کور / شعر / پښتو

پښتو


زما پښتو زما شيرينې ژبې
زما دقوم اولس لرغونې ژبې


تا کې خوندي زما د نيکونو تاريخ
دننګ او پت دغیرتونو تاريخ


ستا هریو توری دفترونه لري
د اتلانو داستانونه لري


ته ددې غرو د توریالو ژبه يې
دپوهيالیو شاه ځلمو ژبه يې


ته دجرګو او مرکو ژبه يې
د ګډ ژوندون د ارمانو ژبه يې


ته د زيارکښ اولس د زيار نښه يې
هم يې د هڅو هم دکار نښه يې


يوازې ته د جنګ ډګر کې نه وې
د تورې ډال توپک سنګر کې نه وې


ته د بخدي د تمدن ژبه يې
د علم او پوهې د چمن ژبه يې


ته ګندرا کې روزل شوې يې تل
ته پکتيکا کې پالل شوې يې تل


تا په خپل ژوند ډيرو ته تاج ورکړ
خورا عزت او هم دې راج ورکړ
 
خو هغوې ستا قدر ونه ساتلو
هيڅ يې داستا حرمت ونه ساتلو


هغوې چې هیره کړې زرهیرشو خپله
دخپل غفلت لومو کې ګيرشو خپله


نه يې په سر د زرو تاج پاتې شو
نه واکمني او نه يې باج پاتې شو


بیا هم تا چيرې تکل پرې نه ښوده
خپل پرمختلونکی اټکل پري نه ښوده


خيرشو که ته په دربارو کې نه وې
په زرنګاره محلو کې نه وې


تا د پاولو شړنګا که ونه کته!
تا د جامو کړنګا که ونه کته


تا د زرپالو ستايه غوره نه کړه
دا خوسا لار دې ځانته غوره نه کړه


راغلې پټو ته د بزګر ژبه شوې
د خوار مزدور او د کرګر ژبه شوې


ددنګو غرونو دشپانه غوره کړه
بې کور بې ګوره اوښبانه غوره کړه


د ویړ فطرت ښکلا دې وستايله
سوچه ښایست ځلا دې وستایله


د ازاد ژوند صفا دې وستايله
د نګهتو هوا دې وستایله


تا د رزمونو اوږده لار خوښه کړه
په مورچلو کې دې ډيوه بله کړه


د هر زورمار او يرغلګر په وړاندې
دهر چنګيز او اسکندر په وړاندې



دجنګياليو په نارو کې ته وې
د اټن چيانو په شارو کې ته وې


ځکه وې ته د دوزخونو ژبه
ميرڅمن وې تاته د اورونو ژبه


دا نوم وتا ته ځکه درکړ غليم
چې يې زړه ګی ؤ ستا له لاسه دوه نيم


هر ښکيلاکګر هريو شوکمار چې راغی
خپل یا پردی هر یو لوټمار چې راغی


يواځې کور يې د قوم لوټ نه کړلو
حاصل د کار يې ترينه وې نه و ړلو


زمونږ د پوهپانګې ويجاړتيا لپاره
زموږ د کلتور هڅوب سپکتيا لپاره


زياتي ناوړه يې پلمې جوړې کړې
هم ناولې دسيسې جوړې کړې


خو ای پښتو زما ژوندۍ ژبې
زما باتورې ميړنۍ ژبې


ډیرو بنډو د غليم مړه نه کړی شوې
تاوده غیرت نه يې سړه نه کړی شوې


لا هسکه غاړه ځې ښه مخته درومې
خپلو بچو په همت پورته درومې


ځار شم اوس وياړه د لوړتيا ورځې دي
ستا دودې پراختيا ورځې دي


ستا ويناوال ورو ورو خوزيږي ګوره
له درانه خوبه راويښيږي ګوره


دوې اوس د ستا په باب سوچونه کوي
ټول لر او بر دغه فکرونه کوي


د هر تاړاک به ځنځيرونه شلوي
د قام خوړونکو ټول دامونه شلوي


په نوي پوهې ستا سينګار جوړوي
د وخت کږلیچ کې درته لار جوړوی