کور / شعر / ګاونډيه اشنا!!

ګاونډيه اشنا!!

زما په کور کې چي دا اور بلېږي
زه به تر کومه حوصله کومه
ا
ې پر ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه را يوه ګيله کومه


III



زما پخې سړکې هم کچه
شوې
تا غرو سرو کې سړکونه جوړ کړل
زما کورونه شول د خاورو ډېرې
تا دېرش پوړيزه منزلونه جوړ کړل
زما له کور نه هديرې جوړې شوې
تا د خپل کور منځ
کې باغونه جوړ کړل
زما فرهنګ، کلتور،
معارف ختم شو
تا ښار په ښار پوهنتونونه جوړکړل
زه ډيسپرين ګولۍ ته هم اريان يم
تا کور په کور هسپتالونه جوړ کړل
زما د کونډ
ې ابۍ پړونی خرڅ شو
تا د
ي بي بي ته سره هارونه جوړ کړل
زما بندونه،
فابريکې ورانې شوې
تا کارخا
نې او ماشينونه جوړ کړل
زما ټانکونه طيارې کباړ شوې
تا د ګاډرو ترې تيرونه جوړ کړل
کور
مي ښه وران کړه مېړنيه اشنا
د وران کنډرو ننداره کومه
ا
ې پر ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه را يوه ګيله کومه


III



ستا له لاز
مې همکارۍ تشکر
کور دي اباد په پښو دْرېدلای نه شم
زما له خوا نه مطمئن اوسه نور
تر سلو کالو جنګېدلای نه شم
عمر به ستا په نوکرۍ
کې تېر کړم
ستا له قرضو نه تښتېدلای نه شم
کور په کور تا راته جنګونه جوړ کړل
له وروروژ
نې خلاسېدلای نه شم
زما د خولې جلب هم ستا لاس
کې دی
په خپل اختيار اوس ږغېدلای نه شم
په ځنکدن
کې مي لاس پښې مه تړه
چي سا مي وځي خوځېدلای نه شم
مال او متاع
مي ښه ښکاره تسليم کړه
لالا زه مرمه روغېدلای نه شم
خو ياد لره د هندوکش زمری يم
که يو ځل خلاس شوم تمېدلای نه شم
په نوي رنګ
کې پخوانيه اشنا
د زوړ تاريخ درته کيسه کومه
ا
ې پر ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه را يوه ګيله کومه


III



ته د اخبار سر
خي پر ما جوړوه
غټ غټ پرې ليکه
چي افغان مهاجر
د سخت باران او د
ږلۍ له لاسه
په کمپ
کې مړه دي سل خواران مهاجر
او بيا د سويې تغذيې له و
جې
مرګ ته ني
ژدې دي يتيمان مهاجر
دا ستا اخبار په ښه قيمت خر څېږي
ليکه اول مخ
کې عنوان مهاجر
ستا ډاکټران به تجر
بې پرې وکړي
پښې لاس ترې غوڅ کړه دي زخميان مهاجر
مزدوري كښته کړه نرخ پورته بيايه
چي ښه مفلس شي دا خواران مهاجر
ښه
مي تشخيص کړې مداريه اشنا
زه ستا ډو
لکي ته ننداره کومه
ا
ې پر ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه را يوه ګيله کومه


III



يو خوا د امن سو
لې چيغې وهې
بل خوا باروت او امبارونه درومي
ډک په ميزايل او راکټونو باند
ې
د داسلندو کتارونه درومي
څه د طالب څه د مطلوب په نامه
سپينو جامو
کې تک تور زړونه درومي
چاته شيعه چاته سني وايې ته
ورته
نقشې او پلانونه درومي
څوک په پښتون څوک په تاجک غولوې
يو خوا بل خوا نه کومکونه درومي
افغانان مري افغان ولس ورانېږي
خاينه! ستا خو ډالرونه درومي
ته د خپل سر د غټېدو په غم
يې
زما په سر
کې شمار سرونه درومي
ستا د مطلب پوره
کېدو په غرض
زماد عمر ارمانونه درومي
مال به د
ي ډېر شي قارونيه اشنا
غم ستا د دې زېرمو خرچه کومه
ا
ې پر ما ګرانه ګاونديه اشنا
اجازه را يوه ګيله کومه


