امريكا: د بوټ له ويشتلو ښكاري چي عراقيان خپلواك دي

34 | دسمبر 16th, 2008



د امريكا د بهرنيو چارو وزيره كاندوليزا رايس وايي پر جمهور رئيس بوش باندي د يوه عراقي ژورناليست د بوټ له واري داسي ښكاري چي عراقيان اوس خپلواك دي.
د ډسمبر پر ۱۴ -مه جمهور رئيس هغه وخت د يوه ژورناليست له خوا په بوټونو وويشتل سو چي نوموړى د عراق له صدراعظم نوري المالكي سره په بغداد كي خبري كنفرانس ته وينا كوله.
جمهور رئيس بوش تر بوټ ويشتلو وروسته وويل دى نه پوهېږي چي دې كس ولي دى په بوټ وويشتى، خو ويې ويل چي دا ډول كارونه اكثره وخت د شهرت دپاره كېږي.
د عراق حكومت وايي دې ژورناليست د بغداد له يوه تلويزون سره كار كاوه او د تلويزون له مسئول څخه يې غوښتي چي د دې پېښي په باب بخښنه وغواړي.
بلي خواته عراقي پوليس وايي تر پېښي وروسته ياد سوى ژورناليست د امريكا د استخباراتي ادارې د كسانو له خوا پر يوه نامعلوم لوري بېول سوى.

Copyright Larawbar 2007-2024