کور / نثر / دژوند فلسفه

دژوند فلسفه

ژوند  خپله  هم د لوړو  او  ژورو  سلسله   دي    انسان هم  د ټیټ او پاس په صفحو وابسته  دي     ژوند که ښه وی که خراب وی اخربه سرته رسي    ژوند همنوع سره په سوله کی خورا  ښایسته دي     هم هغوی چی دارام ژوند په مفهوم هیڅ نه پوهیږی    د ژوند  لوړی  او ژوری  پر هغو ډیره  ترخه دي    انسان   تل  د خپل   بقا   د پاره   کړی   مبارزه     مرګ د ټولو  هلو ځلو د پای نښی او نښانه دي   خلاصون له مرګه هیڅ انسان ته (مل) میسر نه دي    ژوند په مینه او اخلاص  د  پوهانو  فلسفه  دي .



پیمانی می تشول                             تیره  شپه  ستا  قصه وه  پیمانی  می  تشول                 خیال  ستا  د زړه  میلمه  وه یارانی می کول               خوب له سترګومی وه تللی ترسهاره اومه بیدار              ستا د مینی زړه کور به وه خاطری می  یادول              په خیالاتو  کی اوم ډوپ ستا دحسن اباسین  کی              ځما  هدف  ستا  لیده  وه  بهانی  می   جوړول              ستا د زلفو حلقی چی په سپین مخ دی را تاووه               زړه ځما په سینه نه وه ها تماشی چی می کول           اوم یواځی ستا فوتومی  دلیمو په سر وه ایښی           څه عجیبه ښه شپه وه  (مل)  چی مرکی می کول .\