کور / راپور / جنرال رحمت الله (روفی) ولی اودچا په امر له وظیفی لیری شو

جنرال رحمت الله (روفی) ولی اودچا په امر له وظیفی لیری شو

Ahmed Wali Karzai, brother of Afghan President Hamid Karzai, talks on the phone during a press conference in the city of Kandahar, south of Kabul, Afghanistan on Monday Oct. 6, 2008. President Hamid Karzai's brother denied Monday that he has ever been involved in Afghanistan's heroin trade, and accused U.S. officials of fabricating allegations to harm the president. From AP Photo by Allauddin Khan.




 


 


تر کومه ځا ی چه معلومه او ده اودلمر په شان یو روښا نه واقیعت دی چه محترم رحمت اله روفی دافغا نستان دملی فوځ یو باتور ؛غښتلی ؛په وطن مین اوخلگو ته وفادار شخصیت دی او د دغه دریو لسیزو په در شل کی خپل صداقت او وفاداری دعمل په ډگر کی په ډیره میړانه ثا بیته کړی ده چه دده دصدافت او وفادری ځخه هیځو ک ستر گی نشی پټو لای .محترم ډگر جنرال روفی صاحب تر هر بل ځه وطن اوخلگو ته خدمت کول ډیر مهم گڼل نوموړی هیځکله دشخصیت پر ستی روحیه نه درلوده دا ځکه په دغه دریو لسیزو کی ډیر رهبران اوډلی ولاړی او راغلی ولی دی ده هیځ یوی ډلی سره نه ولاړ او نه دکو می مشخصی ډلی اویا گروپ سره را غلی یوازی دیوه مستقیل شخص په تو گه ئی خپلی وظیفه ته ادامه ورکړی ده .محترم دگرجنرال روفی صا حب دهیواد او خلگو هغه صادق اووطن دوست افسر دی چه دکار او فعالیت په جریان کی ئی دهیواد په بیلو بیلو سیمو کی په ډیرو لوړو نظامی او ملکی مقامونو کی دمستقیل شخص په تو گه وظیفه اجرا کړی ده نوموړی بیت المال دخلگو مال او اما نت گڼلی ده اوهیخ نوع ناوړه استفاده یئ دځان په شخصی گټه نه ده کړی .دهیواد په داخل اویا ده هیواد ځخه دبا ندی هیځوک دا نشی ویلا ی چه نوموړی دی ده نورو په شان دشخصی ماڼی گانو،کاروان سرایونو،ترنسپورتونو،اویاد شخصی حسابونو مالک په دوبی اونوروخارجی با نکونو کی وی .
محترم جنرال رحمت اله روفی دهغو والیانو په ډله کی نشی را تلای کوم چه دولایت دمقام له دفترونویئ دتریاکو اوهیروینو دراکړی ورکړی مغازی جوړی کړی دی .دلته می دهیواد دیوغښتلی اوتکړه لیکوال ډاکتر صاحب فارق عظم یوه لیکنه را پیاد شو کوم چه دبینوا په سایت کی ځه وخت دمخه خپره شوی وه او په هغه لیکنه کی را غلی وچه زمونږ په هیوادکی داسی والیان هم شته کوم چه دهغوی د کار له دفتر ځخه یو وخت ده 8ټنو په شاوخواکی تر یاک ترلا سه شوی وء . .
د کندهار والي رحمت الله روفي هغه وخت له خپلې دندې ليرې کړاى شو، چې د ډسمبر په لومړيو کې يې له احمد ولي کرزي سره شخړه راغله، ستونزه د کندهار په دوراهي سيمه کې د ځمکې پر سر رامنځته شوه. احمد ولي کرزي او ورنژدې کسانو يې غوښتل دغه ځمکه خپله کړي خو والي يې مخالفت کاوه، تر لانجې شل دقيقې تېرې نه وې چې له کابله ټليفون راغى او نوموړى کابل ته وروغوښتل شو او له دندې ليرې کړاى شو.
تر دې مخکې د سپين بولدک د ولسوال ګل محمد بدلون هم د لانجې يو اړخ ګڼل کېده، چې د هغه تر ليرې کېدو وروسته د سرچينو په حواله چې د نشه يي موادو قاچاق او لېږد رالېږد ته څو برابره زمينه برابره شوه .فرانس پریس اژانس دراپورله مخی چې وائی دافغانستان دستراتیژیک ولایت ، کندهار والي وايي چې له خپلې دندې د دې لپاره لېرې کړای شو چې ده په خپلو کارونوکې د ولسمشرکرزي د ورور پرلاسوهنو اعتراض کړی وو.
رحمت الله روفي چې پخوا داردو صاحب منصب وو، دکندهار دولایتي شورا پرريیس احمدولي کرزي تور ولګاوه چې په کندهار کې یې د ده لپاره خنډونه جوړول خو احمدولي کرزي تراوسه پوري درحمت الله روفي د تورونوپه باب څه نه دي ویلي .جنرال روفي وویل چې زه دولسمشرکرزي په مستقیم امر دکندهار د والي په توګه له خپلې دندې څنګ ته شوم .
دا په داسي حال کې ده چې مخکې ښاغلي روفي رسنیو ته ویلي ول چې یوچا له کابله تېلفون ورته وکړ چې نور والي نه دی اوده ټېلفون کوونکی ونه پېژانده اوښاغلی روفي اوس وايي احمدولي کرزي به زما په کارونوکې لاسوهنه کوله خوکله چې ما ورسره مخالفت وکړ، له کاره برطرف شوم . .
د والي د ټاکلو او ليرې کولو مسووليت په کابل کې د کورنيو چارو وزارت او اداره امور لري چې مشر يې ښاغلى پوپل دى، چې په قبيلوي لحاظ د ښاغلي کرزي له کورنۍ سره تړلى کس دى او دا هغه مسئله ده چې احمد ولي کرزى تر ډېره ترجېح ورکوي.
د کندهار ليرې کړل شوي والي رحمت الله روفي، چې درې مياشتې مخکې په دې دنده وګمارل شو، د هر ډول اصلاحاتو راوستلو ژمنه وکړه. خو هغه رسنيو ته په ډاګه کړه چې احمد ولي کرزي يې په چارو کې په مستقيم ډول لاسوهنه کوله.
که څه هم احمد ولي کرزى وايي چې د والي په چارو کې يې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې، خو تر دې مخکې ګل اغا شېرزى هم له ورته ستونزې سره مخ شو، چې د ګل اغا شېرزي له تګ سره په کندهار او شا و خوا ولايتونو کې امنيت او بيارغونه له صفر سره ضرب شوه.
اداري فساد دلته دومره اوج ته ورسېد چې ټولې ادارې د ولايتي شورا مشر احمد ولي کرزي ته سر ټيټوي، هره ناروا يې پټوي او هر ډول غيرقانوني کار ته يې د قانون رنګ ورکوي. په کندهار او شا و خوا ولايتونو کې د ښاغلي احمد ولي کرزي داسې يوه مافيايي کړۍ فعاله ده چې څوک د ده په اړه هېڅ هم نه شي ويلاى او رسنۍ هم په دې برخه کې چوپه خوله دي.
افغان ولسمشر ښاغلى حامد کرزى چې د خلکو په رايه ټاکل شوى او ژمنه يې کړې وه چې د ولس هرې غوښتنې ته به لبيک وايي، په حقيقت کې د خپل نازولي ورور يو ناز هم پر ځمکه نه اچوي او د هغه پر هر غيرقانوني کار او عمل يې پرده غوړولې ده، په لسګونو قومي مشران، فرهنګيان، روشنفکران او نور استازي حامد کرزي ته ورغلي خپل ګرېوان يې ورته څيرلى او د احمد ولي کرزي شکايتونه يې ورته کړي دي، خو ښاغلي ولسمشر په دې برخه کې هېڅ هم نه دي کړي. که څه هم په ظاهره يې ويلي وو په دې برخه کې به جدي اقدام کوي.
احمد ولي کرزى چې په اصل کې د کندهار مطلق واکمن دى هغه څوک دى چې نړيواله رسنۍ يې د نشه يي موادو په قاچاق، په ځينو وژنو کې په لاس لرلو تورنوي . د کندهار تر نيمايي زياته برخه غصب شوې چې د ښاغلي احمد ولي کرزي او نورو زورواکو بنګلې په کې ولاړې دي او زياتې برخې يې پلورل شوې دي.پای

