس په كابل كې د ژبو او ادبياتو په مركز كي كار كوي، موږ ته د ادبياتو په اړه زيات كورني كارونه راكول، پر بېلابېلو ادبي ژانرو، د هنر پر باريكيواو د شعر پر رنګينيو شننې كولې، كه چا به له ادبياتو سره مينه درلوده، د هغه څرګندونو ورته د هنر ډېرې دروازې پرانيستلې. هڅه به يې دا وه چي په ځوانانو كي هنري او ادبي ذوق ژوندى وساتي. ځينې ادبي چارټونه به يې په ما جوړول، هغه وخت ما د نورو فرهنګي هڅو تر څنګ په نه زړه، دوې لنډې كيسې وليكلې، خپل دغه استاد ته مې ورښكاره كړې، هغه د دې كيسو تر لوستلو وروسته د يوه اوږده ليك په ترڅ كې د هغو كيسو ښېګڼې او نيمګړتياوې راته ښودلې وې، كه څه هم موږ به مخامخ ډېره سره ليدل خو ده به زياتره لارښوونې او په بله اصطلاح كره كتنه د ليكونو له لارې راته كولې.
زما يوه نيمګړتيا دا ده چې كله- كله مې زړه د پسونو د وړۍ غوندې وي، كه پر لار تېرېږم د هر ګل په څانګو كې بندېږي، د استاد ليكونو او هڅونو ډېر قوت راكاوه.
د دغو ليكونو اغېز تر ډېره زما پر اروا پاتېدى او ما به بيا- بيا كتل. دا مهال مو كورنى ژوند هم دومره برابر نه و، موږ هغه مهال په كور كې مېږې او بزې درلودې چې ما به د څرولو لپاره تر كور هاخوا د غرونو شنو لمنو ته بېول، له وحشي ګلونو، شنو ورشو او رڼو چينو سره مې زړه تړلى و، يا به د وښو په رېبلو پسې شنو سيمو ته تلم، دغه ليكونه او ځينې كتابونه به راسره وو، هلته مې كتل او ډېر خوند به مې ځنې اخيست، يا به مې د انځورګرۍ سامانونه هم راسره وو چې رسامي به مې كوله.
كله چې ما خپل دوولسم ټولګى پايته رساوه، طالبانو پر كابل منګولې ښخې كړې. د دوى د واكمنۍ پر لومړي كال مې د خطاطۍ كورس هم پيل كړ او هلته بيا له يوه بل استاد، احمدضيا كوشا سره اشنا شوم، نوموړى هم ليكوال و، هغه مهال يې د (زنبېل غم) خپرونه هم چلوله چې ده به فوټوكاپي كوله، ده هم زما داستانونه كتل او زما پښتو شعرونه يې هم راته اصلاح كول، په دغو داستانونو كې يوازې يو چاپ شوى، نور مې د چاپ وړ نه دي بللي.
دغې لړۍ ته دې ولې دوام ورنه كړ؟
¾ فضا او چاپېريال فرق كوي، ځينې سيمې او ملګري داسې دي، چې انسان يې په څنګ كې ځان ښايسته احساسوي او رنګ ځنې اخلي. راوروسته مې هم ګڼې كيسې وليكلې، ګومان كوم د شلو په حدودو كې لنډې كيسې به مې ليكلې وي. خو په كابل كې د دوولسم ټولګي تر پايته رسولو وروسته كندهار ته راكډه شوو، په كندهار كې مې نه يوازې په فكري او خيالي دنيا كې بدلون راغى، بلكې د ژوند او فرهنګي نړۍ رنګ او خوند مې هم بدل شو، تر يوه كال زياته موده مې په انزوا كې تېره كړه، له چاپېريال او خلكو سره دومره بلد نه وم، ان څو مياشتې په ژور خپګان اخته شوم، ما په كابل كې له خپلو ملګرو سره د مينې او خلوص يوه وړه دنياګۍ درلوده، ګومان مې نه كاوه چې له هغوى څخه په بېلتون كې به دومره پسې خپه كېږم… خو دا بېلتون ډېر په ګرانه تمام شو. په دې موده كې مې انځورګرۍ ته مخه كړه، چې له استاد پرته مې ځان په كې ملا كړ، ګڼې تابلوګانې مې وكښلې او ومې پلورلې، خو هرڅه مې په پټه كول، ځكه كه طالبان خبرېدلاى، نه پوهېږم زما برخليك به څنګه كېده.
په كندهار كې ډېر وروسته له يوشمېر فرهنګي شخصيتونو سره بلد شوم، دا هيله راته پيدا شوه چې دا دى زما د طبعې ياران دلته هم شته، ما فكر كاوه چې په كندهار كې به ګردسره ليكوال يا هم فرهنګپاله اشخاص نه وي، دغو ملګرو راسره ډېره مرسته وكړه، چې وتوانېدم خپلو فرهنګي هڅو ته تر يوه بريده ادامه وركړم او كله چې مې خپله مطالعه لږه نوره هم زياته كړه ژباړه مې پيل كړه.
تاسو شعر ليكلى دى، لنډه كيسه مو ليكلې، څېړنه مو كړې، انځورګري او خطاطي مو كړې، ژباړې كوئ، او اوس دا دى د ژورناليزم پر ډګر ډېر په منډه ياست، څه فكر كوئ چې د يوه تن لپاره پر څو فرهنګي او هنري ډګرونو باندې كار كول ستونزمن نه وي؟
¾ځينې انسانان داسې دي چې پر يوه مهال د څو كارونو وړتيا لري، خو ځينې بيا پر يوه مهال څو كارونه نه شي كولاى، انسان د كار په مرسته تجربه ترلاسه كوي، سختۍ يې پخوي او په فكري نړۍ كې يې بدلون راولي، يوشمېر كسان وايي يو انسان په څو ډګرونو كې كار نه شي كولاى او كه ويې هم كړي، د كار معيار به يې ډېر ټيټ وي، خو ځينې ارواپوهان بيا وايي چې د يوه انسان مغز پر څو برخو وېشل شوى، يوه برخه كه د بوى د تشخيص كار كوي، بله برخه د هنري كارونو څارنه كوي، بله برخه د ږغ، خوند او رنګ… تشخيصوي. موږ هم ډېر داسې كسان پېژنو چې په څو ډګرونو كې په كار بوخت دي، بريالي هم دي. مهمه خبره دا ده چې موږ د خپل كار معيار وارزوو.
هنرونه داسې دي چې تر ډېره سره تړلي دي، د شعر يو ښه بيت په حقيقت كې يوه رڼه انځورګري ده، هغه څوك چې د هنر په يوه څانګه كې كار كوي، په نورو برخو كې هم په اسانۍ سره كار كولاى شي، خو هنر ډېر سپېڅلى دى، سمه پالنه غواړي، هنر تر ډېره له زړه سره سر و كار لري، له دې كبله په زړه كې په سمه توګه ځاى وركول غواړي، پرله پسې هڅه او رياضت غواړي. كه څوك د هنر سپېڅلتيا ونه ساتي له سختې ناكامۍ سره مخ كېږي.
ما خپله له ماشومتوبه له انځورګرۍ سره ډېره مينه درلوده، ما چې به خوبونه هم ليدل، يوازې به مې رنګونه، د انځورګرۍ لپاره ځينې طرحې او سوژې په خوب ليدلې، په ځانګړې توګه د طالبانو پر مهال مې په دې برخه كې دومره هڅې وكړې چې زياتې تابلوګانې مې وكښلې، خو په كندهار كې يې د پلورلو زمينه برابره نه وه، اخر مې په ډېره ارزانه بيه وپلورلې، ورسره مې ليكوالي هم مخته وړله، ژباړې مې هم څه ناڅه كولې، خو په دې وروستيو كې چې د خبريالۍ ډګر ته راغلى يم، ډېر پخواني كارونه راڅخه پاتې شوې دي. زه كله چې پوه شم په كومه برخه كې د كار معيار راڅخه خرابېږي، لاس ځنې اخلم.
پخوا كه ما د خپلې انځورګرۍ د يوې ښكلې تابلو له نندارې څخه خوند اخيست، نن ما ته دا خوند راكوي چې په هلمند ولايت كې د يو څو نېستمنو او غريبو خلكو ږغ د دنيا تر غوږونو ورسوم، كله چې دا ډول د بېوسۍ ناره د نورو تر غوږونو رسوم ډېر خوند راكوي. كله- كله دا ډول موضوعات د چارواكو توند عكس العمل راپاروي، خو د دې پر ځاى چې په ما كې بېره رامنځته كړي، لا د كار لپاره قوت راكوي، د دې ولايت يوشمېر چارواكو دا تمه درلوده چې خپلواكې رسنۍ به هم د دولتي هغو غوندې د دوى صفتونه او ستاينې كوي، اوس په دې هڅه كې دي خپل كارونه اصلاح او د خلكو د شكايتونو مخه ډب كړي.