III



زهر دي راکړل د حلوا په نامه
لاړ
ې لستوڼي لاندې مار وختې
تا د دو
ستۍ او د وفا لاپې کړې
اخير دوښمن او جفاکار وختې
تا وېل
چي سر او مال مي دواړه درکړل
خو په حسا
ب کې مي قرضدار و ختې
نه د
ي ماديات، نه معنويات را پرېښول
د رنځ طبيب نه شو
ې ډانګمار وختې
خام او پاخه مواد د
ي يووړل زما
ته لا موړ نه شو
لې ښامار و ختې
غو
ښې مي خلاسې شوې هډوکي مي خورې
اشتها د
ي بنده ده بيمار وختې
مړ ترور تا کړم نوم زما بد نام شو
ته م
ي قاتل د ورور او پلار وختې
هېر به
مي نه شي ګلاليه اشنا
خپلو لمسو ته نوشته کومه
ا
ې پر ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه را يوه ګيله کومه


III



زما د کور لمبو ته مه تودېږه
دېوال شريک لاليه اور به واخلې
بيا ب
ې په چل د مړکېدو پوه نه شې
ته به يو ځا
ی  وژنې خو نور به واخلې
که شول خواره زما د اور بڅري
اور ښار په ښار او کور په کور به واخلې
ته که زما په شان زخمي زخمي شو
ې
ګومان
مي نه شي که ټکور به واخلې
دردمن زړګي ته
مي زور مه ورکوه
خپله به و دردېږې زور به واخلې
زما په مړو ايرو
کې څه لټوې
لال
پکې وسوځېدۀ سکور به واخلې
بيا به د
ي ځای په يو وطن کې نه شي
لکه غوباړى سخوندر تور به واخلې
په کور دننه بهرنيه اشنا
نور پس له د
ې درنه پرده کومه
ا
ې پر ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه را يوه ګيله کومه


III


 


ته په برات کې د اختر حساب کړې په ما شپې ورځې محرم تېرېږي
ته د ملت
سپېڅلې ورځې لمانځه
پر ما هر وخت ملي ماتم تېرېږي
زه
چي لږ سا واخلم موسکی غوندې شم
جانانه تا باند
ې ستم تېرېږي
د خپلوا
کۍ د سباوون په هيله
پر ما تمام عمر تورتم تېرېږي
زما لا يو ښخ نه وي بل سلګۍ کړي
مدام د غم د پاسه غم تېرېږي
د بهرني دوښمن ښکرونه مات شول،
اوس ګاونديان مي کور په چم تېرېږي
خو ګاونډيه ياره دومره واوره
هاغه
چي تېر شول نو دا هم تېرېږي
په خو
ی ګيدړ په رنګ زمريه اشنا
تاته د زوړ ښکاري کيسه کومه
ا
ې پر ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه را يوه ګيله کومه


III



زه د محمودِ بت شکن اولاد يم
د سومنات بت نړولی دی ما
و
کړه تپوس د کيوناري، مکناټن
څوک سوځولی څوک وژلی دی ما
وګوره ليک د پرنګي تاريخ
کې
ان تر لندنه ځغلولی دی ما
چا
چي په بد نيت ماته لاس راوړي
لاس ترې نه ول
ي کې غوڅ کړی دی ما
روس په جهان
کې د خدايي دعوه کړه
په ټول جهان
کې شرمولی دی ما
دونيا څو
ځلې ازمويلی يمه
ميدان څو- څو
ځلې کتلی دی ما
ګران ګاونډيه! حق د
ي و پېژنه
د ګاونډتوب حق ټول منلی دی ما
هېر به
مي نه شي ګلاليه اشنا
خپلو لمسو ته نوشته کومه
ا
ې پر ما ګرانه ګاونډيه اشنا
اجازه را يوه ګيله کومه


        III