تبصره نسته

  1. سلامونه ګرانو ! والله چي د احمد ولي وکارونو ته سړي وګوري چي اوس
    يي هم لږ څه ورسره کړي دي او د ښاغلي او ګران جنرال صاب رحمت الله روفي ورور يي
    بايد ډير شکر اداکړي چي وژلي يي نه دي ځکه احمد ولي خان په محکمه کي د مرګ حکم
    يوډيره اسانه حکم دي او ډير يي په همدي حکم محکوم کړي دي په کندهار ښار کي چي هر غل
    ټينګ سوي سمدلاسه يي پخپله خوله ويلي چي په ما احمد خبر کړي او د احمد ولي د خبر
    يدو سره سم هغه خوشي سوئ .

    که څه هم چي داغله د بل هيواد وي چي ښه مثال يي غل نور محمد دي چي
    څه موده مخکي په کندهار کي ونيول سوبيا د احمد ولي خان په ضمانت خوښي سو او ښي
    بيلګي دده د غلاوو او قاچاکبري ښاغلي عبدالله کندهاري څه موده مخکي د طلوع تلويزون
    سره په يوه مرکه کي په ډاګه کړي چي ويل دډيرو لوړ پوړو چاواکو حتي د عبدالحکيم جان
    په مرګ کي هم دده لاس نه بلکي خپله يي مشر وو او دا بي معنى اوسنجشته دسيسه يي جوړه
    کړي وه چي پکښي بريالي هم سو او غالبا په دي دسيسه کي به پخواني والي اسدالله خالد
    هم وو چي تر ده يي ډير غټ غټ کارونه تر سره کړي چي يو يي د پنجوايي وخلګو ته د
    تصفيوي عملياتو په موخه دري مياشتي مخکي ملکي خلکو ته خبر ورکول چي ځاي پريږدي خو
    اسدالله خالد چي کله وخت تير سو اودري ورځي پاته وي عملياتو ته ملکي خلګو ته وويل
    چي ځايونه خالي کړي مونږ عمليات کوو.