د خبريالۍ تر څنګ ليكنې هم كوم، خپل ويبلاك لرم هغه هم چلوم، پر څو ژباړو هم اخته يم، د ځينو ملګرو كتابونه هم چاپ ته تياروم، نور نو څه راڅخه غواړئ؟
د ژورناليزم خبرو ته به وروسته راشو، اوس به مو د هنري كارونو په اړه لا سره وږغېږو، تاسو يو وخت په كندهار كې د ځوانو شاعرانو ترمنځ مطرح شاعر واست، خو اوس مو د شعر ژبه چوپه ده، ايا د شعر له ملكې سره مو يارانه پرېښې ده او كه كومه بله خبره ده؟
¾ د ژورناليزم دنيا د شعر غوندې ښايسته نه ده، ژورناليزم د سړي ذهن وچوي او خبريال نه شي كولاى يو سياسي رپوټ ډېر هنري او ښكلى وليكي، له ځينو ناخوالو سره يې بلدوي، ځينې كسان كولاى شي د خبريالۍ تر څنګ شعر هم وليكي، ما ته هم د شاعرۍ لپاره ځينې خيالونه راځي، خو نه غواړم شعر وليكم، ځكه شعر پالل غواړي، بل زه د خپل شعر ليكلو ته دومره اړتيا هم نه وينم، دا كه شعر نه ليكم دا مانا نه وركوي چې د شعر له ملكې سره مې يارانه پرېښې ده، زه كه په الفاظو شاعري نه كوم په رنګونو شاعري كوم… يا هم خپل ځينې شاعرانه خيالونه په ځينو نثري طرحو كې ځايوم. ځينې ځوانان دا مهال داسې شعرونه ليكي چې نه په كې هنريت وي، نه شعريت، كه شعر يوازې د الفاظو كتارول وي، دا خو اسانه دى، زه به د ورځې لس هم درته وليكم.
ما ته ځان معلومېږي چې د كاروان صاحب غوندې ښكلې شاعري نه شم كولاى له دې كبله ډېر تماس نه ورسره نيسم.
د نثر په برخه كې ډېره اړتيا لرو، شعر ذوقي مسئله ده، خو نثر ته ډېر ضرورت لرو، شعر داسې دى لكه موږ چې تر ډوډۍ وروسته ځينې اضافي مېوه او نور خوندور خواړه خورو، خو كه چېرې ډوډۍ نه وي، نو څه به كوو؟
تاسې د كندهار روهي ادبي بهير ګورئ هلته د نثر ليكوالان ډېر لږ دي، ځينې كسان دا فكر كوي چې نثر ليكل ډېر اسانه دي، حال دا چې نثر تر شعر ډېر سخت دى، ځكه نثر ستا څخه ډېره مطالعه، منطق او د اوسنيو څېړنيزو اصولو پر بنسټ كار غواړي. د شاعر لپاره دا ضرور نه ده چې پر بديع او بيان يا هم نورو اصولو دې سل په سلو كې پوه وي.
ښه د نثر پر اړتيا خو مو ډېر ټينګار وكړ، لنډه كيسه هم د هنري نثر پاموړ برخه ده، تاسو يو وخت لنډې كيسې هم ليكلې، اوس څنګه، لولئ يې؟ ليكئ يې؟ كه څنګه؟
¾ ما په لنډو كيسو كې ځان ازمويلى دى، ځان دومره بريالى نه راته ښكاري، ځكه مې لاس ځنې اخيستى دى، اوس هم چې د لنډې كيسې كومه طرحه ذهن ته راشي نورو ملګرو ته يې وركوم هغوى ډېرې ښې كيسې ترې جوړوي. زما په اند اوس پښتو لنډې كيسې هم تر پخوا ډېرې ښې شوې دي، دومره تكړه كيسه ليكوال لرو چې ما ته هېڅ اړتيا نه پاتېږي.
فكر كوم جالبه پوښتنه مو راته پيدا كړه، تاسو وويل چې په ځينو شاعرانو پسې ځان نه شئ رسولاى، يا په كيسه ليكنه كې ځان بريالى درته ون اېسېد، خو موږ او تاسو ډېر داسې نړيوال ليكوال پېژنو، چې د خپل كار په لومړي سر كې د دوى په خپلو ويناوو له شرموونكو ماتو سره مخ شوي، خودوى خپله لار نه ده پرېښې، په پاى كې يې نړيوال نوم هم خپل كړى دى، زه به تاسوته د يوه فرانسوي ليكوال (بالزاك) نوم ياد كړم، د هغه د ليكوالۍ د پيل پر مهال د خپرونو چلوونكو وويل چې بالزاك پرته له ليكوالۍ نور هرڅه كولاى شي، خو ده په خپلو پرله پسې هڅو سره نړيوال نوم وګاټۀ. تاسو هم كه مطالعه وكړئ، تمرين وكړئ، ته وا ښه كيسه ليكوال به درڅخه جوړ نه شي؟
¾ پياوړى شاعر دروېش درانى هم ځوانانو ته تل په خپلو لارښوونو كې وايي كه چېرې دوى په ځان كې د شعر ليكلو وړتيا ويني نو دې شعر ليكي، كنه لاس دې ځنې واخلي، نوموړى هم وايي هر چا ته ځان تر نورو ښه معلومېږي، ځان په خپله تللاى شي.
زه له نړيوالو ليكوالو سره برابري نه شم كولاى، خو ځان په لومړي سر كې تر نورو ښه راته معلومېږي.
محمديار صاحب! زياتره وخت زما څخه واقعاً په دې برخه كې لار وركه وه، ستاسو ياد دي چې زه يو وخت له كندهاره پېښور ته لاړم، هلته مې له (هيلې) مجلې سره كار پيل كړ، هلته مې وخت هم درلود، د كار لپاره ښه زمينه راته برابره وه، له ژباړې سره مې بې كچه مينه وه. هلته مې له لنډې كيسې سره مخه ښه وكړه، ډېرو استادانو ته مې وويل چې ما ته د ژباړې لپاره كوم معياري كتاب راكړي، زموږ او ستاسو يوه لوى ليكوال د استاد احمد علي كهزاد يو تاريخي كتاب راكړ، چې يو څو مخونه يې ده ژباړلي وو، راته ويې ويل چې دا نور كتاب ته بشپړه وژباړه، كتاب مې تر ډېره ژباړلى و، چې هغه استاد راغى او په عاجزۍ يې بېرته كتاب راڅخه وغوښت، ما هم په دې اړه ډېر بحث ورسره ونه كړ، څو ورځې وروسته هغه ژباړه چاپ شوه، ما خپلې ژباړل شوې پاڼې وڅيرلې.
دغه كار زه ډېر نهيلى كړم، يو بل چا هم يو كتاب د ژباړې لپاره راكړ، ويل يې چې حق الزحمه دركوو، په بدل نامه يې چاپ كړه. زه تر ډېره هغې بې خاونده بېړۍ ته ورته وم، چې د ژوند په توپاني سمندر كې لالهانده وي، ما په حقيقت كې يوه ماڼو ته اړتيا درلوده چې په سمه توګه مې لارښوونه وكړي.
فكر كوم كه چېرې چا په كندهار يا پېښور كې لنډې كيسې ته په صادقانه ډول هڅولاى، پرله پسې لارښوونه يې راته كولاى، د مطالعې لپاره يې كتابونه په واك كې راكولاى، كېدى شواى دا لار مې نه واى پرېښې، خو ما ته د ژباړې ډګر تش واېسېد، ما ويل كه پر دغه ډګر څوك كار وكړي، كېدى شي كار يې څه ناڅه بريالى وي.
د ژباړې اړخ ته به هم وروسته راشو، تاسو د يوه استاد له خوا د مايوسۍ يادونه وكړه، تر كومه ځايه چې زه ستا سره نژدې پاته شوى يم، نژدې يار مې يې ، زياتره مهال د دغه ډول مايوسيو ښكار راته اېسېدلى يې، زياتره مې ګيله من ليدلى يې، زياتره مې خوابدى ليدلى يې، څه فكركوې چې دغسې مايوسيو او ناځوانيو دې د كار مخه ډب كړې ده او كه يې لا كار ته هڅولى او استعداد يې درغوړولى دى؟
¾ زه فكر كوم دكار لپاره يې ډېر قوت راكړى دى، د خپل استعداد د غوړېدو په اړه څه نه شم ويلاى، خو ځينې ملګري مې راته وايي چې ته ګيلې ډېرې كوې، زما كله- كله چې څه په زړه وي هغه په ژبه وايم، چې زيات مهال مې دا كار په زيان هم تمامېږي، زما حقيقت ستاسو په وړاندې يو پرانيستى كتاب دى، دا ډېره ډيپلوماسي، تكلف او تصنع مې نه خوښېږي. ما په ګڼو دفترونوكې هم كار كړى، خو همدې حقيقت ويلو يا هم د ستونزو يادونو زما كريډيټ كم كړى دى.
