کور / اسلامي / افغانی انترنيټ پاڼو ته پيغام

افغانی انترنيټ پاڼو ته پيغام

ګرانو مسلمانانو وروڼو !
 اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

دتيرشوی لوی اختر مبارکی درته وايم .

زه تاسی ته کله کله ډير مهم اسلامی مضامين د نشرولو لپاره درليږم
زه کوښښ کوم چه ډيری مهمی موضوع ته داسلام دمقدس دين په رڼا کښی اشاره وکړم
کوم سايټ ته می چه ورليږلی او هغه په اخلاص سره نشر ته سپارلی دهغه ښيګڼی دي خدای ج ورپوره کړی
ګرانو ! په هيواد مو هرډول يرغل روان دی .

دا تلويزيونه ګوری پدی کښی څه حال دی دا زمونږ دملک دتباهی وسيلی دی دا تلويريونه ندی دا شيطانی ورکشاپونه دی دا دپردی دين اوفرهنګ د تبليغاتو هينداری دی دا دشيطانی تبليغاتو ستری وسيلی دی
پدی شيطانی اډو کی څه نه خپريږی .
او ددی پوښتنه به له چا نه کيږی ؟

خو لله حمد ځنی افغانی ويب پاڼی دهيواد دچټک رشد سبب شوی دی
پدی سايټو کی خلک مهم دينی معلومات تر لاسه کوی
پدی سايټو کی خلک دخاينانو له کړنی ځان خبروی
پدی کښی ډير ګټور معلومات وی چه دهر چا لپاره ضروری وی .

خو افسوس چه ډير خلک انترنيټ ته لاس رسی نلری .

زه له ستاسو څخه يوه هيله لرم چه :

ددين دعوت دهر مسلمان وظيفه ده چه تر خپله وسه خدمت وکړی دامهمه نده چه د کوم سايت چلونکی ووايی دا مضمون خو په فلانی سايت کی نشر شوی نو مونږ يی ولی خپور کړو .
ګرانو داخو کوم مطبوعاتی راپور ندی ، په ټولو سايټو کی دی وی ځکه ځنی کسان يو سايت ګوری او ځنی بيا بل سايت ګوری .


په آخرکی دلوی خدای ج له دربار څخه درته ددنيا اوآخرت برياوی غواړم
ستاسو منډی اوکوښښتونه به دافغان کړيدلی ولس هيڅ کله هم هير نه کړی
 ستاسو ورور