امنا ده درته !
د یو عرب ملګري سره د لندن په ښار کې ګرځیدم هغه ته مې د افغانانو د ملګرتیا او ان په ملګرتیا کې یو بل ته د سر تیرېدو غوړ غو ړ نکلونه کوله
هغه په یوه مغازه کې یو دجوس ایستلو ماشین رانیوی او غوښتل يې تازه میوه هم واخلي
ما ورته وویل: د سمې میوې څخه جوس ایستل څه مانا لري شومانده ،پیزي او کوشنی میوې ارزانه دي د هغه څخه جوس وباسه! هغه ته مې اقتصاد وروښوئ.
ما په خبرو خبرو کې هغه ته وویل دلته یو وطندار انډیوال لرم چې د میوو دوکان لري هغه ته به ورشو، ارزانه میوه به درته واخلم
د هغه دوکان ته د رسیدو سره سم چې دهغه سترګې پر ما ولګېدې لکه چې خپل سکه ورور يې لس کاله وروسته لیدلی وي فنر غوندي راوغورځید ، یو ان يې په غیز کې ټینګ ونیولم او دسترګو يې اوښکي توی شوې اوبیا مو د یو بل د کورنیو د غړو احوال سره وپوښت
په دې وخت کې یو بل ګیراک څه پوښتنه ځینې وکړه ،هغه ورسره اخته شو
ما عرب ته د هغه د اشنایي کیسه وکړه
هغه چې بیکاره شو د هغه څخه مې وپوښتل: دغه شومانده کوشنی منې په څو دې؟
هغه راته وویل: ته يې بیه څه کوې هسې کڅوڼه په ډکه وه
د مڼو تر څنک لیکلې وه : لس په پونډ
ما عرب ته وویل: دالس په پونډ دي او په مسخرو مې زیاته کړه :
ته پنځلس واخله!
زما عرب ملګری مڼې په کڅوڼه کې واچولې
جیب ته د لاس پورته کولو سره سم هغه قسمونه پيل کړل ولا بلا که یو تنګه واخلم
زما سر چې عرب ته لوړ شوی وو په بریتو مې لاس تیر کئ او په زوره مې وویل : زوروره که پیسې وانه خلې بله ورځ بیا نه راځم!
او یو پونډ مې ورته مخي ته کښود. هغه پونډ ته وکتل او ويي ویل پېنځوس پینسه نور راکه !
ما ګمان وکئ چې مسخرې کوي خو هغه ډیر جدي وو او ویل یې: څه دمړي مال خو نه دی!
زما رنګ سور واوښت او جیب ته مې لاس کئ
عرب را نه وپوښتل :څه خبره ده ؟
ما په انګریزي ورته ځواب ورکئ : هغه پنځوس پینسه نور غواړې!
هغه په اریانۍ را نه وپوښتل :
– ولې؟! دا خولس په پونډ دي.
ما خو….
خو زما وطندار اشنا بېله دې چې هغه خبرو ته پرېږدي کڅوڼه يې ترې واخیستله او مڼې يې وشمیرلې او په داسې حال کې چې رنګ یې سو ر او ژیړ لمبه کوله وویل:
ما ویل چې کمي نه وي !
ما کڅوڼه کښ او ترې ولاړم او عرب ته مې ویل :
موږ یو متل لرو چې وایي: بخشش په خروار حساب په مثقال
سر مې وښوراوه او له ځان سره مې ورو وویل:
امنا ده درته وطنداره!