موږ يو مهال په بي بي سي راډيو كې يو رواني پروګرام جوړ كړى و، دوى ويل چې عقده انسان ته ډېر زيان لري، خو ما چې بيا ځينې اروايي كتابونه لوستلي، پوه شوم چې عقده د منفي اړخ ته تر څنګ مثبته خوا هم لري، كله چې مې د دې راډيويي پروګرام په اړه خپل نظر وركړ، نورو همكارانو هم راسره ومنله. همدغو عقدو ځينې كسان دومره ستر كړل چې په نړيواله كچه يې شهرت وموند، د دوى فكر يې دومره پراخ او پوخ كړ، چې نن زرګونو كلونو وروسته بيا هم د خلكو پر ذهنونو او فكرونو واكمني كوي.
زه فكر كوم چې دغو مايسيو ما ته هم د نور كار قوت ر اكړى، كله چې مې د چا يو منفي حركت د ځان په وړاندې محسوس كړى، نو لا مې خپل كارونه زيات كړي او دده په مخكې مې د خپل ښه نيت دېوال درولى دى.
څه فكر كوئ چې دا ستاسو احساس دى چې ځينې خلك تا د مايوسيوګرداب ته غورځوي، كه هغوى رښتيا هم ستا د پرمختګ خنډ شوي، يانې دا ستاسو د كمترۍ احساس و، كه رښتيا هم د خلكو مضرتوب؟
¾ د كمترۍ احساس به نه ورته وايو، محمديار صاحب! تا په خپله هم په دې ټولنه كې ژوند كړى دى، زه به يو مثال دركړم، ته ښكلا مجله چاپوې، پېښور ته يې د چاپ لپاره وړې، ليكنې ورپيدا كوې، پيسې ورپيدا كوې، ته وا داسې به نه وي پېښه شوې چې تا په خپله مجله يو چا ته وروړې وي، د دې پر ځاى ې مننه دې وكړي، داسې خبره يې درته كړې وي چې مايوسه كړى به يې يې.
له داسې حالاتو سره سړى په دې ټولنه كې ډېر مخ كېږي، موږ ډېر داسې كسان لرو د دې پر ځاى چې د نورو لاسنيوى وكړي، خپل اخلاقي او ټولنيز مسووليت ته اوږه وركړي، خلكو ته خنډونه ايجادوي. دا زموږ په ټولنه كې ډېر تر سترګو كېږي، اكثره كسان د نورو د پرمختګ زغم نه لري، زه نه وايم چې ټول دغسې دي، دوى به داسې خبره درته وكړي، چې ټول عمر به دې ځوروي. ستا په اروا كې به يوه كنده جوړوي، چې ستا ټولې هيلې به په كې ښخېږي. دا له تاوتريخوالي ډكه ټولنه ده، چې زه فكر كوم تر دې جګړه ييز بهير وروسته لا هم سالم كركټر نه لري.
د دې تر څنګ ځينې مثبت كسان هم شته، ګومان كوم يو چينايي متل دى ”ځينې كسان داسې خبره درته كوي، چې د ژمي په درېيو مياشتو كې دې تود ساتي“ له دغسې كسانو سره هم مخ شوى يم، چې د صبر او استقامت بيرغ يې په لاس كې راكړى دى، چې زه يې منندوى يم.
صالح صاحب! تاسو په خپل ژوند كي چي ما ته معلومه ده، د غريبۍ ډېر دروونكي پړاوونه شاته پرېـښي دي، څه فكر كوئ چي دغه حالت به ستاسو په هنري كارونو كي مثبته ونډه لرلې وي او كه وايې چي نه، كه موږ ښه هوسا او بسيا ژوند لرلاى تر دې به هم ډېر ښه ځلېدلى واى؟
¾ څومره لوى قوت چې په غريبۍ كۍ پروت دى، هغه د زردارو او خانانو د دنګو ماڼيو په ځل او برېښ كې نه شته، نه هم د هنر مينه وال د خپلې اروا د سكون لپاره د خانانو هوجرو ته ځي، نه په هنري نقاشيو كې څوك د پاچا ماڼۍ انځوروي، بلكې هغه انځور ډېر ارزښت لري چې يوه ورانه كنډواله يا هم وروسته پاته ژوند وي.
تاسې په ذهن كې دايې يوه تابلو انځور كړئ، چې يو ماشوم د يوه خړ كور په وړاندې ولاړ دى، يوه ټوټه كله ډوډۍ يې په لاس كې ده او سترګې يې له اوښكو ډكې دي او هاخوا يوې خرګاډۍ ته په وازه خوله حيران ولاړ دى، پرتوګ يې هم نه شته او وېښتان يې هم له ګرځونو ډك دى… په دې ډول انځور كې ما ته يوه دنيا خبرې ښكاري. هنرمند ورڅخه ډېر الهام اخلي. خو ما څوك نه دى ليدلى چې د ارګ له ماڼۍ څخه يې د خپل هنر لپاره الهام اخيستى وي.
كه زه د كوم شتمن او بډاى سړي زوى واى، اوس به اوسنى صالح نه واى، شكر هم باسم چې اوسنى صالح يم.
تاسې ګورئ چې د يوه ولسمشر زوى چا لوى هنرمند نه دى ليدلى، ټول ستر هنرمندان له غريبو كورنيو سره تړاو لري، هغوى ته يوې بېوسې مور د شوړېدلي پوړني په څنډه اوښكې ورپاكې كړي، غريبي داسې يوه كٌره ده، چې انسان په كې پخېږي، ډېرې نوې لارې يې په وړاندې پرانيستل كېږي، په غريبۍ كې د هنر لپاره ډېرې سوژې شته، هغه څوك چې ستره غريبي ورباندې تېره شوې وي، بيا چې كله هوسا كېږي هم، له نورو خلكو سره هم د مرستې په چورت كې وي، ځكه دى پوهېږي چې غريبي څنګه درد لري.
كه څه هم زه د خپل تېر ژوند او خپلې غريبۍ ډېرې برخې تاسو ته نه شم ويلاى، ځكه دا ټولنه به يې زما لپاره پېغور ګڼي، ځكه زموږ حقيقت په زياتو برخو كې زموږ د پزې پېزوان ګرځي.
خو زه دلته له خپلې مور او ګران پلار څخه ډېره مننه كوم چې په هر حالت كې يې زما روزنه په سمه توګه كړې او خپل مسووليت يې په ډېره ښه توګه ترسره كړى. زه به د خپل ژوند يوه وړه برخه درته ووايم.
په كابل كې چې موږ ډېر پرېوتى ژوند درلود، پلار مې ساده مامور و، مور به مې د خلكو ډوډۍ پخوله، وروسته چې كورنۍ جګړې پيل شوې، نور خلك د خپل خپلوانو كره كډه شول، خو موږ په كابل كې څوك نه لرل چې كډه وربار كړو، له دې كبله د جګړې په هغه تاوده ډګر كې پاتې شوو، چې زموږ په سيمه كې د جګړو او بمباريو له كبله سم قيامت جوړ و، هغه وخت خو نه كار و، نه د ژوند رنګيني، موږ كلكې ډوډۍ ميدولې او بيا مو تر خيشتولو وروسته خوړلې، يو مهال مو د يوه ګاونډي د كور په سمڅه كې شا و خوا ۴۰ شپې تېرې كړې، نژدې و شل شو.
بل مې پلار هم كله- كله د خپل تېر ژوند كيسې راته كوي، چې په ډېر ماشومتوب كې يتيم شوى و او يوه خور يې زموږ د يوه خپل كره د ډېر ظلم له كبله زاره تركې شوې وه… زه فكر كوم همدغو حالاتو د هنر نړۍ ته وركش كړى يم.
