په خبرو وطن نه اباديږي عمل په کار دئ
ېوڅو ورځې وړاندې مې د هيواد او هيوادوالو د برخليک په هکله په رسينو کی دسياستوالو او قلم خاوندانو ليکنې تر نظره تېرولې چې ېو ناڅاپه مې ليد دولسمشرپه څرګندونو چی دم ګړې دلوېديزو ملکونو نه په دوره کابل ته راستون شوې وه او د خبريالانو د پښتونو په جواب کې کړې وی ولګېد،ماچی دکرزي د څرګندونو په لاپو او باټو نظر تېراوه د پښتو ېو متل مې را په زړه شووچې واېي (چاچا ځي او نښې پرېږدي)٠
د چاچا خبره داسې ده، واېي هندو دمرګ په پوله ولاړ ناروغ ول ،خپل خپلوان ،چم ګاونډ،ېاران دوستان ئې پوښتنې ته راغلي ول او ګرد چاپېر ېې د کټه راتاو شوي ول ،داسې رواېت دی چې واېي د بدعملو اوبدکارو انسانانو ځنکدن دالله ج د عذابونو سره مل وي،خدای ښه پوهيږي چې هندو به څومره ګناه ګار ول خو ځنکدن ېې دومره سخت وه چې له يوې خواېې زبېرګي او فريادونه کول او د بلې خوا ترې٠٠٠٠روان ول خپل خپلوانو ېې د شرمه ښکته کتل او په ژړا کې به ېې وېل(وائې وائې چاچا ځي او نښې پرېږدي)٠
په کرزي صاحب د هندو کانه شوې ده اوس چې ازرائېل ورته د ګټ په بازو مېلمه دې له ېوې خوا په ارګ کې شاهي خوبونه،د بوش ،براون او د نړې دنورو هيوادونو دمشرانو سره ليدنې کتنې راپه زړه کړي اود بلېخوا دامريکا د نوي ولسمش بارک اوباما څرګندونې چې دده په ادرس ېې کړي چې واېي
(د کرزي حکومت کار نه دې کړې ،فاسد او بېکفاېته ،لړزانه او بې واکه دی،امنيت ېې خراب دی،حکومت ئې تل د بل لاس ته ګوري او په خپلو پښو ېې د درېدو هډو خيال نه شته)چې را په زړه کړي،لېونې شي لاره او ګدر نه پېژني ،کاواک شي او په اوتو بوتو ،لاپو شاپو لاس پورې کړي ،کله د مکر ژړا کوي کله باټې وهي داسې فکر کوي چې ګوندې په دی خبرو به ملت وغولوي او ېو وار به بيا په ارګ کې پاتې شي ،اګر چې په دی ېې سر خلاس دی چې په افغانستان کې ولسمشر د افغانانو په خوښه نه بلکې په واشينګټن کې ټاکل کېږي او ددې خبرې ثبوت دده خپلې څرګندونې دي چې وائي امريکا او نړېوال زبر ځواکونه دې ېا دطلبانو سره د روغې جوړې مېز ته کېني او ېا دې ما له چوکۍ لرې کړي ٠
که د کرزي صاحب څرګندونو او د واشنيګټن کړونو ته زير شو جوته ده چې دکرزي څرګندونې نه دده د مغزو محصول دی او نه دده د خولې خبرې دي بل ېې ورته وائي او دې ئې تکراروي،کرزې په خپلو څرګندونو کې د طالبانو سره په خبرو ټينګار کوي هلته په واشينګټن کې بيا د طالبنو سره د سولې خبې کول ناشونې ګڼي او وائي چې د طالبانو مشر ملامحمدعمر د امريکانيانو په وژلو کې لاس لري ،کرزې د ملامحمدعمر او نورو طالبانو د ژوند ضماتت کوي،واشينګټن بيا افغانستان ته دطالبانو د مقاومت د ماتولو او ملامحمدعمر د نيولو د پاره د نورو وسلوالو ځواکونو په څنګ کې د قومي سيميزو مشرانو او خلکو سره د مرستې کولو په ستراتېژې کار کوي٠
لنډه دا چې تر دې دمه هم د بوش او هم د اوباما ادره ،پوځي مشران او سياسي څېرې په افغانستان کې پېښې او کړکېچونه د زور له لارې فېصله کول غواړي او کرزی په خوله د سولې خبرې کوي،دکرزي څرګندونې او دامريکاېانو کړنې هغه څه دي چې اوس محا ل ئې د طالبانو سره دسولې د خبرو خنډ او د عامه افغانانو او طالبانو تر منځ ېې تاو تريخوالې زيات کړې دی،طالبان دا وائي چې کرزي ېو وخت د اسلامي امارت غړو او افرادو ته هم داسې وېناوې کړې وې
چې ېو طالب مشر او کشر ته به د طالب په نوم څوک ضرر او تکليف نه رسوي په نتيجه کې دوستم او شمالي لنډغرو په لاس ېې په کانتينرو او د جنګي قلا په زېرمو کې په زرګونو طالب په شهادت ورسول او تر ننه ئې چا پوښتنه هم ونه کړه، دا اوس چې واېي د طالبانو سره خبرو ته حاضر دې درواغ وائي،دې نه د مزاکراتو واک لري او نه ېې کله رښتيا وېلي دي په دې نه پوهيږي چې په اوس وخت کې هيڅ شې د چانه پټ نه شي پاتې کېداې ،بی ځاېه او بې مسوليته ځرګندونې درواغ او باټې وهل وړاندې وي او که وروسته ډاګيزه کېړي او نه په دې لاپو او باټو څوک سړی کېړي او نه پې څوک مصنوعي څېره خپله کولاې شي او نه په ملت کې ځائې پېدا کولاې شي٠
دا څو کرښی می په دی خاطر وکښلی چې زمونږ مجاهد ولسمشر حامد کرزی داسې فکر ونه کړي چې ټول افغانان بې تعلمه او کمعقله دي، په څه نه پوهيړي او هر څه چې دې ورته واي او هر څه چې دې کوي سم دي او ټول به ېې مني ،کرزې صاحب په دی باېد پوه شي چې د خپل ملت په سترګو کې خاورې شيندل، درواغ وېل،باټې وهل د ځانه مصنوعې شخصيت جوړل کوم لاس ته راوړنې نه لري ،ښه به داوي چې نور ځان سپک نه کړې د ملت نه عفه وغواړې داسې شاه شجاع هم کړي ول ،کله چې وطن ورته سکروټې او ملت ورته راپورته شوو بياېې خپل نژدې کسان ځانته راوغوښتل ورته ېې ووېل زه د انګرېزا نو بندي ېم څه نشم کولاې خپله توره ېې ورته په مخکې کېښوده ،چې دا د افغانانو توره ده دروائې خلې هر څوک چې ېې ښه چلولې شي ورت ېې ورکړې خو حال به نه واېست،که تاسې د شاه شجاع په شان شهامت وکړې او رښتيا ووائې چې د ټوپکوالو او يا د بل کوم چا بنديان ياست مونږ حال نه وايو ٠