کور / هراړخیز / د ناروغیو په مخنیوی، کنټرول او علاج کې د سړو اوبو د څښلو ګټې

د ناروغیو په مخنیوی، کنټرول او علاج کې د سړو اوبو د څښلو ګټې

په چاپان کې د خوب څخه له پاسیدو وروسته د تازه اوبو څښل د یوه عادت ډول غوره کړی دی. علمی څیړنو هم د اوبو دا ډول څښاک د ناروغیو په مخنیوي، کنترول او درملنه کې ګټور ثابت کړی دی. 

د چاپان طبی ټولنې د اوبو دا ډول څښاک سل فیصده ګټور بولي او هغه کسانو ته چې په لاندې ذکر شویو ناروغیو اخته وي ورته په خالی معده سهار وختی له خوب پاسیدو وروسته د تازه اوبو د څښلو توصیه کوي:

سرخوږی
ځان خوږی
د زړه اړونده ناروغۍ
د مفاصلو پړسوب
د زړه تیز ضربان
میرګي
چاغتوب
نفس تنګي
نری رنځ (توبرکلوز)
قبضیت
د پښتورګو ناروغۍ
استفراق
د معدی التهاب (ګستریت)
نسناستی (اسهال)
د شکرې ناروغي (دیابت)
د سترګو اړونده ناروغۍ
د رحم سرطان او نورې ښځینه ناروغۍ
د غوږ، ستوني او پزې ناروغۍ
 

د تداوی طریقه:

سهار وختي د خوب له پاسیدو وروسته، مخکی لدې چې غاښونو پرس یا مسواک کړﺉ، څلور ګلاسه (4x160ml) تازه او سړې اوبه وڅښی.

د اوبو د څښلو وروسته خپل غاښونه برس یا مسواک کړﺉ او بیا د 45 دقیقو لپاره څښاک او خوراک مه کوﺉ.

له 45 دقیقو وروسته په نارمل شکل خپل خوراک او څښاک وکړﺉ.

د سهارنۍ، غرمنۍ او ماښامنۍ له خوراک وروسته تر 2 ساعتونو پورې نور اضافي څښاک و خوراک مکوﺉ.

د لوړ عمر خاوندان او ناروغ کسان ممکن په لومړیو ورځو کې د څلورو ګلاسونو اوبو د څښاک سره ښه جوړ رانشي خو د څو ورځو په تیردلو سره په تدریجي ډول ور سره عادت پیدا کوي.

د تداوی پورتنۍ کړنلاره د ناروغانو د جوړتیا او د روغو کسانو د سالم صحت ضمانت کوي.

په لاندی لست کې د ځینو ناروغیو د مخنیوي، کنترول او درملنې موده هم ذکر شوې ده:

د وینې لوړ فشار 30 ورځې
د معدې التهاب (ګستریت) 10 ورځې
د شکرې ناروغي 30 ورځې
قبضیت 10 ورځې
سرطان (کانسر) 180 ورځې
نری رنځ (توبرکلوز) 90 ورځې
د مفاصلو التهاب لپاره په لومړۍ اوونۍ کې دری ورځې او له هغې وروسته هره ورځ
 

د تداوی پورتنې ګړنلاره هیڅ ډول جانبي عوارض نلري، یوازې په ځینو کسانو کې کیدای شي په لومړیو ورځو کې د بولو د زیاتوالي سبب شي.

دا به زموږ لپاره ډیره ګټوره وي کچیرې وکولای شو پورتنې کړنلاره په سمه او منظمه توګه عملي کړو.