    (امريکايانو اسدالله خالد ته ويلي وه چي مونږ په پنجوايي کي
    عمليات کوو خلګو ته خبر ورکړه چي په دريو مياشتو کي داسيمه خالي کړي خو اسدالله
    خالد دوي مياشتي او اووه مويشت شپي داغسي ناست وو کله چي عملياتو ته دري ورځي پاته
    وي ده خلګو ته خبر ورکړي . او د امريکايانو ړندي الوتکو ډير ملکي کسان دخاورو سره
    خاوري کړل کرزي صاب که نن دځنوځايو مشران ليري کوي او ځني برطرفه کوي دابه تر څو وي
    د ګل اغا شيرزي بر طرف کول همدا ډول د نورو چارواکو .

    کرزي  صاب که خپله بقا د احمد ولي خان کي ويني سل فيصده غلطه
    ده ځکه چي احمد ولي خان خپله د کرزي صاحب په خاطر داټوله کارونه کوي او بل چي اوس
    په هر ځاي کي څه ملګري ناست وي چي ورور انتخابات خو رانيږدي دي رايه چاته ورکوي
    سمدستي سپکي شروع کړي وايي چي مخکي مو چاته ورکړه څه يي راته وکړه چي اوس يي بيا
    ورکړو ملک ته سپکي وايي خلګوته سپکي وايي خو ځني بيا وايي چي په دي خومو غاړي
    بنديږي چي ملک تبعه يو خو رايه نه کاروو ددي خبري د اوريدوسره سم د ځنو ملګرو اواز
    پورته سي چي مخالف لوري ته به يي ورکوو چي دي (کرزي صاب ) يي ونه ګټي او ځني خو بيا
    وايي چي زه مو خپله رايه ويوي ښځي کانديدي ته ورکوم چي لږ خو زړه سوانده وي ښځه
    ګوندي خداي وي چي پر دا بي ګناه خلکو پر وژنه او دهغوي په اور کي کړونه يي زړه
    وسوځي او رحم يي پر راسي چي ددوي دپاره يو څه وکړي اوهغه نتيجه هم ورکړي .خو به هر
    حال کله چي ددوي څخه پوښتنه وسي چي ولي ورور سپکي وايي هغه بل وار دي وکرزي صاب ته
    رايه ورکړي خو اوس بيا سپکي سپوري وايي دي سمدستي وايي چي ده زموږ دپاره څه وکړه د
    څه خبرو کولو ورسته چي ريښتيا هم داسي څه نسته چي سړي واي والله چي داکار يي وکړي
    نو د مقابل لوري له طرفه وايي چي ښه پلانکي کار که يي په وس ندي پلانکي که ندي نو
    داحمدولي خان خو به ليري کولاي سي که يا ؟

    نو کرزي صاب ته مي مشوره داده چي دا برطرفه که ،که نن نوي سبابه
    يي برطرفه کوي او سبا نوي بل سبا او که دا هوډ د ځان سره کړي وي چي نه والله که يي
    ايسته کړم نو دي ډير خلګ وغولول په والله که د امن ،سولي ،ورور ګلوي او بيا رغونوي
    په نيت راغلي يي يايي نيت لري بيله خلګو د خطايستلو او غولولو او ددي افغان او
    مسلمان ملت د شکنجه کولو علاوه د کوم بل کار او اسلامي حکومت د خراپولو او د پښتنو
    دمشرانو د له منځه وړولو په نيت
    خو ګرانو ډير څه سته چي بايد وويل سي خو وخت
    ياري نه راسره کوي

  2. ګرانو ورونو،
    نه رووفی وطنپال او بې پری سړی دی، او نه د کرزي ورور کوم ایډیال سړی دی. رووفي د کارمل نجیب د پرچمي ډلې یو سست عنصره صاحب منصب دی چې اوس هم د ک، جی، بي سړی دی، او برطرفی یې غوره ده، خو باید پر ځای یې د خالدپه شان سړی ونه ټاکل شي.
    احمد ولي هم د کرزي، هم د کندهار او هم د پښتنو لپاره یو د شرم ټکی، خو د رووفي په شان یو روس پالي بر طرفی یې ښه کار کړی دی، چې اوس هم نه دی پوه شوی چې روس د پښتون زغم نه لري، ولو که ډاکټر نجیب يا رووفی هم وی. له روان نه غواړوم چې د ډاکټر نجیب د شهادت او د رووفی د وطنپالنې کیسې پښتنو ته نه کوي، دا هغه څوک دی چې روسانو به کله خپل ظالم عسکر محاکمه کول، دوی به ورته ویل، دا ټول ملت اشرار دی، دوست عسکر باید د دوی په خاطر محاکمه نه شي.
    مننه

  3. Rahmatullah Rawan warora der d kochoniano pa shakel de tapsera kare da kho la dena de khpal badar khoshala kar. Serf HAQ waya HAQ, pa de che zmong pa sar yow sog shta che har sa wini aw da haghe noom ham HAQ dey.