صالح ګل جانانه! ستا د ژوند يوه برخه په مسافرۍ كې تېره شوې، كله په كوټه كې له حمد الله صحاف سره، كله په پېښور كې له اسمعيل يون سره، كله په كابل كې له بي بي سره او كله چېرې او چېرې له كوره ليرې پاته شوى يې، نن سبا د پخوا په پرتله يو څه زيات پر كور ښكارې، دغو پرديسيو ستاسو پر كارونو څه ډول اغېز لرلى دى؟
¾ سفر د انسان په ليد، تجربو او فكري قوت كې ډېر زياتوالى راولي، په موږ كې دا خبره شته چې كه څوك يو ښه كار يا ښه خبره وكړي، نو خلك ورته وايي دا جهانديده سړى دى، په سفر كې سړى له بېلابېلو كلتورونو، خلكو او خويونو سره اشنا كېږي، زه هم له همداسې ځينو كسانو سره په خوا كې پاته شوى يم، ډېر څه مې ترې زده كړي، رنګ مې ترې اخيستى او ځينې كسان خو زموږ او ستاسو ښايست او زموږ ارزښتونه ګڼل كېږي، له هغو سره په خوا كې پاتېدل انسان نور هم له انسانيت او اخلاقي مسووليتونو سره بلدوي.
نو له خپل كور څخه په ليريتوب سره مو د خپګان احساس نه كاوه؟
¾ باور وكړئ، كله چې يون صاحب له پېښوره ليك رالېږلى و او راته ليكلي يې وو، پېښور ته راشه له هيلې مجلې سره به كار كوې، دلته به پرمختګ وكړې په څنګ كې به نور فرهنګي كارونه هم مخته بيايو، دا ليك چې مې ترلاسه كړ او بيا كله چې مې د لومړي ځل لپاره پېښور ته د سفر موزې په پښو كولې، هغه شپه تر سهاره ويښ وم، د خوشحالۍ له لاسه خوب نه راتى، چې زه به له يوې معياري مجلې سره همكار يم، خپل كتابونه به چاپوم او په فرهنګي ډګر كې به كار كوم.
په لومړيو وختونو كې مسافري راته ډېره سخته وه، ځكه زه په خپل كورني ماحول كې ډېر پاته شوى وم، خو بيا مې ورو- ورو عادت ونيوه، له زياتو فرهنګي ملګرو سره اشنا شوم، هلته مې كارونه هم ډېر وو، سړى چې په كار اخته وي، بيا يې نورو اړخونو ته دومره پام نه وي، ما به د كار تر څنګ هڅه كوله زده كړه هم وكړم، كه به مې ډېره خوابده وه، پر يوه سپينه پاڼه به مې انځورونه كښل. سړى بايد د يو څه د لاسته راوړلو لپاره يو څه له لاسه وركړي، كه له كورنۍ څخه بېل شوم نو اوس دا دى دومره دوستان مې وموندل، چې ډېره مينه يې راكړې ده او دومره ډېر دوستان زما لپاره معنوي شتمني ګڼل كېږي.
صالح صاحب! تا په څلورو حوزو كې كار كړى، (كندهار، كوټه، پېښور او كابل) او اوس هم په هلمند كې بوخت يې، په كوم ځاى كې دې ډېر د خوند او ارام احساس كړى دى؟
¾ (دا پېښور خو پېښور دى كنه)، نه پوهېږم چې پېښور ولې دومره ډېر راباندې ګران دى، د پېښور له فضا څخه د يو ډول پټ صميميت باران اوري، هلته هم هغه پوليس دي، چې په كوټه كې دي، هلته هم هغسې افغانان ځورول كېږي، لكه په كوټه كې، خو بيا هم د پېښور فضا دومره ښايسته ده، څوك چې هلته ځي، لكه د خپلې مور غېږې ته چې پناه وړي. د دې ښار په خيرنو كوڅو كې هم يو ډول كيفيت پټ دى.
سړى په كې ځان پردى نه ګڼي، هلته دا فضا د هنر، مينې او رنګينۍ لپاره جوړه ده، هلته سړى ډېر د هوسايۍ احساس كوي، په سړي كې هنر وده كوي، ډېر ښكلي شاعران لري، كه تاسو له هغو شاعرانو سره ناسته ولاړه وكړئ، تاسې هم رنګ ورڅخه اخلئ، هغه د خوشال بابا خبره ”دا د غره خټك به واړه شاعران شي“ هلته خوشال بابا پروت دى، هلته رحمان بابا پروت دى او هلته نژدې حمزه بابا له خپل ټول انساني عظمت سره پروت دى. كېدى شي د هغوى د هنر بركت به وي، چې هلته سړى د خوښۍ او يو ډول پټې نېكمرغۍ احساس كوي، هنرمند په پېښور غوندې چاپېريال كې د هنر لپاره ډېر الهامونه اخلي.
صالح ګله! يو وخت داسې و چې ته به په دا غونډو او مشاعرو كې مخكې مخكې كېدې، هغه د سر په ځاى كې به ناست وې، په ډېر شوق به ورتلې، كه به چا بلنه هم نه وه دركړې بيا به هم ورتلې، خو چې له كندهاره ووتې، بېخي دې دا غونډو ته شاه وګرځوله دا ولې؟
¾ (ګډه خندا) ناځوانه د سر په ځاى كې خو به تا كښېنولم، تر لاس په دې نيولى وم، مشاعرو ته به دې بوتلم، كنه زه چېرې تلم (خندا).
په هر صورت، هغه اول وختونه وو، بله دا چې لومړنۍ مشاعرې ته هم تا بېولى يم، په دغو غونډو كې چې له نويو ملګرو سره اشنا كېدم ډېر خوند به مې اخيست، په لومړي سر كې هرڅوك ډېر تود- تود كېږي. كه رښتيا ووايم هغه وخت دا ځوان فرهنګپال داسې وو چې د يووالي په اړه به يې ډېر فكر كاوه، په هغو غونډو كې ډېر صداقت او صميميت پټ و، دوى د بېلتون لپاره پلمې نه لټولې، زه چې پېښور ته لاړم په ژباړو او نورو كارونو اخته شوم، هلته هم دا ډول ادبي غونډې كېدې، خو ما په كې د ګډون جرئت نه شواى كولاى او دا هم خوند نه راكوي چې لكه ځينو كسانو غوندو د مايك شاته حتماً ولاړ وي او له يوې او بلې خوا درته ګډ وي. زه كه په غونډو كې نه يم، د ولس لپاره په كار اخته يم، هڅه مې دا ده چې نورو ته ګټه ورسوم. په غونډو كې نه ګډون، زما د كار مخه نه ده نيولې.
څه فكر كوئ چې دغه ډول غونډې څومره ګټورې دي؟
¾ دا هغه مهال ګټورېدى شي چې يوازې موخه په كې د شعر اورول او لوستل نه وي، بلكې كره كتنه هم په كې وي، بل هغه څوك چې په دغسې غونډو كې كره كتنه كوي، بايد يوڅه صلاحيت ولري، مطالعه ولري، ځكه اكثره ځوانانو مو د كره كتنې حوصله نه لري.
مثلاً كه دا كره كتونكى ما ته طنز راپېژني، لږ تر لږه له نړيوالو ادبياتو سره هم بايد اشنا وي، په افغانستان كې د طنز پر مخېينه خبر وي… خو له بده مرغه ځينې كره كتونكي داسې دي چې خپل نظر ورته سم ښكاري او هڅه كوي پر نورو يې وتپي.
په بي بي سي كې موږ خپل ځينې پروګرامونه كره كتنې ته وړاندې كول، انګرېزانو به ويل چې د خپل نظر د څرګندولو پر مهال داسې وواياست (زما په نظر، زه فكر كوم) يانې تاسې مقابل لوري ته داسې مه ښياست چې يوازې ستاسو نظر سل په سلو كې سم دى. بل هغه څوك چې اثر يې كره كتنې ته وړاندې كېږي، تر ډېره ازاد دى، د كره كتونكي هغه وړانديزونه او نظرونه دې ومني چې ورته سم ښكاري.
كه راشو د ژباړې اړخ ته، تاسو د ژباړې پر ډګر نسبتاً زيات كار كړى، ولې نور اړخونه؟
¾ هغه څوك چې يوه كمزورې ليكنه كوي، پر ځاى دې يې يوه قوي ليكنه وژباړي، تاسې پوهېږئ چې يوويشتمه پېړۍ ده او نړۍ د نړيوالتوب خوا ته روانه ده، نن سبا د ترجېحاتو پر سر يوه خاموشه جګړه روانه ده، كمزوري هېوادونه د قوي هېوادونو له خوا په هره برخه كې لاندې كېږي، چې په دې كې يې ملي كلتور، ملي- ټولنيز ارزښتونه ځپل كېږي، نو د دې لپاره چې خپله ژبه پراخه او قوي كړو، بايد داسې اثار ورته وژباړو، چې هغه معياري او ګټور وي، تر ډېره ژوند وكړاى شي، تاسو ته بهتره معلومه ده چې په اوسنيو ځوانانو كې مو تكړه او برلاسي ليكوالان ډېر كم دي، خو ښايي ښه ژباړه وكړاى شي. نورو ته هم بايد دا وښيو چې زما په ژبه كې دا ډول غنيمت شته، له همدې كبله مجبور يم انګرېزي زده كړم، چې زيات مواد په كې دي او د ژباړې لپاره يوه پراخه ژبه ده.
