بوش د وروستي ځل دپاره عراق ته سفر کوي
جمهورريس بوش په يو ناڅاپي سفر د امريکا په د بغداد په لور خوڅېدلئ دئ .په پام کي ده چي بوش به د عراق له لومړي وزير نوري المالکی او ولسمشر جلال طالباني او د يو شمېر امريکايي سرتېرو سره ليده کاته وکړي .
ويل کېږي چي بوش به د عراقي مشرانو سره په عراق کي د امريکايي ځواکونو د پاته کېدو په اړه وږغېږي که دواړې غواړي موافقې ته ورسېږي نو په ۲۰۱۱ ميلادي کال کي به له عراقه د امريکايي پوځونو د وتلو تړون هم لاسليک سي .
د يادوني وړ ده چي شاوخوا يو لک پنځوس زره امريکايي پوځيان او ملاتړي يې دا وخت په عراق کي مېشت دي چي له دې جملې څخه ۴۲۰۰ امريکايي سرتيري او د بېلابېلو امريکايي موسسو کارکوونکي د بېلابېلو بريدونو په نتيجه کي پر عراق د امريکا د بريد راهيسي وژل سوي دي .
پاته دي نه وي چي د خبري کنفرانس په ترڅ کښي د يو تن له لوري پر بوش د بوټو مخامخ واري هم وسول ، چي په لاندي وېډيو کښي يې کتلائ سئ :