د مسافر په نامه د مور ليک
ځما د سترګو نه پناه ګلابه —— ځما په زړه کې په خندا ګلابه
د لرې لرې سلامونه واخله —– د دعاګانو امبارونه واخله
په امان اوسې د تودوه بادونو —– هر يو قدم دې شه په سرو ګلونو
نيستۍ ظالمې په کوم لور وړی يي —– ځما له خوا نه يي په زور وړی يي
که لوږه نه وی مجبوري مو نه وی —– ګرانه که ډيره غريبي مو نه وی
زه به په زړه پرهر پرهر ولې وی —– ته به د کوره مسافر ولي وی
— ———————
که لوږه ورکه شوه خو زړه مې وران دی —– ستا يو نظر ليدۀ ځما ارمان دې
ځما د سترګو سترګو کيږی خانه —– يوه لحظه مې نه هيريږی خانه
ستا د ديدن په بدل ځان مړؤؤ —– څومره په ګرانه ماشومان مړؤؤ
———————–
چې لږ ناوخته به د شپې راتللې —– ما له به څومره وسوسې راتللی
چې کور به نه وې زړه به وران ووځما —– وره ته کتل دغه ګذران وو ځما
اوس مې اونه ليدی وختونه اوشو —– وختونه څه چې ډير کلونه اوشو
————————–
هاغسې اوس هم پامته داره يمه —— لارې ته ګورم ناقلاره يمه
د وره په ګړب پسې په شا ګورمه —– غولي ته منډه کړمه تا ګورمه
دغه وهمونو ليونۍ کړمه زه —– ذرې ذرې دې جدايۍ ګړمه زه
————————
ځما ګلابه په سپرلو ميئنه —– په اخترونو او ميلو ميئنه
چې د سپرلو نه به خبريږی کنه! —– په اخترونو به پوهيږې کنه
اختر خو ماته هم ماتم غوندې وي —– تا پکې ښکل نه کړمه غم غوندې وي
—————————-
د سپيلنو لوګي به وي او کنه —– په تا نظر څوک ماتوي او کنه؟
لکه ځما دې په زار زار پاسوي —– کنه سحر دې څوک په قهر پاسوي
په خاورو سخا په دې لمنې ساتې —– جامې به پاکې که خيرنې ساتې؟
—————————-
لکه چې څنګ دلته يختي ډيره وي —– اورم چې دغلته ګرمي ډيره وي
چې به په سوري که په لمر به يي ته —– په ګيډه موړ او که نهر به يي ته
زړګې مې وار نه کوي دا اوليکه —– ما ته په ليک کې خامخا اوليکه
——————————
دا وسوسې چې مې په زړه شي ګله —– چې دا وهمونه راسره شي ګله
بيا مې د ستوني نمړۍ نه تيريږي —– ځما خو دغه ډوډۍ نه تيريږي
چې ستا چاچۍ پر پولۍ کيږي ګرانه —– ځما به څه رنګه تيريږي ګرانه
—————————–
ځمونږ وطن د بلاګانو وطن —– ځمونږ وطن د ښامارانو وطن
ګنې په دې وطن کې څه نشته دی ؟ —– ګټه د سمې که د غره نشته دې؟
په کور د غم ژوندون ځما برخه ده —– مسافري زړه چاودې ستا برخه ده
————————–
ليک بس کوومه اجازت دې راخلمه —– په دې دعا درنه رخصت اخلمه
خدايي دې نيستي چيرته په بند ګيره کړي —– خدايي دې په دې وطن ډوډۍ ډيره کړي
ځما بچيه ! چې خپل کور ته راشې —– پښتون وطن ته خپلې مور له راشې
فضل سبحان عابد