  4. rawan sahib salamona
    grana wrora por mozh da rofi sahib woo da wali karzi ,aow da shirzay his farq nasta ,albata da aqiday la palwa, kho da ba wa manam chi waqian shirzay da kandhar pa bya ra ghawana ki kar karday day ,
    grana wrora za ma wa yaw malgari ta ahmad wali wayali wa chi war sa da 5 nahiya da policeo ma moryat dar kawam kho wa mata da haftay so, so, paisay rakawee?ta chi har sa kawee azad ya , kho za ma haq ra kawa,no wrora,kashki day ham da shirzay pa raqam way ,hagha aqida kho day woo allah chi sa saza allah war kawee,aow dasi da kandahar khalag so so wara wa hamid karzai ta da da tola reportona war karday di ,kho his faida ya na da karday ,aomaid day wa allah chi dasi ghazyan ba paida say laka mulah bakht mohamad chi wrak soo cha ya da badan yawa tota ham na krda payda, day ba ham dasi wrak say,kho da apsos khabra da da ,chi kashki da 2 sha shojah gan pa kandhar ki na wayi paida sawee,

  5. گرانو ورونو سلام! لکه سنگه چی تاسوتبصری کری یوی هم خوند رانکر . خویوی خبری دیر خوند وکر او هغه داچی الله هر سه وینی او هغه حق دی
    په هر حال گل آغا شیرزی کومی رغونی چی په کندار کی کری دی هغه دیر وخت او بیا دیری پیسی لرلی خوار روفی خو په 35 کلونو دنده کی یو کور هم نلری اوبیا په دریو میاشتوکی بیا رغونه نکیزی له نورو خبرو نه به مونز تیر شو
    رازو اسدالله خالدته هغه خو خوار اومظلوم کندهار چور کو او اوس وزیر دی که رشتیا راباندی وایی ورور جانه هغه سوک چی چور وکری او غلا وکری نو هغه دیر شه سری دی اوبیا هغه کس چی غلا نکوی او کومی دلی پوری ترلی نوی نو هغه دیر ناتوانه او بیکسه کس دی
    مننه عبدالله ایری