ايا اوس په پښتو كې ډېره ضرور دا ده چې خپل مواد نورو ژبو ته وژباړو، كه د نورو دا خپلې ژبې ته؟
¾ زما په نظر لومړى بايد د نورو ژبو غښتلي او كره مواد خپلې ژبې ته وژباړو، كه موږ په خپله ژبه كې د وخت له اړتيا سره سم مواد ولرو او ژبه مو د اوسنۍ ټكنالوژۍ ژبه وي، نور كسان به اړ وي چې زده يې كړي، بله دا چې دا ډول ژباړې په خپله زموږ په ژبه كې همداسې معياري او كره تخليق يا پنځونې لپاره زمينه برابروي، چې وروسته زموږ څېړونكي او نور ليكوالان ګټه ځنې اخيستلاى شي، كله چې په يوه ژبه كې قوي تخليق او پنځونه رامنځته شي، د نورو ژبو ويونكي به يې خپلې ژبې ته ژباړي، دا خواري به موږ نه ګالو.
ځينې كسان وايي چې له ژباړو دې ژباړه نه كېږي، استاد نجيب منلى ټينګار كوي چي كه د چا د لومړي لاس اثر ته لاس نه رسېږي، بېخي دې ژباړه نه كوي؟
¾ ما ته هم ځينو دوستانو دا نظر راكړى، چې مجبوريت نه وي له ژباړې دې ژباړه نه كېږي، خو زما په اند دومره سختګيره هم بايد ونه اوسو، كه زما لاس د اصلي ژبې اثر ته نه رسېږي، يا مې اصلي ژبه زده نه ده، نو لاس تر زنه كښېنم؟
ما خپله هم له ژباړو څخه ځينې ژباړې كړې دي، هغه كتابونه مې كاميابه دي، څو- څو ځلې چاپ شوې هم دي، كه دا اثار د لوستلو وړ نه واى دومره ډېر به نه خپرېدلاى، زه فكر كوم چې موږ ورته اړتيا لرو. د اوس لپاره كه وشي بده نه ده. لا هغه بريد ته نه يو رسېدلي چې له ژباړې ژباړه پرېږدو.
د غويي د كودتا په ترڅ او بيا د شوروي د يرغل پر مهال ډېر افغانان د نړۍ په ګوټ- ګوټ كې خپاره شول، نژدې د نړۍ په هر هېواد كې بېلابېل افغانان د هغه هېواد له ژبې، فرهنګ او كړو وړو سره له نژدې ښه بلد شول، زه فكر كوم چې موږ ته تر بل هر چا دا ښه چانس په لاس راغلى، چې د نړۍ غوره علمي اثار په ښه كيفيت راخپل كړو، ايا له دغه چانسه مو وړ كار اخيستى دى؟
¾ كه د همدې اوسني حالت په باب درته ووايم، زموږ زياترو خلكو چې نورې ژبې په تېره بيا نړيواله، انګرېزي ژبه زده كړي، هغوى چې په باندېنيو موسساتو كې په لوړو معاشونو كار نيولى بيا يې فرهنګي كار ته شا ورګرځولې ده، په دې برخه كې كار كول ورته وخت ضايع كول ښكاري.
له بده مرغه هغه كسان چې پخوا به يې ښه زيات فرهنګي كار كاوه او ان نورو ته يې د كار لارښوونه كوله، خو چې ډالري معاش په لاس ورغلى، نو خپل مسووليت يې له پامه غورځولى دى. دوى بايد خپلې ټولنې ته هم كار وكړي، پروا نه كوي كه وړيا هم وي. بل دا چې په بهر كې هم ګڼ هېوادوال لرو چې له نورو ژبو سره بلدتيا لري، دوى هم ژباړې ته دومره پام نه دى كړى، اكثره مهال موږ وينو په پېښور كې د دغو بهرمېشتو ليكوالو يا هم فرهنګيانو ځينې شعري كتابونه يا هم د ټوكې كتابونه چاپېږي چې زما په نظر ډېر كمزوري وي، كه چېرې دوى په افغانستان پورې اړوند نړيوال كتابونه وژباړي ښايي ډېر لوستونكي به ولري او د ټولنې د خدمت لپاره دې هم لږه قرباني وركړي.
تا د ژباړې داصولو او تخنيك په اړه يو كتاب هم ليكلى دى، خپله هم ژباړې كوې، اوس هم چې پښتو ته كومې ژباړې راكېږي، ايا په تول پوره دي؟
¾ اوس په جرمني كې د كلتوري ودې ټولنې ځينې داسې ژباړې خپرې كړې دي،چې ډېر كره اثار دي، ان تاريخي ارزښت لري، خو ځينې داسې ژباړې هم خپرېږي چې هېڅ اړتيا نه ورته لرو، د ساري په توګه ما يو كتاب وليد چې د كوم فلم كيسه يې راژباړلې وه، ډېر خواري يې پر كښلې وه، ده كولاى شول چې د دې پر ځاى يو ګټور اثر وژباړي.
موږ اوس فلمونو ته دومره اړتيا نه لرو، لكه علمي، فرهنګي او په خپله اروايي كتابونه، دا لكه يو څوك چې په نس وږى دى، موږ ورته د شيرينو او مومن خان نكل كوو. ځينې ځوانان دغه اړخ ته دومره پام نه كوي، يانې معيار نه ساتي، او اوس دومره څارنه هم نه كېږي، نه اكاډمي نه نور علمي ارګانونه په هېواد كې دومره فعال دي، چې په دې برخه كې ځينې اصول وضعه كړي، خپرندويې ټولنې هم كله- كله معيار په پام كې نه نيسي، ځينې بې معياره كتابونه د پيسو په خاطر چاپوي، په كوټه كې ډېر داسې كتابونه چاپېږي چې ډېر بازار هم لري خو ټول ډېر پرېوتي كتابونه دي او يا هم له نورو ژبو داسې كيسې ژباړل كېږي، چې د ځوان پښت اخلاقو ته درنه ضربه وركوي. په زياتو ژباړو كې تخنيكي ستونزې ډېرې وي، كه چېرې تاسې اصلي متن او ژباړه سره كښېږدئ ډېر توپير سره لري، ځينې ژباړل شوي اثار بيا كتنې ته اړتيا لري، ځكه سړى مفهوم نه شي ځنې اخيستلاى.
د ژباړې په اصولو دا هم ده چې څوك په كومه ژبه له كومې ژبې ژباړه كوي، بايد پر دواړوژبو برلاسى وي، خو موږ او تاسو ځينې خلك پېژنو چې ځينې ځوانان مثلاً له دري ژبې څخه پښتو ته ژباړه كوي، خو له پښتو يې دري ته نه شي كولاى، په دري خبري اترې هم نه شي كولاى، چې يو لاس په لستوڼي مثال يې دا زه درسره ږغېدونكى يم، د دغسې ژباړې په اړه څه فكر كوئ؟
¾ ځينې مهال دا ډول ژباړې سمې نه راځي، دا برايي ما يو كتاب لوست، چې له دري څخه ژباړل شوى و، هلته (نوه) چې په ايرانۍ كې (لمسۍ) ته وايي ژباړن يې په مانا نه و پوه شوى، نو په لينديو (قوسونو) كې يې نيولى و، نو په ژباړه كې سړى بايد خامخا پر دواړو ژبو برلاسى ولري، ځينې داسې اصطلاحات شته چې هغه په قاموسونوكې هم نه پيدا كېږي، د ژباړې پر وخت سړى له ستونزو سره مخ كوي.
په اردو ژبه كې يو چا د نور محمد تره كي يو ناول ژباړلى چې د (غويي لاندى) يې (ګاو كي نيچې) يانې تر غويي لاندې ژباړلى دى، حال دا چې د ليكوال مقصد د غويي د غوښو لاندى و. بل د ځينو ژباړنانو پښتو متنونه چې تاسې وګورئ ټكي په ټكي ژباړه يې كړې وي، لكه د ځينو ملايانو املا، داسې متن يې ژباړلى وي (راغلي دي په كتابونو كې چې وكړئ تاسې لمونځونه خپل، پر وخت باندې خپل سره).
