کور / خبرتیا او پيغامونه / جلال کوټ: کتاب نندارتون د مرغومې په لومړۍ نېټه پرانستل کيږي

جلال کوټ: کتاب نندارتون د مرغومې په لومړۍ نېټه پرانستل کيږي

پېښور: د افغانستان د اطلاعاتو فرهنگ وزارت د بهرنيو اړيکو مشر او د پلان د وزارت سرپرست زردشت (شمس )ايس سي پي آر ډي ته څرگنده کړه، چې د اطلاعاتو فرهنگ وزارت په  پام کې لري، چې د ١٣٨٧لمريز کال د مرغومې د مياشتې په لومړۍ نېټه، چې د ٢٠٠٨کال د دسمبر ٢١ نېټې سره سمون خوري د جلال کوټ ښار د گل اغا شيرزي په لوبغالي کې درې ورځنى کتاب نندارتون پرانيزي په دې نندارتون کې به د کابل،ننگرهار، کونړ، لغمان، نورستان او پېښور مېشتې کتاب خپرندويه ادارې برخه اخلي او خپل کتابونه به نندارې ته وړاندې کوي.
ښاغلي شمس د دې کتاب نندارتون د ارزښت په اړه وويل، چې مونږ غواړو کتاب مينه وال پيدا کړي او خپرندويه ادارو ته په بازار موندنه کې گټه ورسيږي او ولس د کتاب په ارزښت پوه شي ويې پيري ، ويې لولې  او په نړيوال کچ هم د افغان خپرندويه ټولنو دهلو ځلو درنښت وشي.
 کتاب نندراتون به د يکشنبې په ورځ پيل او د سې شنبې په مازيگر پاى ته ورسيږي.
د يادونې وړ ده، چې د لوى اختر د رارسيدو له لامله دغه کتاب نندارتون وځنډيده او نږدې ټولو کتاب خپرندويه ادارو ورته چمتووالى نيولى دى.