  6. كندهار دپښتنو مركز او لوي تاريخي ولايت او دميړنيو پـښتنو مركز دي ،دافغانستان په تاريخ كي فعاله اوټاكونكي برخه اخيستي ده ، ډير تكړه او تاريخي شخصيتونه تر ي راپورته سويدي ، چي اولس او تاريخ وربآندي وياړي ،دامريكايانو تر ير غل وروسته كندهار دټولي دينا دپاملرني وړ شو ، ورستي تاو تريخوالي هم لمړي له لو ي كند هاره را پورته سو ،
    او تر اوسه پكي ستونز من شرايط روان د ي،
    كرزي دير غلګرو په پوره مرسته او دهغو ي په ملاتړ وميدان ته راوستل سو ،تاسو به دكرزي پيژندګلوي ويلي وي سي ده په هند كي تر زده كړي وروسته كومي دولتي او دخلګو دخدمت دند ي ترسره كړي دي ،دوهم كله سي پاكستان ته ولاړي نو يي په تنظيمونو كي دفتري كارونه كول نه داسي دوي نوروته لار ښوني كولي يا يې هغوي رهبري كول ؤ ديوه عادي سړي تر لاس لاندي كار كاوو ،وروسته دپاكستان اي اس اي ته جذب سو سي داخبره خپله دپاكستان د استخباراتو پحواني مشر جنران اسلم بيګ كړيده له هغوسره تر ښه كار كولو او دهغوي د افغاني صد سياست په پلي كولو كي تر ډيره بريد ه بريالي وو وروسته د امريكار څآر ګري ډلي او سازمان سي اي يې ته وروپيژندل سو ،دهغوسره يې په پوره اخلاص كار وكو ، دي دكوټئ په نوي اډۀ ستلايت تاون كي دانګليسي ژبي دزده كړي ښونكي وو او هلكانو ته بۀ يۍ انګليسي ويله وروسته
    داي ايس اي په مرسته امر يكا ته ولاړي ، هلته تر روزني لاندي ونيول سو ،دكورني شهرت په اساس او د ده دسازش او قدرت غوښتني اومعامله ګري سياست په اساس پخواني پا چا دپاملرني وړ سو .هغه ټكي سي هغه پكي وليدل سي كولاي سي امريكايي سياستونه ښه پلي او ورته پوره وفاداره وا ه اوسي .دونه افغاني تيز ه روحيهافغاني شخضيت او عظمت او پښتانه خويونه يې نه درولودل سي دوطن او خلګو په خاطر دپرديوپه وړاندي ودريږئ شخضي او دپردو تر ګټو ملي اودوطن او خلګو ګټو ورته اهميت نه درلودنو ځكه پا چا او امريكايانو ته ډير ښه غلام په نظر ورغلي سي تر يو ه مهاله دوي تر ګټۀ پورته كولاي سي ،
    دي دبن په نام نهاده او دامريكا انګليس په غوشتنه دانګليس دپخواني ملګري او او غلام په پوره مرسته بآندي دافغانستان ولس مشر دظاهرشا په غوښتنه او دامريكا په منظوري وټاكل او پر افغانانو تحمل سو . دتوري توپ تياري او بمونودزرګونو افغانانو په وينو لمده ځمكه بآنيد ي كابل ته راوستل سو ،دده كړني ټولو هيواد والوته مالومي دي سي ځوڼۀ يي دپښتنو په سرنويشت لو بئ وكولي ،
    اوس دا په ډاګه سوه او وروورو په ډآګه كيږئ سي كرزي ولي له شمالي ټلوالي سره معامله كوله او دسازشونو او مصلحتونو سياست يې غوره او دپښتنو سره ملي خيانتونه وكول سي او س هم هره ورڅ په لسګونو بئ ګنا هيواد وال وژل كيږئ ،كرزي دشمالي ټلوالي هر امر دسر په ستر ګو مانه اوپلي كاوو،داپه دي خاطر سي :
    كرزي دقومي قبيله يې اوخانداني ګټو ساتل غوره كړل ، خپل خپلوان سي ډيري يې غله تو پكيان ، قاچاقبران،ليوان داړه ماران او دخلګو په وينوسره لاسونه او ملي خاينان وو او دي په شاوخوا راټول كړل ، په لوړو دندو يي وګمارل اوهرډول اخيتارات يې وركړل ،دخلګو په ستر ګو كي دمكر خاوري وشيندلي او ده خپله په تلويزون كي د تمسا اوښكي تو ي كړي خلګ يې دتمسا په او ښكو وغوله ول او لاندي يې خپله قاچق بري او خانداني سياستونه پياوړ ي كړل ،له ده سره دظاهرشا له خواوركړلي سوي خانداني مفكوره وه سي هغه په 40 كلونو كي افغان اولس په تورتم كي ساتلي او خپله كورني يې پر ټوله افغانانو بآندي واكمنه كړي وه ،
    شمالي ټلوالي سي وليد كرزي خانداني سياستونه پر مخ بيايي او دخپلو دكورنيو دغړو په لوړولو او واك وركولو بآندي لګيادي نوي دوي هم په پوره زړه ورتوب پايځئ را بډوهلي او خپلوسمتي او سيتمي او افغاني صد سياستونو اوپاليسيو په پلي كولي پسي سول سي داده پايله يې اوس تاسو دسر په ستر ګو بآندي ويني ،سي په ټول توان دپښتنو په صد كار كوي ،كه كرزي كلك ملي سياست او لاره غور ه كړي واي داستونزي منځ ته نه راتلي ،خوده داكار نه سواي كولاي ځكه طاهر شاهي خانداني مفكوره ورسره وه ،نو ځكه كرزي دخلګو په سر نويشت لوبئ وكولي او دمصلحتونو لاره يې غوره كړه .
    پښتانه متل كوي : مار چي هر ځونه كوږ ولاړ سي دغارخولي ته سي راسي خپله سيده كيږئ . دكرزي دسيده كيدو مهال رارسيدلي دي ډئر كوږولاړي ډئر يې خلګ تير ايستل او خلګ وپوهيدل سي ده خانداني زوړ وروست سياست غور كړيدي څكه په هيواد كي سوله نه را ځي او حالات ورانيږئ ،
    كرزي خپل ورورـ سي ټول ميړني كندهاري عزيزان تري پوزي ته رسيدلي او ددي كرغيړني غلامي او قا چقبري څيري په شتون له شرمه پورته نه سي كتلاي ، ولي كرزي دكندهار په تندي تور دا غ دي دكندهار په پاكه ميړني او توريالي لمن دغلامي هغه ټكي دي سي نارينه ځۀ كندهاري پښتني ميرمني او پيغلي هم وربآندي شرميږئ ،
    تاسي په پاك زړه او كلكه عقيده ولاړ سي د احمدشا بآبآ مير ويس نيكه او ددي نژدي ميړنيو بينو ا صاب رشاد صا ب او نو رو ميړنيو قبروته كيني غوږ ورته ونسيږئ دكرزي دناوړو پاليسيو او كر غيړنو اعمالو له وجي په قبرونو كي ژاړي هغي تور خاوري ته پورته نه سي كتلاي .
    داسي مالوميږئ سي كرزي په امريكاكي ډئر اقتصادي ستونز ي درلودي او ده خپله هم ويل موږ يو هوټل لرو هغه مي دوروڼو دي زه يې نه لرم نو او س په امريكا كي دښه ژوند كولو لپاره بۀ يې ډير ځه تر لاسه كړي وي وروڼۀ يي دپيسو دراټوله ولو لپاره په ښو دندو ګمارلي دي ،
    ټول افغان اولس داحمدولي كرزي او دكرزيزم په خلا ف ولاړ او ددو ي دخاينانه عملونو نه پوزي ته رسيدلي دي ،
    وايي پكه دادي لا بله سپكه ،
    په ننګر هار كي هم دكرزيزم دپياوړتيا لپاره هڅئ رواني دي ، كرزي په ننګر هاركي دظاهر شا والي عزيزالله واصفي ته فرمان وركړيدي سي دننګرهار دګمرك در ي جريبۀ ځمكه دي و واصفي ته وركړله سي ،واصفي ته ولي دا فرمان وركول كيږئ ايا هغه افغان مها جر دي سي سرفنانه لري ؟هغه مظلوم افغان دي سر كورني يې امريكايانو په بمونو اوزولي ده شهيدان كړيدي ؟
    كه يې په ريښتني ډول خلكو هيواد ته ملي اتلوالي راوړي ده ؟ ځه امتيازات دي لري سي دا دګمرك دميلنونو افغانانو حق ورته وركول كيږئ ؟
    دي نور هيځ امتياز او هغه دكندهاري خبره خانه نه لري يوازي په كرزيزم پوري تړلي دخانداني سياست پلي او پياوړي كونكي دي .كرزيز م په دي پوهيدلي دي سي نوريي اخيري او ملت بآورنه وربآندي كوي نو خپلي كورني غړوته بآيد سي ښه دولتي جاديدادونه وركړي تر ځو په اقتصادي توانمندي كي په عيش او عشرت كي ژوند او رونور و هيواد والو په اقتصادي ډول واكمني وكوي . داددوي له تور و ځئرو دپردي دپورته كولو مهال دي سي هر جير ي لاس اچولي دي ، ننګرهاري ميړني خلګ په ميړانه ورته ولاړ دي سي مو دادولتي ځمكي تاسوته نه دركو و .افرين پر ميړنيو ننګرهاريانو ، ورته كلك سي دليوانو په ستر ګو اغزي سي ،
    دكندهار ميړني اولس ددو ظلمونه اوخيانتونه دسر په ستر ګو ويني خو له ويري ځۀ نه سي ويلاي ،يوه ورڅ بۀ داد صبر كاسه پيمانه سي دكرزيزم تور او ناوړ و غلامو ځيروته بۀ دپاي ټكي كيږدي ،
    كرزيزم په كندهاركي دجايدادونو په را ټولو لګيا دي
    كرزيزم دما فيا فعاله او پياوړي رهبري ځوا ك دي
    كرزيزم دكند هار په لمنه دشرم او پيغور تو ر ټكي دي
    كرزيزم دهر ډول ټولينز او اخلاقي فساد سرچينه ده
    كرزيزم دپښتون اولس په سر نويشت لوبئ كونكي دي
    كرزيزم دغلامي ژوند داوږديدولپاره دپښتنو دوينو پلورنكي دي
    كرزيزم هغه توري تاريخوهلي غلامي ځيري دي سي ټول افغان ملت وربآنيد شرميږئ ،
    ګرانو ميړنيو كندهاريانو :ددي ملي تو ر و تاريخو هلي څيرو په خلا ف خپل غږ راپورته كړي ،
    دبئنوا صاب او رشاد صاب اونور ميړنيو سره مرسته وكړي سي په قبركي ددي تو رو ناوليو ځيرو څخه شرميږئ،دميړني اتلان له دي څور نه وژغوري ،
    تاسوته دټولوپښتنو دهيلو ستر ګي نيولي دي نو په افغاني همت او پښتني غرور اوميړانه را پورته سي ټو ل اولس موتر شاولاړ دي .
    كه دخدا ي رضاو و دا كرزيزم بۀ ډير زر دخپلو ناوړ و خاينانه اعمالو په سزا ورسيزي ، دو ي نو ر دخلګو په ستر ګوي كي خاوري نه سي شيندلاي .
    دكرزيزم دتيمسا په اوښكو مه غوليږئ ،
    كرزيزم دپښتنو په لوړه شمله لوبئ كول دي .
    هيواد دي په دي بآنيد ي وپوهيږئ سي دغوميراثي غلامانو ځه ويل ځۀ يي وكول نوربآيد ددوي په تيمسايي او ښكو ونه غوليږئ
    په راتلونكو ټآكنو كي داسي څوك وټآكي سي ملي افغاني روحيه ولري
    اوستاسو په سرنويشت لوبئ ونه كوي ،كه غلام وي هم سي نر غلام وي
    داسي غلام نه سي هر ځۀ دبآدار ومني
    دګران افغانستان دابآد ي ملي يوالي خپلواكي په هيله .
    دټولو ملي خاينانو او دملت دليوانو دناوړو څيرو او عملونو درسوايي په لور،

