دکابل د ښار نن او راتلونکې
د کابل ښار د وګړو دشمیر د زیاتوالې له مخې د 2001نه تر 2008کلونو کې د نړې په کچه لمړۍ ځاۍ لرې .
د1776کلونو په وروستیو کې د د ی ښار د وګړو شمیره دلسو زرو 10.000 تنو په شاوخواکې وه .
په 1880 کې داشمیره سلو زرو 100.000تنوته جګه شوه .
دکورنیو جګړو په پیل (1978) کې دښار وګړې ا وسوه اوپنځوس زره 750.000 تنه وه په داسې حال کی چې دا شمیره په 2001کی دومیلونه او اته سوه زرو او په 2008کال کې څلورنیم میلونو ته ورسیده .
دټول هیواد په کچه دښارونود وګړو زیاتوالۍ تر جنګ وړاندی په سلوکې دونیم 2.5وه ولی دا رقم د2001 راپدی خوا په سلو کې اولس 17ته ورسیدۍ .که د کابل دښاردوګړود شمیرزیاتوالۍ په دې کچه وې نو د کار پوهانو په نظر به ددې ښار د وګړو شمیره په کال 2020کې دو چنده یعنې نه میلونوته پورته شې.
پدی ډول به ډښارونو دوګړو شمیره د کلیو تر وګړو چی نن په سلو کی اتیا یمه برخه جوړوې تر 2045کال پورې زیاته شې .
کابل په کال 1776 کی دکابل د رود او شیردروازې تر منځ په پنډو دیوالونوکی دیو او یا یو نیم کیلو متر په اندازه خاوره کی پروت د هیواد پلازمینه وه .
کابل د یوه قوی مرکزې حکومت د پلازمینه هغه وخت و ځلیدۍ چې د هیواد یو غښتلې او د قوې ارادې څښتن ملې مشر (امیرعبدالرحمن خان) چی اروپاﺉ تاریخ لیکونکی ﺉ د نوی او یو موټی افغانستان بنسټ ایښوونکۍ ګڼې لخوا په 1880 لسیزه کې نور یاغې او خپل سرې اداری مرکزونه په ولایاتو کی وتړل شول .
د فولادی امیر په وخت کی کابل د نظامی ، ادارې ، تجارتې ،مخابراتې ، سیاسې او اقتصادې چارو په یو قوی مرکز تبدیل شو .
د فولادی امیر نه بیاپه سلو ورستیو کلونو کې کابل د یوه پراخیدونکی ښار بڼه غوره کړه چی د کلیونه به خلک ورته را کډه کیدل او ښار به هر کال نور هم پراخیدۍ .
زموږد هیواد پلازمینې کابل ته د هیوادوالو ډله ایز راتګونه او لاملونه دادې :
لمړۍ ـ د 1978نه تر 1992 کال پوری پدې کلونو کې کابل ته د راتګ علتونه به ډیر وی خو اساسی ﺉدادی:
ـ په ولسوالیو او علاقداریو کی د مرکزی حکومت کمزورتیا او یا نه موجودیت ،په همدی سیمو کی د ښونې او روزنی د مرکزونو او د اداری او ا قتصادی موسیساتو د منڅه وړل د دوخت ددولت د کورنیو مخالیفینو او د ګاونډیو هیوادونو (ایران او پاکستان) لخوا .
– په هیواد کی دسیاسی دښمنیو او زور زیاتیو شد ت چی د کلی او ښارد وګړو تر منځ ﺉواټن زیات کړ ،
– د شوروې اتحاد لیونۍ یرغل چې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف ﺉ زموږ هیواد اشغال چی په پایله کی ﺉ میلونونه هیوادوال دننه او بهر ته کډوال شول … او نور ،
دوهم – 1992نه تر 2001 کال پوری . دادوره چی د ښارې وګړو لپاره ډیره دردونکې وه په دوه برخ ویشلی ده او د نورو دورو خلاف په دی دوره کی وګړی د ښارونونه کلیو اويا د هیواد نه بهر کډوال شول : د تنظیم سالارۍ دوره اود طالبانو د تحریک دوره چی دواړې دورې د کډوالو د خوځښت سره تړلی وې .
دریم – 2001 نه تر 2008 کال پورې . د ناتو او د غربی نورو هیوادونو یرغل په پایله کی ډیر افغان کډوال د بهر نه د ښارونو خواته را کډه شول . ددی ګډوالو ډیرۍ د کابل ښار ته راغلل.