ځينې كتابونه د څو كسانو له خوا څو واره ژباړل كېږي، ستاسو په نظر دا كار څنګه دى؟
¾ په نورو ژبو كې هم داسې كېږي، په پاړسي او اردو ژبو كې هم موږ ځينې بېلګې موندلاى شو، زما په نظر پروا نه لري، لوستونكي بيا هغه كتاب ډېر خوښوي، چې روانه او عام فهمه وي او د چا خبره په ژباړه كې يې ستونزه موجوده نه وي، كله- كله دا كار د اړتيا له مخې كېږي، ځكه يو كتاب چا ژباړلى وي، سم يې نه وي ژباړلى، امانت يې نه وي مراعت كړى، له دې كبله هغه كتاب د بل چا له خوا په امانتدارۍ سره په سمه ژبه بيا ژباړل كېږي، خو كه چېرې هڅه وشي د تكراري كتاب له ژباړې مخنيوى وشي غوره به وي، ځكه وخت ضايع كېږي، د هغه پر ځاى دې سړى يو نوى كتاب راترجمه كړي.
تاسو معمولاً كوم كتابونه ژباړئ؟
¾ كه څه هم هر كتاب چې زما خوښ شي هغه ژباړم، خو زياتره د ارواپوهنې اړوند كتابونه ژباړم، ځكه چې موږ په پښتو كې د ارواپوهنې كتابونه ډېر لږ لرو، تاسو ته معلومه ده چې افغانان په لويه كچه په رواني ستونزو هم اخته دي، هڅه كوم داسې كتابونه وژباړم چې زموږ له ټولنې سره سر خوري، ګټور وي، زموږ له ديني او ټولنيزو ارزښتونو سره ټكر ونه خولري او وكړاى شي د خلكو مرسته وكړي.
دوه درې كتابونه كه مې د نورو په خوښه ژباړلي وي، نور مې په خپله خوښه او ذوق ژباړلي دي، په ټولو كې له خپل ژباړل شوي ناول (پاڼه ورژېده) څخه ډېر راضي يم. خلك يې هم ډېر خوښوي. ډېر انساني پيغام لري، ما هم ورته ډېر ژړلي دي او په ياد مې دي چې يوه شپه مې ۸۰ مخونه وژباړل.
او له كومو اثارو دې راضي نه يې؟
¾ له خپلو دوو ليكل شويو تذكرو څخه دومره راضي نه يم.
يوه اړخكي پوښتنه به لا هم وكړم، چې ځينې ليكوال په يو بل پسې ليكنې كوي، چې زياتره يې ورانوونكې وي، ته هم يو مهال په دې كيسو كې ښكېل وې، خو اوس دې بيا له دې كاره لاس اخيستى، د دې كار په ښېګڼو او بدګڼو كه څه راته ووايې؟
¾ زه دا منم چې په خپل كاري بهير كې مې ډېرې نيمګړتياوې لرلې، خو زما د ۱۵ كتابونو او نورو لسګونو ليكنو تر څنګ كه يوه يا دوې ليكنې له معياره لوېدلي وي، زه فكر كوم زما ټول كار په صفر كې نه ضربوي. زه پر خپلو ځينو ليكنو سخت پښېمانه يم، خو بل خوا ته بيا خوابدى ځكه نه يم چې وروسته مې بيا خپلې نيمګړتياوې راته څرګندې شوي او له خپلو تېروتنوڅخه مې عبرت اخيستى دى، چې بيا مې نه دي تكرار كړي، هغه وخت به ځينو خلكو راڅخه خوا بدوله چې ولې مې په چا پسې ليكنه كړې او ولې مې د چا د ليكنې ځواب ليكلى دى، خو ما به فكر كاوه چې دا زما حق دى. وروسته دې پايلې ته ورسېدم چې بايد په ليكنه كې نه د چا ډېره ستاينه وكړم او نه هم غندنه.
سړى باىد منځلارى وي، چې سبا بيا پر خپل افراط باندې پښېمانه نه شي، خو نن سبا دا بازار ډېر تود دى، هغه مجلې زياتې خرڅېږي چې په چا پسې ليكنې په كې شوې وي، يا چې خلك پوه شي په چا پسې ليكنه خپره شوې، مخكې له دې چې هغه خپرونه په سمه توګه وګوري، نو په زهرلرونكې خندا سره هغه كس ته وايي چې په تا پسې خو په پلانۍ مجله كې ليكنه چاپ شوې ده، ته به څنګه كوې، بايد ځواب يې ووايې….
له بده مرغه چې دغسې جنجالونه زيات مينه وال هم لري او دغسې مطبوعاتي جګړې د ځوان پښت ذهنيت ته هم زيان وراړلى دى. اوس مهال دوى د دوو تنو ترمنځ له جنجاله خوند اخلي، ښايي دا د ټولنې يوه نيمګړتيا هم وي، چې منفي شيان ډېر خوښوي. دا ډول ليكنې د ګټې پر ځاى تاوان هم كوي، كه د يوې بلې ژبې ويونكى دا ډول ليكنې ګوري، څه به وايي؟
كه راشو ستا د كار يوه بل پړاو ته، چې هغه (هوسۍ) ده، ولې دې هوسۍ مجله راوايستله او ولې دې بنده كړه؟
¾ هوسۍ مې ځكه راوايستله چې په كابل كې د پښتو خپرونو شمېر په نشت حساب و، هغه مهال مې څه امكانات هم لرله، په بي بي سي راډيو كې وم، هلته د انټرنټ اسانتيا موجوده وه، له ليكوالو سره اړيكي اسانه وې، تر هغې مخكې له ميوند مجلې سره په كار بوخت وم، په دې برخه كې مې څه ناڅه كاري تجربه هم ترلاسه كړې وه، ما ويل كه د ميوند مجلې تر څنګ يوه بله مجله هم وي، چې ډېر پام يې ژباړې ته وي، غوره به وي.
هوسۍ مجله دوه كاله وچلېدله د ۱۳۸۲ لمريز كال (زمرى- وږى)، باندې پيل او د 138۴ل كال په همدې مياشتو كې بنده شوه، له بده مرغه دا دى نژدې يو كال كېږي د هوسۍ پر قبر غټې- غټې جنډې ولاړې دي. دا ځكه چې يوه لويه ستونزه مې اقتصادي وه، هغوى چې د اقتصادي مرستو لپاره سينې ډبولې وې، په هغه لومړي سر كې شا ته شول او هغو كسانو چې په بهر كې يې د هوسۍ لپاره د اسانتياوو برابرولو ژمنې كړې وې، كنګل پاتې شول، دومره يادونه مې ورته وكړه، چې اخر ډېر ستړى شوم خو د دوى عملي اقدام مې ونه ليد. هوسۍ لاړه د لېوانو خوراك شوه.
دغه راز مې په كابل كې هغو كسانو ته چې ډېر اقتصادي امكانات يې په واك كې لرل او په بهرنيو موسساتو كې يې كارونه كول، ډېر وويل، خو چا غوږ ونه ګراوه. هغه وخت ما په بي بي سي كې كار كاوه هلته داسې څېرو هم كار كاوه چې يو وخت يې (حقيقت انقلاب ثور) خپرونه چلوله، دوى نه غوښتل څوك د رسمي كار په خوا كې د خپلې ژبې او كلتور لپاره كار وكړي، هغه هم پښتو ته، د دې دفتر قيودات د ځينو كسانو لپاره دومره تنګ دي، چې كاركوونكي يې بل ځاى د كار اجازه او په بل ځاى كې د نوم خپرونو اجازه نه لري، كه څه هم ځينو كسانو ته دا امتياز موجود و، خو ما ته يې وويل يا به په بي بي سي كې كار غواړې، يا هم هوسۍ.
ما هغه وخت ورته وويل چې زه هوسۍ نه پرېږدم، هغه وو چې وروسته له دې دفتر سره مخه ښې ته اړ كړاى شوم. ما بيا هم هوسۍ پرېنښوده، بيا چې يونيم كال مخكې كندهار ته راكډه شوم، اسانتياوې مې بېخي لږې شوې، په كور كې مې هم اقتصادي ستونزې زياتې شوې او د هوسۍ د بندېدو نور لاملونه مې د وروستۍ دوولسمې ګڼې په سرليكنه كې ښوولي دي.