***
نوی لندن ته مهاجر شوی وم د یو دوست د آدرس پسې په ښار کې لکه سارایي چې نوی ښارنو ته راغلی وي ګرځیدم هر شی راته نوي وه ،هر شي ته مې په ځیر ځیر کتل تر هغه چې مې دوست پيدا کئ او شپه دهغه میلمه شوم بیخي ډیر یې زما عزت وکئ دشپې یې وریجي غوښې راته پخکړی وې او یوازې شل دانې دچرګورو پښې يې په غوړو کې را ته سرې کړي وې له ځان سره مې وویل دا بیچاره لس دانې چرګوړی راته حلال کړي دي هغه دشپې تر ناوخته د دوستی او ددې ځایو د شرایطو او دا چې دوستان هغه د افغانستان دوستان نه دی خبری او مثالونه راته ویله بیا د میوې او چای څښلو وروسته يې چې هوا خورا خوپه او شړکنده باران هم اوریده په موټر کې سپو ر او د هستیل( هغه ځای چې دولت راکړی وو) خواته بوتلم خو په ډامبر سړک یې موټر ودروی چې د هستیل پورې دوه سوه متره کوڅه پاته وه اوده خپله راته ویلی وه دشپې ناوخته یوازې پیاده تګ ښه نه دی ما ورڅخه وپوښتلې وه : ولې خروړي( سپي ) دي؟
هغه په خندا ځواب راکړې: کاشکې خروړي(سپي) وای شرابیان او توران دی چې څوک داړې
خو اوس یې خپله دومره لیري موټر ودروئ زما په زړه یو خدای خبر وو او له ځان سره مې ویل :کاشکی هلته یې پاته کړی وای یا يې د هستیل تر وره پورې رسولئ وای.
هغه لا لګیا ود خپل غیرت خبری يې راته کولې د لندن د تورانو اوشرابیانو نکلونه یې راته کوله چې څومره بد ځناور دی خو ده د پایلوچانو غوندي ډیر توران په توره شپه کې ځغلولي دي او ویل یې دا بدماشان چې زور ور وویني بیا هغه ته دوه لاسه سلامونه کوی او ویل يې ډیر يې چې ما ووینې حیا دي وي پتلون لندوي او ویل یې که ماته یو کال د پولیس دنده راکئ دا ټوله به انسانان کړم…
موږ په همدې پایلوچي خبرو کې وو چې یو شرابي د بیرو قوطی په لاس د موټر هېنداره وټکوله
دهغه کیسه ناتمامه پاته شوه او په ریږدیدو شواو په ماته خوله يې ماته کرار وویل:
دخاله زو ته تا شه! دا شرابي موټر په لغته ونه وهئ ته هغه په خبرو ونیسه زه به موټر ځینې وځغلوم
زه له موټره تاشوم هغه د سترګو په رپ کې ورک شو
شرابي چې اورلګیت غوښت د موټر په تښتیدو یو څه راڅخه وپوښتل زه چې د هغه دخبرو په لهجه نه پوهیدم چینګه خوله مې ورته نیولی وه نو اخ او ډب پيل شو، دسوکانو لاندې يې خمیره کړم غلبلې او کړیکې مې کړې خو څه ګټه یې نه لرله سړک خالی وو پیسې يې را څخه جیبونه يې راخالی کړه لا یې زړه نه یخیدې
د پولیسو د موټر د سیرن په اوریدو هغه یوې خوا او ما بلي خواته منډه کړه اوځان مې په تراټ، ټوکر ټوکر ، لوند خیښت او په خټو لړلۍ هستیل ته ورسوئ
له ځان سره مې په داسی حال کې چي خټې پاکولې او په نس کې مې د لوږې چیوچیو وو وویل : دخاله ځو امنا ده درته!
***
کله چې مهاجر کیدم یو خپل قاچاقبر راته ویل زه تور دیب یم په ماشاعرانو غزلې جوړي کړي دی ستا بیول لکه پيري ته غزنی تور دیب ته لندن دی زه مو لاس نیولي بیا یم
په اندونیشا کې يې تا کړو شپږ میاشتي يې هلته راباندی تیر ی کړې بیا يې د ټولې نړۍ طواف راباندی وکړ او بیرته يې کراچی ته راوستو
امنا ده درته تور دیبه !