  7. Gano watanwalo salamona aw neki heli
    za ghwaram wawayam chee ka khta na sam da genral rawofi hagh sarey day chee da B. karmal pa wakht kee pa GARD kee afsar wo aw ham da Dr najeb pa wakht kee, aslaa Waradak pashton day, kho la Genral Azimi, Genral Hasas aw Genral aolomi sara pa nezhdee taraw da MASUD da eatebar war wagarzeda.
    Da TALIBANO pa wakht kee yee la DOSHANBE La BBC sara khabaree awredalee sawe aw da Talibano la matee wrosta da Asif Delawar pa mrasta berta pa pawz kee manal saway aw bya da Aolomi pa haso pa Kandahar kee Qomandan moqara so…aw wor posee Wali

  8. سلام ګرانو کرزي داڅو کاله ډيره ناوړه کارونه وکړل چې هرچاته څرګند دي کرزي يوازې دخپلې کورنۍ په درد وخوړل او بس .نور يې په واکمنۍ کې دپښتنو ناوې شهيدانې شوې ، ماشومان يې ترخاورو لاندې شول او دافغانانو وينې وبهيدې په دې ټولو کې دښاغلي کرزي لاس دى . نوموړې دپښتنو په حق کې هغه تيرى وکړ چې دافغانستان له جوړښت راپه دې خوا نه وو شوي . نوهيله ده چې افغانان په خپله وپوهيږي ،ځکه په کرزي خو نوروخت تيرشوى او له دې وروسته هيڅ نه شي کولاى مننه .

