کور / نثر / څه وکړم عادت شوئ مي دئ؟

څه وکړم عادت شوئ مي دئ؟

 د پنجشنبې په ورځ مې د غرمې له ډوډۍ وروسته غوښتل لږ آرام وکړم، لا مې سترګې نه وې سره ورغلې چې ښځې مې چیغې کړې:
•       پورته شه… اور مې واخیست، وسوم، اور، اور!
سترګې مې وموښلې و مې ویل:
•       ته تل داسې یې. سترګې مې لاپټې کړې نه وي، چیغې وهي، هله زلزله ده، یا اور یا سېلاب.
•       ژر وخوځه… پخلنځی له لوګي ډک شو…ژرکوه اطفايي ته ټیلیفون وکړه.
ما څپلکې لټولې، ښځې بیا چیغې کړې:
•       په څپلکو پسې مه ګرځه، شاید په پخلنځي کې د اور د لمبو په منځ سوځلې وي.
•       نو د ټیلیفونو لارښود کتاب راکړه.
•       هغه هم په پخلنځي کې و، له معلوماتو څخه د اطفايې (اور وژنې) نمره وپوښته.
پریکړه مې وکړه د ښځې خبره مې ومنم، په داسې وختونو کې باید په کورنۍ کې سوله او پیوستون وساتو. له «معلوماتو» مې وپوښتل:
مهرباني وکړئ د ماتي کریاکوف نمره راکړئ.
نمره یې ژر راکړه او ما ټیليفون وکړ، له بده مرغه زما دغه ملګری په کور کې نه و.
«معلوماتو» ته مې ټیلیفون وکړ:
مهرباني وکړئ د دراکان کواچکوف بلوار تلیوخین نمره راکړئ. نمره یې راکړه او ماټیلیفون وکړ، د یوه ماشوم غږ مې په ټیلیفون کې واورید چې ویل یې:
•       مور جانه او پلار جان تیاتر ته تللي دي.
بیا مې «صفر څلور» ډایل کړه، دا ځل مې په یوه وار د خپلو څلورو انډیوالانو نمرې واخیستلې. په ټیلیفون کولو مې پیل وکړ، یوه د ټیلیفون ګوشي پورته نه کړه، دا بل چیرې تللی و، چې غوښتل مې دریم ملګري ته ټیلیفون وکړم، ښځې مې په غوصه ګوشي له لاسه کش کړه او چیغې یې کړې:
•       کور اور اخیستی او جناب خپلو ملګروته ټیلیفون کوي.
دې خپله له صفر څلور څخه د اور وژنې نمره واخیسته، وروسته یې اور وژنې ته ټیلیفون وکړ.
اطفائیه را ورسېده او د پخلنځي اور یې مړ کړ، د هغو له تلو وروسته مې ښځه بیا پر ما را نازله شوه، چې پاتې قهر او غضب پرما خالي کړي:
•       که زه نه وای ټول کور به اور اخیستی و. او ته په داسې نازکو حالاتو کې خپلو ملګرو ته ټیلیفون کوې.
•       ګرانې څه وکړم عادت شوی مې دی، له دې چې بې له پیژندګلوي او واسطې هیڅ کار په ښه ډول سر ته نه رسېږي، او زه تل له خپلو پیژندویه کسانو د ستونزو د لیرې کولو لپاره ګټه اخلم، خپلو ملګرو ته مې ټیلیفون کاوو، څو د اور وژنې د کار کوونکو لپاره واسطه پیدا کړم.

لیکوال: رادوی رالین (بلغاریا)