په پښتو ليكنو كې زما يوه ټكي ته پام وي، چې ستاسو په ليكنو او هوسۍ مجله كې هم وو، هغه دغه د تعصب خبره ده، يانې داسې ويل كېږي چې د پښتنو حق خوړل كېږي، خو ځينې بيا وايي چې پښتنو خپله خپل حق نه دى پېژندلى، ستاسو په اند دغسې مبارزه چې د پښتنو حق خوړل او حق اخيستلو لپاره كېږي، ته د ملي يووالي او يوه افغان ملت جوړېدو لپاره به ګټه ولري، كه تاوان؟
¾ كه چېرې بحث ډېر سياسي نه شي دومره به وايم چې خلكو ته سياسي شعور وركول ډېر ضرور دي، په دې برخه كې د رسنيو ونډه زياته ده، موږ نه شو كولاى د خپلو خلكو سترګې پټې وساتو، خو دا شعور وركول بايد په معقوله بڼه ترسره شي، د ملت جوړونې حس بايد په ټولو افغانانو كې غښتلى شي، ډېر لاسونه په موږ كې كار كوي، چې د قبيلو او قومونو ترمنځ تفرقه اچوي، خو د يووالي لپاره هم هڅې په كار دي. يو تريخ حقيقت چې بايد وويل شي دا دى چې پښتنو خپله خپل حقوق په سمه توګه نه دي پېژندلي، كه پېژندلي يې هم دي، د ترلاسه كولو لپاره يې اقدام نه كوي.
موږ او تاسې شاهدان يو چې د همدغو مطبوعاتو په زور ځينې كسان د وزارتونو له څوكيو راغورځول شوي، دا ځكه چې دا څلورمه قوه ګڼل كېږي. د ځينو تل راسره دا جګړه وي چې هوسۍ مجلې ګواكې يوازې د يوه قوم ګټو ته كار كاوه، دوى داسې فكر كوي چې په هوسۍ كې د نورو قومونو پرضد خپرونې كېدلې، خو زه فكر كوم دوى هوسۍ سمه نه ده كتلې، دا سمه ده چې يو څوك به د پښتنو د حقوقو د دفاع لپاره هڅې كوي، خو د يو چا له حقوقو دفاع د تعصب مانا نه وركوي، خپل خلك پوهول او سياسي شعور وركول كومه ګناه نه ده، دا زموږ مدني حق دى.
نوره نړۍ موږ د افغان په نوم پېژني، خو په هېواد كې دننه لږه ستونزه موجوده ده چې زه فكر كوم د بهرنيو هېوادونو لاسوهنو له كبله ده. دا مهال چې پښتنو ته كومې ستونزې متوجه دي، له كبله يې نور قومونو هم دردېږي، تاسې ګورئ د طالبانو له لوري دغه قوم ته دومره بدنامي وراړول شوې چې تر ډېره به يې دا تور داغ پر تندي پروت وي. نن د نړيوالو تر فشار لاندې دي، د دوى سيمې د بمباريو ښكار شوي دي، د دوى بېګناه ښځې او ماشومان وژل كېږي، هغه كه تر پولو هاخوا دي يا هم دېخوا، نن د يو څو كسانو د ګناهونو په تور د يوه قوم لمنې اور اخيستى، د دغسې حالت د له منځه وړلو لپاره د پښتنو يووالى اړين دى، دوى به تر كومه دا نارې وهي چې موږ اكثريت يو او يا هم پنځه زره كلن تاريخ لرو، دا سمه ده چې ته تر نورو مشر يې خو دا دا مانا نه وركوي چې پښه پر پښه واړوه او د دې لوى نوم په اړخ كې ژوند تېر كړه، ځان غښتلى كړه، لوى نوم او لرغونى تاريخ تا ته څه نه دركوي په خپله له ځانه خوشالخان او اېملخان جوړ كړه.
يانې په دغسې بڼه د پښتنو حق غوښتنه به ته وا د افغان ملت د جوړېدو په وړاندې خنډونه سپك نه كړي او د قومونو ترمنځ به واټنونه ډېر نه شي؟
¾ كه چېرې موږ مثبت او منفي اړخونه وارزوو، زه فكر كوم ګټه به يې ډېره وي، خو كه چېرې د خپل قوم خلكو ته شعور وركوي، دا تعصب نه دى، كه څوك د خپل قوم لوړېدل غواړي يا يې پرمختګ غواړي دا تعصب نه دى، تاسې شاهد ياست چې په ځينو خپرونو كې په پښتنو پسې ښكنځل ليكل كېږي، چې دغه ډول هڅې ملي يووالى زيانمنوي. تاسې وينئ په لويه جرګه كې د ازبكي ژبې د رسمي كېدو په برخه كې پښتنو هم ډېره څه كړې ده، نن سبا ټولو افغانانو ته ستونزه متوجه ده، خو ډېره پښتنو ته.
بيا به ووايم چې د دوى ښوونځي سوځل كېږي، د بمونو خوراك كېږي، دا ولې؟ د دغو ستونزو د اوارۍ په برخه كې بايد هڅې وشي.
د هوسۍ مجلې د چلولو په ترڅ كې له څه ډول عمده ستونزو سره لاس و ګرېوان شوى يې؟
¾خپلو ځينو خلكو كه اقتصادي او نوره معنوي مرسته نه شواى راسره كولاى، خو خپله سپېڅلې مينه خو يې راسره لرله او اوس هم هوسۍ زما د هويت يوه برخه ګرځېدلې ده، غټه ستونزه مې دا وه چې مجله په كابل كې خپرېده، هلته له ډول- ډول غبرګونونو سره مخ كېدم، يوه بېلګه په درته ووايم چې ډېر كسان په خبر هم دي، د 1383ل كال د چنګاښ (سرطان) پنځمه او د 2004م كال د جون د مياشتې 25مه نېټه چې د هوسۍ پنځمه ګڼه مې په پېښور كې چاپ كړې وه او كابل ته مې راوړله، چې د پلچرخي پر زنځير مسوولو وسلوالو سرتېرو درولم، هغوى ويل چې دا مجله وې ټوله په پښتو ده؟ دوى راته ويل تا دا مجله له پاكستانه راوړې، له القاعده او طالبانو سره اړيكي لرې، نور جزئيات يې په مطبوعاتو كې چاپ شوي دي.
وروسته بيا د اطلاعاتو او فرهنګ د پخواني وزير سيد مخدوم رهين له خوا ستونزې راته ولاړې شوې، چې تر اوسه هم هغه دوسيه په جريان كې ده، څو ورځې وړاندې هم يو چا له كابله زنګ راوهلى و، ځان يې نه رامعرفي كاوه ويل چې د كومې محكمې قاضي دى او زه بايد ژر ځان وروسوم، د هغه په خبره په غياب كې دوسيه فيصله شوې ده.
تاسو د هوسۍ معيار ته په كومه سترګه ګورئ،
¾ ما چې د هوسۍ لپاره كوم معيار ټاكلى و، هغه مې نه شواى پوره كولاى، لا هم معيار يې زما په نظر ټيټ و، ځكه دهغه ټاكل شوي معيار ليكنې مې نه شواى پوره كولاى او اكثره به ما ليكنې پيدا كولې هغه به مې خلكو ته وركولې چې راته ويې ژباړي، له ژباړو څخه يې راضي يم.
د بيان له ازادۍ سره ډېرې خپرونې راووتلې، په دغو خپرونو كې تاسو كومې عمده ستونزې وينئ او هغه كومې تجربې دي چې د هوسۍ چلولو په ترڅ كې دې خپلې كړي او د دغو خپرونو چلوونكو ته وړاندې كولاى شې چې په پام كې نيولو سره يې د خپرونې كيفيت ښه كېدلاى شي؟
¾ دغه د بيان د ازادۍ شعار ډېر وركول كېږي، فكر كوم شعاري اړخ يې ډېر غښتلى دى. په حقيقت كې لا هم د بيان ازادي نه ده موجوده.
دا سمه ده چې د دې ازادۍ له شعارونو سره جوخت د خپرونو شمېر زيات شوى دى، خو تاسې ګورئ زياتې خپرونې يوازې موجوده ستونزې رااخلي، پر ځينو چارواكو تشې نيوكې وي، چې دغه- دغه نيمګړتياوې لري، خو د حل لار چا ته نه ښيي، نو دا خپرونې چې يوه ستونزه رااخلي نو په پاى كې دې لږ تر لږه يوه د حل لار هم وروښيي. د اكثرو خپرونو معيار او كيفيت ډېر ټيټ دى، زياتې خپرونې كه راواخلې د لوستلو لپاره يې هېڅ هم نه شې موندلاى. خپرونې زياتې دي ليكوالان كم دي، يا هم كه ډېر دي وخت نه لري، له دې كبله د دې خپرونو چلوونكي له هر چا څخه د ليكنې غوښتنه كوي له دې كبله د خپرونو معيار ډېر پرېوتى دى.