  9. سلام ګرانو کرزي داڅو کاله ډيره ناوړه کارونه وکړل چې هرچاته څرګند دي کرزي يوازې دخپلې کورنۍ په درد وخوړل او بس .نور يې په واکمنۍ کې دپښتنو ناوې شهيدانې شوې ، ماشومان يې ترخاورو لاندې شول او دافغانانو وينې وبهيدې په دې ټولو کې دښاغلي کرزي لاس دى . نوموړې دپښتنو په حق کې هغه تيرى وکړ چې دافغانستان له جوړښت راپه دې خوا نه وو شوي . نوهيله ده چې افغانان په خپله وپوهيږي ،ځکه په کرزي خو نوروخت تيرشوى او له دې وروسته هيڅ نه شي کولاى مننه . مايار له کابله

  10. سلام ګرانو کرزي داڅو کاله ډيره ناوړه کارونه وکړل چې هرچاته څرګند دي کرزي يوازې دخپلې کورنۍ په درد وخوړل او بس .نور يې په واکمنۍ کې دپښتنو ناوې شهيدانې شوې ، ماشومان يې ترخاورو لاندې شول او دافغانانو وينې وبهيدې په دې ټولو کې دښاغلي کرزي لاس دى . نوموړې دپښتنو په حق کې هغه تيرى وکړ چې دافغانستان له جوړښت راپه دې خوا نه وو شوي . نوهيله ده چې افغانان په خپله وپوهيږي ،ځکه په کرزي خو نوروخت تيرشوى او له دې وروسته هيڅ نه شي کولاى مننه . مايار له کابله

  11. Rahmatullah Rawofi pakhwanai PARCHAMAI(KARghalai) Wardak" pashton "day.
    Da da wror Esmatullah Rawofi pa MOLI URDO ke Qazi yawakht zma hamsenfi wo aw wayal ba yee chee wror yee pa rafiq KARMAL dergran day

  12. Rahmatullah Rawofi pakhwanai PARCHAMAI(KARghalai) Wardak" pashton "day.
    Da da wror Esmatullah Rawofi pa MOLI URDO ke Qazi yawakht zma hamsenf i wo aw wayal ba yee chee wror yee pa rafiq KARMAL dergran day

  13. Rahmatullah Rawofi pakhwanai PARCHAMAI(KARghalai) Wardak" pashton "day.
    Da da wror Esmatullah Rawofi pa MOLI URDO ke Qazi yawakht zma hamsenf i wo aw wayal ba yee chee wror yee pa rafiq KARMAL dergran day Karzi der bad kar na day karey, Aya yawazi PARCHMYAN walayat kawalay se aw da nor AFGHANAN yane hes pa hes!

  14. ګرانه ستاله خبروڅخه داسی ښکاری چې حتمابه دی لیکل سوی خبری دبل چا ی وی اویابه هم دومره نه پوهیږی چې ښه ته ښه اوبدته بدووایې اویابه هم دومره په خپلوکارونوکې پاته راغلی یې چې بیخی بدی له ځان څخه پرته بل څوک په نظرنه ردځی .
    ددغه جناب والی صاحب په وخت کې خوپرکندهاریانوخوارانوباندی هغه څه راغلل چې یادول یی بیخی ښه کارندی .
    ته وګوره ددغه جناب په ماموریت کې دولایت دمقام سره نږدې ترورونه وسول ،دمکتب پرزده کونکوباندی تیزاب وشیندل سول ،دکندهارامنیت دومره خراب سوچې سړی له کورڅخه نسی راوتلای اوځینی نوری پېښی هغه څه دی چې ده دغه ښاغلی پرلیاقت اوپیاوړی مدیریت باندی ښه دلالت کوی .
    دده دماموریت پرمهال دمحله جات حاجې نورالله خان راته وویل چې اوس ولادهغه شهیدانوله قبروڅخه شرمیږوچې ددغه ګلم جم پرضدبه جنګېدل اواوس زموږوالی دی .

  15. حاجې فولادجانه !
    ګرانه ستاله خبروڅخه داسی ښکاری چې حتمابه دی لیکل سوی خبری دبل چا ی وی اویابه هم دومره نه پوهیږی چې ښه ته ښه اوبدته بدووایې اویابه هم دومره په خپلوکارونوکې پاته راغلی یې چې بیخی بدی له ځان څخه پرته بل څوک په نظرنه ردځی .
    ددغه جناب والی صاحب په وخت کې خوپرکندهاریانوخوارانوباندی هغه څه راغلل چې یادول یی بیخی ښه کارندی .
    ته وګوره ددغه جناب په ماموریت کې دولایت دمقام سره نږدې ترورونه وسول ،دمکتب پرزده کونکوباندی تیزاب وشیندل سول ،دکندهارامنیت دومره خراب سوچې سړی له کورڅخه نسی راوتلای اوځینی نوری پېښی هغه څه دی چې ده دغه ښاغلی پرلیاقت اوپیاوړی مدیریت باندی ښه دلالت کوی .
    دده دماموریت پرمهال دمحله جات حاجې نورالله خان راته وویل چې اوس ولادهغه شهیدانوله قبروڅخه شرمیږوچې ددغه ګلم جم پرضدبه جنګېدل اواوس زموږوالی دی .

