کور / نوميالي / عبدالاحد مومند – پښتو په خلا کې ويونکې د نړۍ څلورمه ژبه

عبدالاحد مومند – پښتو په خلا کې ويونکې د نړۍ څلورمه ژبه

هغه لمړے پښتون چې پاس خلا ته اوختلو. په اول ځل کوم يو انسان په اسمان کې په پښتو ژبه اوغږيدلو چې دغه رنګ پښتو په خلا کې ويونکې د نړۍ څلورمه ژبه اوګرځېدله.
د تفصيل تر مخه ښاغلے عبدالاحد مومند( ١٩٥٩) په ١٣ اګست کال ١٩٨٨ په يوسويوز نومي روسي خلائي راکټ کې اسمان پله پر دې غرض سفر اوکړ چې د افغانستان خلائي جايزه واخلي . په دې خلائي سفر کې هغه د افغانستان د فضائي عکسونو اخستلو سره سره مير نومي خلائي مرکز ته هم سر ورښکاره کړو.
١
هرکله چې ښاغلے مومند په خلا کې وۀ نو مور ئې پسې د غمه ډيره سخته ناروغه شوله. په دې حال چې د افغانستان شهيد رئيس ډاکټر نجيب الله خبر شو نو هغه ئې صدارتي ماڼۍ ته را اوغوښتله اؤ د هوا په چپو ئې د عبدالاحد مومند سره تماس اونيولو اؤ دغه رنګ مور اؤ ځويي سره په پښتو ژبه خبرې اترې اوکړلې.
٢
د بي بي سي سره په خپله يو مرکه کې عبدالاحد مومند په دې حقله په تفصيل سره غږيدلے وۀ . خېبر واچ د جدې استاذے ښاغلے شېراغا شرافت وايي چې هغوۍ څه اووه اتۀ کالۀ وړاندې دغه مرکه خوندي کړيوه اؤ ډېر زر به هغوۍ دغه مرکه زمونږ ترلاسه شي.