دپاکستان او ایران نه دمیلیونونو کډوالو بر سیره پنځه څلویښت زره کورنی کډوال په دی ښار کی میشته دې .
دا ښار د ښاری لمړنیو اسانتیاونه لکه د چښاک اوبه ، بریښنا ، داوسیدو ځاۍ ،کانالیزاسیون ، څړکونه ،روغتونونه او نورو ښاری خدماتو نه بی برخې دۍ .
دښار یواځی په سلو کی دیرشمه برخه وګړی په هغه کورونو کی اوسیږې چی د ښار په ماستر پلان کې شامل دې . د کابلیانو یواځی شل په سلو کې د څښاک پاکی اوبه لرې ، ّهر پنځم کور د بد رفت سیستم لری او …
دکابل ښاروالۍ دښار لپاره نوۍ پلان لری خو د دی پلان د عملې کولو لپاره میلیونونو ډالرو ته اړتیا ده کومې چې درک نه لرې .
اوسنۍ دولت په پام کی لری چی دکابل په شمال شرق کی نوۍ ښار د دهسبز دښار په نامه جوړ کړې چی ټول لګښت به ﺉ د پنځوس میلیاردو امریکاﺉ ډالرو په شاوخوا کی وې بیا هم یکۍ نه سته خو پلان سته …؟
دکابل ښاروالۍ د 2008- 2013 کلونو د بودجې وړاندیز څه کم دوه میلیارده ډاره وه خو د مالیی وزارت یواځې 760میلیونه دالره منلی دی او بس .
د ښار د پراختیا لپاره یوه ګټوره خبره د دولتی څمکو خرڅول دی خو د جهادی تنظیمونواو توپک سالارانو یو شمیر مشرانو ددولت دا اګټوره مرجع مخکې له مخکې نه د ځان او د جهاد د سنګر د نورو ملګرو په ګټه په کار اچولی ده او دا پروسه لاهم جریان لرې بیا هم د حکومت سره د ځمکو د خرڅلاو پلان سته ولې ځمکې نه سته … ؟
ددی ټولو نا خوالو سره سره به دا امید پیدا شوۍ واۍ چې د کابل ښار به د اوسنې ناوړی حالت نه ښه شې که په دولت کی بډې اخیستل او ادارې فساد د ننۍ ادارۍ ټول وجود نه واۍ مسموم کړۍ . دا زما خپله خبره نده . داد یوې نړیوالې مرستندویه ټولنې د یو لوړ پوړې چارواکی خبره ده چی په دی ورستیو کی د افغانستان نه را ستون شوۍ وه او د تلفونی خبرو په ترځ کی ﺉ راته وویل :
دکابل د ښا د بیا رغونی لپاره می د یوې پروژې منظورې تر لاسه کړه او په ډیری خوښۍ مې د پروژی د عملې کولو لپاره د اړونده چارواکو سره خبری پیل کړې خو دکار پر مخ تګ نه لیدل کیدۍ ددې خبری علت چی می و پوښتۍنو پوه شوم جی بیله بډویا ریشوت نه هیڅ نه کیږې نومی دیوه بل مرستندوۍ نه مرسته و غوښته چی دا کار په یوډول … حل کړې . کوم وخت چی می د کار د شروع لپاره د افغانې کارکونکو دکا ر شرایط وپوښتل نو وامې وریدل چې دوې د معاش نه پرته د ورځې 70 ډالره دورځینۍ مصرف لپاره هم غواړې . ډیر خوابدۍ شوم نو می د افغانی لورې یوه چارواکی ته وویل چی تاسو اخیر ولې داسی کوۍ ، موږ دخپلو هیوادوالو د مالی نه ټولی شوې پیسې راوړو او ستاسو د هیواد د بیا رغونې لپاره ﺉ لګوه خو تاسو ددی کارد عملی کیدو مخ نیوۍ کوۍ . افغانی چارواکې په خندا ولی جدې ژبه راته وویل ٬٬تاسو زموږ د هیواد ابا دی غواړۍ ولی زه د ځان ابادی غواړم او بس ٬٬
دده دی خبری ماته د عبرت درس راکړ ….
یادونه : ددی لیکنی لپاره د کابل ښاروالۍ او ځینو نورو دولتی ادارو د موادو ه ه ستفاده شویده . ,www.SAK.se ، Acted