  16. جلالزی

    د ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولایتي شورا ریس احمد ولي کرزي هغه خبرونه نا سم وبلل چې وایې د د کندهار د والي جنرال رحمت الله روفي په ګوښه کولو کې لوی لاس درلود. د روفي په لري کولو کې د ښاغلي کرزي د لاس درلودو په باب د لومړي ځل لپاره د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړ. ښاغلي کرزي نن د جمعې په ورځ وویل چې د ده او روفي تر منځ هیڅ کله هم خپل منځي شخړي او د صلاحیتونو د ویش پر سره لانجې نه دي رامنځ ته شوي او دی د هغه پوره ملاتړ کونی وو او یې به. احمد ولي کرزي وویل: ( دا کسان چې خپل نومونه نه یادوي او زما په اړه داسي درواغ وایي هیڅ نوع اختلاف نه وو، مونږ له اولې ورځې ورسره همکاره وو، روفي صایب محترم سړی وو، د ده په راتګ کې ما همکاري کړي ده، ما له ده سره همکاري کړي، که صبا راشي بیا ورسره همکاري کوم که په کابل کې وي هم زمونږ یار دی او یوه خبره خو دا ده چې هر مشکل چې په کندهار او دې منطقه کې رامنځ ته کیږي خلګ زما پښه هم پکې را کاږی چې اصلا دا کار سم نه دی)). احمد ولي کرزي وویل چې د بولدک ولسوال په لري کولو او دې ولسوالۍ ته د نوي ولسوال په ټاکلو کې ده له والي سره هیڅ راز اختلاف نه درلود.هغه وویل چې دغه ګرده هوايي خبري دي، والي خپل اجرات کوي او هر څه د هغه په لاس کې دي خو زه د ولایتي شورا ریس یم له خلکو سره ګورم او هغوي ته خدمت او نظام ته خدمت زما دنده ده ،هغه خلګ چې په خلکو کې ځای نه لري او په سیاست کې پاتې راغلي دغسي تبلیغات کوي او دغسی مسایل را پورته کوي. روفي د سنبلې د میاشتي په لومړیو ورځو د دې ولایت د والي په توګه ټاکل شوی وو. د پوځ دغه جنرال له دې دمخه د قندهار د قل اردو قومانداني هم پر غاړه وه چې بیا له بهرنیو ځواکونو سره د ژبنیو شخړو په دلیل له دندې هیسته کړای شو. د سیمیزو ارګانونو ادارې په کابل کې ویلي چې تر اوسه کندهار ولایت ته نوی والي نه دی په ګوتو شوی. د روفي د څه کم څلورو میاشتو ماموریت په دوره کې د کندهار ولایت امنیتي حالت د پام وړ خراب شوی او یو شمیر حکومتي چارواکي د ریسانو په ګډون دغلته ترور شوي دي. له روفي دمخه اسدالله خالد د کندهار د ولایت په مقام کار کاوه چې د هغه د ماموریت پر مهال د دغه ولایت په زیاتو برخو کې پرمختګونه لیدل کیدل او تر ډیره بریده امنیتي حالت ښه وو. د ارغنداب په ولسوالۍ کې د ملي پوځ د سیمیزو امنیتي ادارو چاڼیز عملیات یو له هغو سترو بریالي توبونه شمیرل کیږي چې اسدالله خالد په خپله هم په دې عملیاتو کې برخه درلوده . د ارغنداب په چاڼیزو عملیاتو کې ګڼ شمیر دولت ضد وسله وال مړه او ژوبل شوي وو. د کندهار زیات شمیر خلک د اسدالله خالد له دورې څخه ښي خاطرې لري.

  17. Rahmatulla Rwan jana: hasee be doola ma dangezha. ka la Rahmatulla Raofi PARCHAMI sara dee deg aw kasa ywa wee hagha bya bala khabara da, ka na no da ROSYANO aw GELAMJAMANO da molgaree be zaya defaa ma kawa

  18. ګرانو ورونو، نه رووفی وطنپال او بې پری سړی دی، او نه د کرزي ورور کوم ایډیال سړی دی. رووفي د کارمل نجیب د پرچمي ډلې یو سست عنصره صاحب منصب دی چې اوس هم د ک، جی، بي سړی دی، او برطرفی یې غوره ده، خو باید پر ځای یې د خالدپه شان سړی ونه ټاکل شي. احمد ولي هم د کرزي، هم د کندهار او هم د پښتنو لپاره یو د شرم ټکی، خو د رووفي په شان یو روس پالي بر طرفی یې ښه کار کړی دی، چې اوس هم نه دی پوه شوی چې روس د پښتون زغم نه لري، ولو که ډاکټر نجیب يا رووفی هم وی. له روان نه غواړوم چې د ډاکټر نجیب د شهادت او د رووفی د وطنپالنې کیسې پښتنو ته نه کوي، دا هغه څوک دی چې روسانو به کله خپل ظالم عسکر محاکمه کول، دوی به ورته ویل، دا ټول ملت اشرار دی، دوست عسکر باید د دوی په خاطر محاکمه نه شي. مننه