خوست: پر يوه كور بريد كې اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
تېره شپه د خوست ولايت په لويديځ نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې پر يوه كور د لاسي بمونو او وړو وسلو بريد شوى او له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه د نوموړې ولسوالۍ د اوم په نوم كلي كې شوې.
د نادرشاه كوټ ولسوالۍ بديع الزمان صبرى وايي، چې دا وسله وال بريد تېره شپه ناوخته د ناڅرګندو وسله والو له خوا شوى.
دى وايي، چې په دې پېښه كې يو سړى او د هغه پېغله لور وژل شوي او د يوې ښځې په ګډون پېنځه ماشومان ټپيان شوي دي.
تر اوسه په دې تور نه څوك نيول شوي او نه يې هم مسؤوليت چا پرغاړه اخېستى دى.
له دې وړاندې هم د خوست په بېلابېلو سيمو كې د شخصي تربګنيو له امله ورته پېښې شوې دي.