کور / تازه خبرونه / عراقیان: المنتظرزيدي زموږ اتل دى

عراقیان: المنتظرزيدي زموږ اتل دى

 په عراق كې زرگونو تنو دلاريونو په ډول او درسنيوو سره دخبرو له لاري دالبغداديه تلويزيون خبريال  منتظر زيدي دعراق اتل وباله او دهغه دراخوشي كيدو غوښتنه يې كوله ، زيدي  ورتيره ورځ په بغداد كې دامريكي تلونكي ولسمشر بوش په بوټونو وويشت او هغه ته يې دسپي كنځلي وكړي . عامو عراقيانو  په خپلو خبرو كې  ويلي چې دزيدي غصه دټول عراق دولس استازي توب كوي ددوي په وينا امريكا او بوش په تيرو پنځو كلونو كې د زرگونو بې گناه انسانانو ويني وبهولي او اوس تري عراقي ولس سخت ناراضه دى ،ډېري عراقيان وايي كه چيرته زيدي هر څومره زر راخوشي نه شي نو دوي به يې په ملاتړ لوي لوي لاريونونه وكړي