کور / شعر / طوفاني بيړی

طوفاني بيړی


 مونږه ټوله سره يو و
 په يوه بيړی کی ناست و
 سمندر ارام ارام و
 لکه شنی اوبه دجام
 مونږ دشنه اسمان مشعل ته
 توري شپې رڼاکولې 
 هر سهارمووه نيکمرغه
 هر ماښام مو وه له بزمه
 ټول روان په خوږ مزل و
 نه مو جرنه مو جنجال و
 يو ناڅاپه دشماله(قطب)
 لعنتي بادونه سر شول
 توری وريځي شوې راپورته
 شين اسمان په غړغړوشو
 سمندرپه ټوپيدو شو
 زمونږ بيړۍ ئې طوفاني کړه
 څوک لاهو شول په طوفان کی
 چاځانونه را بهر کړل
 دچا ميندی شولې بوري 
 دچاخويندي شوې تروري 
 چا نه ورکه شوه ليلا
 چانه ورک شوخپل مجنون
 دشمال باده !
 زمانه که ياري وکړی
 دابه خداې ټوله پيداکړي
 بيابه ټول سره خنديږي 
 بيابه ټول سره نڅيږي 
 ته به نه ئې  
 ټوله به ناست وي 
 ته   به    ژاړی 
 مونږ به خاندو



 ويانا  ٨- ٥ – ٢٠٠٦