" /> " /> " /> " /> په پاريس کښي چاوديدونکي توکي موندل شوي  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / په پاريس کښي چاوديدونکي توکي موندل شوي  video

په پاريس کښي چاوديدونکي توکي موندل شوي  video

پوليسو د فرانسې د مرکز پيرس له يوه پلورنځي څخه چاوديدونکي توکي تر لاسه کړي
دي. 


د پوليسو په وينا دغه توکي  په تشنابونو کې ځای پر ځای شوي وو او د چولو
لپاره  ورسره کومه آله موجوده نه وه. پوليسو تر اوسه په دغه تور څوک نه دی
نيولی.


له بلې خوا د افغانستان د انقلابي تحريک په نامه يوې ډلې د فرانسې خبري
آژانس  ته يوليک کې ليکلي چې دا کار دوی کړی. په ليک کې راغلي. ((دا يوازې يو
خبرداری وو. که فرانسه د افغانستان څخه خپل پوځيان ونه باسي نو مونږ به يې په خلاف
ګامونه پورته کړو.)) 


نن د فرانسې ولسمشر نيکولس سرکوزي اروپايي پارلمان ته په خبرو کې وويل چې بايد
غافله پاتې نه شي او دغسي ګواښونه سرسري ونه ګڼي.