كه مو اوسنۍ دندې ته راشو، نو دغه د ژورناليزم پر ډګر چي دومره زيات بوخت يې، دا دې وچه مجبوري ده كه دې د ذوق لاس هم په كې شته؟
¾ ځينې بهرنيان وايي، كله چې يو څوك وپوښتې چې د ساري په توګه خبريالي دې ولې غوره كړه؟ هغه به وايي زما ورسره مينه وه، يا خلكو ته غواړم له دې لارې يو خدمت وكړم. دا ډېره تكراري جمله ده.
زه له خبريالۍ سره مينه لرم، مخكې مې هم درته وويل چې غواړم د خلكو ږغ پورته كړم، تاسې په ازادۍ راډيو كې زما رپوټونه اورئ زه زياتره د نورو عاجلو پېښو په څنګ كې ټولنيزو مسايلو ته ډېره پاملرنه كوم، دا سياسي او پوځي رپوټونه اسانه دي، زياتره خبريالان مو دېته ناست دي، چې يوه پېښه وشي، بيا نو دوى مخالف او موافق لوري ږغوي، يو څه خپل ليد ورسره زياتوي او رپوټ جوړوي.
ټولنيز رپوټونه ګران دي، لومړى به يوه موضوع ټاكې، هغه به په ذهن كې د لنډې كيسې د موضوع غوندې پخوې، بيا به له خلكو سره په دې اړه مركې كوې، بيا له چارواكو سره خبرې، د خپل رپوټ يو جوړښت به په خپل ذهن كې انځوروې، وروسته به پيل، منځ او پاى او د حل مناسبه لار وركوې، د ټولنيز رپوټ د جوړولو پر مهال بايد خبريال دومره مطالعه او مشاهده ولري چې د خپلو خلكو له كلتور، خوى، ټولنيزو كړو- وړو او اړتياوو څخه خبر وي، چې بيا يې پر بنسټ اسانه حل لار وښوولاى شي او هڅه دې وكړي چې يوازې منفي اړخ ته ورڅخه ځوړند نه شي.
ځينې كسان وايي چې د ژورناليزم ډېر كال د ليكوالو تخليقي او هنري ذوق او ځواك وواژه، ته څه وايې؟
¾ دا رښتيا ده، دېر لوى ليكوالان لرو چې كله يې ژورناليزم ته مخه كړې، نو هغه مخكېنى ريكارډ ته يې سخت زيان رسېدلى دى، خو ځينې بيا داسې هم شته چې د ژورناليزم تر څنګ يې خپلې ادبي او هنري هلې ځلې هم له ياده نه دي ايستلي. په دې حوزه كې خبريالي ځكه يو څه ستونزمن دى، چې پېښې ډېرې دي او سړى نورو خواوو ته خلاص نه وي.
په افغانستان كې ژورناليستيك كارونه يولړ ستونزې او ګواښونه په مخكې لري او ته خو په هلمند غوندې ولايت كې كار كوې، چې هلته جګړه ډېره ده او په دومره خطرناك جنګ كې څنګه ګوزاره كوې؟
¾دا سمه ده چې په هلمند ولايت كې جګړې ډېرې دي او خلك يې په اړه بل ډول فكر كوي، خو زه وايم چې په دغو تاوتريخوالو كې ولس ونډه نه لري، په هلمند كې هم د عامو خلكو په زړونو كې مينه په ټوپونو ده، هلته هم هوا چلېږي، هلته هم خلك هيلې او ارزوګانې لري، يوازې يو څو محدود كسان داسې دي چې نه پوهېږم د دوى ناپوهي يې وبولو كه د ټولنې په وړاندې كركه، چې تل هڅه كوي وراني وكړي، وژنې وكړي.
تر دا مهاله پورې خو مې ګوزاره كړې ده، هڅه مې دا وي چې يو اړخ هم راڅخه خوابدى يا راباندې په غوسه نه شي. بيا هم په هلمند غوندې سيمه كې ژورناليستيك كارونه له سر سره لوبې كول دي، ځكه هم د دولت سترګې په تا كې دي، هم يې د مخالفينو، هم د ځينو عامو خلكو، په هلمند كې داسې خلك هم شته چې هغه ستا ږغ له راډيو څخه اوري فكر كوي چې خبريالان د امريكا خاصو ګټو ته كار كوي، كله- كله ځينې رپوټونه د دولت د مخالفينو پر طبعه برابر نه وي، هغوى بيا په بېلابېلو شمېرو زنګونه وهي چې ته له خپله دينه اوښتى يې، كله- كله يوه ولسوالي د دولت د مخالفينو لاسته لوېدلې وي، خو دولت به وايي چې هېڅ پېښه نه شته، يا دې مخه نيسي او په قهر درته وايي له دې رپوټ څخه تېر شه.
د هلمند پخواني والي انجنير محمد داود يوځل د لښكرګاه د زندان تر پنجرو رسولى يم، هلته مې بنديان پر ځان راټول كړل دوى هم عجيبې كيسې راته كولې، زه په همدغسې پېښو پسې ډېر ګرځم، خو تر اوسه نه يم توانېدلى د يوه خپلواك خبريال په صفت دغه زندان ته لاړ شم او يو رپوټ ورباندې جوړ كړم.
ويل كېږي ځينې خبريالان په ځانګړې توګه په سهيل لوېديزه حوزه كې د ژورناليزم اصول او اخلاق په پام كې نه نيسي، پر ډېرو پېښو سترګې پټويو يا بې پرې نه دي، ته څه فكر كوې؟
¾ دلته داسې خبريالان شته چې د خپل رپوټ د خپرولو اجازه له چارواكو اخلي، ځينو خبريالانو ته چارواكي هر ډول امكانات برابروي، چې دا د ژورناليزم د اخلاقو او سپېڅلتيا پر لمن تور داغ لګول دي، خبريال بايد په هر حالت كې خپله خپلواكي وساتي، د مادياتو په وړاندې دې خپل سپېڅلى مسلك نه پلوري، له بده مرغه دغه ډول ځينې خبريالان د يوڅه مادي ګټو لپاره له خپل سپېڅلي مسلك سره جفا كوي.
ښه نو ستا ادبي چارې پر كوم بريد ولاړې دي؟
¾ يو خو هلمند دولتي اخبار دى، چې په دا يوويشتمه پېړۍ كې هم په حروفچينۍ بڼه چاپېده، هغه له هلمنده راوړم، په كندهار كې يې كمپوزوم، د كندهار په مطبعه كې يې چاپوم، بيا يې وراستوم، بل مې د ملګرو په همكارۍ په هلمند كې د (بست) نامه يو اخبار پيل كړى دى، چې هغه هم په كندهار كې ترتيبوم او چاپوم او هلته يې وړم، بل مې له هلمنده د خپرېدونكې (پګړۍ) د ډيزاين چارې هم پر غاړه اخيستي دي، په انټرنټ كې يوه شخصي پاڼه (ويبلاګ) هم لرم چې هغه هم چلوم، د ځينو ملګرو كتابونه مې تر كار لاندې دي او خپله هم د ځينو كتابونو په ژباړه بوخت يم.
د وروستۍ پوښتنې په توګه، په افغانستان كې خو دې د فرهنګيانو ترمنځ د يوه ډېر فعاله ځوان په توګه ښه نوم ګټلى دى، نو كه د خپل ژوند او كار سيسټم ځوانانو ته تشرېح كړې، چې نور ځوانان هم ستاسو تګلاره خپله كړي، زدكړه درڅخه وكړي او د ډېر مثبت كار جوګه او ستاسو غوندې د ځلاندو نومونو څښتنان شي؟
¾ زه په دې حد كې نه يم ګرانه! خو تر هرڅه مهم د وخت ارزښت ته پام كول دي، يوه مقوله ده چې وخت سره زر دي، دا خبره كېدى شي ډېرو ته عادي واېسي، خو زما لپاره ډېره ژوره مانا لري، زه اكثره وخت چې بېكاره يم د ستړيا احساس كوم او دا حساس مې ځوروي چې ولې مې دغومره وخت بېكاره تېر شوى، زه هر ماښام له ځان سره د تېرې ورځې د لاسته راوړنو حساب كوم، چې كوم- كوم كارونه مې وكړل، زياتره مهال دومره ستړى يم چې ټوله ورځ مې د كمپيوټر شا ته تېره شوې وي، كله كمپوز كوم، كله خپل رپوټونه اډيټوم، فكر كوم كه څوك رښتيا هم له يوه كار او په ځانګړې توګه خپلې دندې سره مينه لري هڅه دې وكړي چې صداقت په پام كې ونيسي او د خپلې دندې سپېڅلتيا دې وساتي، كنه ناكامېږي. كه چېرې څوك واقعاً له خپل هېواد سره مينه ولري هغه ارام نه كښېني خامخا د ورځې څه وڅه د خلكو او هېواد لپاره هم كوي.