" /> " /> " /> " /> منتظر الزيدي او بوټان يې !  – لراوبر ویب پاڼه
کور / نوميالي / منتظر الزيدي او بوټان يې !  video

منتظر الزيدي او بوټان يې !  video

سرچينه :  انټر نيټ
ژباړه : بشير احمد ګواښ

د ۲۰۰۸ کال د دسمبر د مياشتې ۱۴ نېټه وه. د امريکا ولسمشر جارج ډبليو بوش  د عراق د لومړي وزير سره يو ځای د دغه هيواد په ارګ کې د خبريالانو مخ ته ودريد تر څو د خپلې  ولسمشرۍ د وروستۍ دورې په دوران کې د ژورناليستانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي. نوموړي چې څنګه د خبرو کولو لپاره خوله پرانيسته، د خبريالانو له منځه يو ځوان خپل بوټان راوويستل او په بوش يې پرله پسې  وورول.  بوش د بوټانو د دغه بريد پر مهال سر ټيټ کړ او بچ شو.  بوټان شاته د امريکا په بيرغ ولګيدل اوبريد کوونکی منتظر الزيدي د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.

هغه د لومړی ګوزار پر مهال پر بوش غږ کړ. ((دا تاته د عراقيانو له خوا د مخه ښې په توګه ډالۍ!))  او د دوهم ګوزار  پرمهال يې وويل.((دا هم د هغه کونډو، یتيمانو، او شهيدانو له خوا چې پر عراق د امريکا د يرغل پرمهال  يې درد ليدلی.))

 


داسې راپورونه راغلي چې منتظر په بند کې ډير زيات وهل شوی دی او د هغه د ورور په وينا پښتۍ او لاس يې ورمات شوي دي. په داسې حال کې چې د ژورناليستانو د حقوقو د ساتنې ادارو پر عراقي حکومت غږ کړی چې منتظر دې زر تر زره راپريښودل شي خو حکومت ښايي نوموړی محکمې ته وړاندې کړي. د خبرونو له مخې د عراق د قانون پوهانو د ټولنې مشر ويلي چې د منتظر الزيدي  د حقوقي وکالت لپاره چمتووالی نيسي. که چيرته هغه محکمې ته وړاندې شي، ښايي  د عراق د قانون له مخې پرې دوه کاله بند واوړي. د عراق اساسي قانون د يو بل هيواد د استازو د سپکاوي حق جرم ګڼي.    

منتظر الزيدی څوک دی؟

منتظر الزيدي ۲۹ کلن ځوان  دی چې  د بغداد پوهنتون څخه د عامه اړيکو په برخه کې يې  له سند اخيستلو وروسته د البغداديه ټي وي سره  په ۲۰۰۵ کال کې کار پېل کړ. نوموړی هغه مهال نړيوالو وپيژاند چې  په ۲۰۰۷ کال کې د بغداد په مرکز کې د يوې وسله والې ډلې له خوا وتښتول شو خو درې ورځې وروسته پرته له کوم  زيان ليدلو راخلاص شو. نوموړی دوه وار په عراق کې د ميشتو امريکايي ځواکونو له خوا هم تر پوښتنو او څيړنو لاندې نيول شوی.

پر بدنامه بوش د بوټانو ګوزارونه که څه هم د مسلمانانو او عربانو د ميلمه پالنې سره په تضاد کې وو، خو  منتظر يې د يو اتل په توګه د خلکو په زړونو کې ځای کړ. په زرګونو عراقيانو د هغه د خوشې کولو لپاره لاريونونه وکړل او بې شمېره نړيوالو د هغه دا اتلوليزه بريد وستايه. د بوش سرسخته مخالف او د وينزويلا ولسمشر هوګو شاويز د هغه په اړه وويل. ((که څه هم پر يو چا د بوټانو غورځول ښه کار نه دی خو زه دمنتظر الزيدي همت ستايم .)) نوموړي د هغه کورنۍ ته په وينزويلا کې د اوسيدو او د هغه ځای د تابعيت ورکولو هم وويل خو د منتظر ورور  عدی الزيدي  دهغه څخه په مننه وويل. ((د ښاغلي شاويز څخه مننه خو مونږ عراقيان يو او په عراق کې اوسيدل غوره ګڼو.))

د (واعتصمو) په نامه د ليبيا د خير ښیګړې يوې ادارې چې د ليبيا د ولسمشر معمر القذافي لور يې مشري پر غاړه لري، منتظر الزيدي ته د زړورتوب جايزه اعلان کړي. همداراز يو لبناني ټي وي د منتظر څخه غوښتي چې د دوی سره کار وکړي. د اين ټي وي په نامه دغه خبري چينل په خپله مطبوعاتي وينا کې ويلي چې که چيرته منتظر د دوی غوښتنه ومني نو له همغه دقيقې به يې تنخا ورحواله شي له کله راهيسې چې يې پر بوش د بوټ لومړی ګوزار کړی.    

د منتظر الزيدی بوټانو هم د پام وړ شهرت تر لاسه کړی.

بوش په همدغه خبري نا سته کې د ټوکو په انداز کې وويل چې د دغه بوټانو نمبر ۱۰ وو. د عربي سوداګريزي مجلې پر وينا د سعودي يو اوسيدونکي دغه بوټان په لس مليونه ډالر غوښتي.  مجلې د دغه سړي له خوله ليکلي. ((دا بوټان بايد په ميوزيم کې کيښودل شي. دا د ټولو عراقيانو لپاره د وياړ خبره ده.)) همداراز په امريکا کې  د جګړې مخالفو څو ادارو اعلان وکړ چې  د دسمبر په ۱۷ نېټه به د سپينې ماڼۍ مخې ته  په عراق کې د وژل شويو او ټپي شويو امريکايي پوځيانو کورنۍپه بوجيوو بوجيوو بوټان راوړي او په دې توګه به د جګړې  خلاف خپل غږ اوچت کړي.

تبصره نسته

  1. منتظر الزيدی نه يوازي دعراقيانوبلكي دنړۍدټولومظلومومسلمانانودزړه بړاس دى بايدچي ټوله مسلمان ملت اوپه خاصه توګه خبري رسنۍبايدددغسي يوه باجرئته ژورناليست دراخوشي كيدولولپاره خپلي هلي ځلي ونه سپموي اودنړۍدنيولوټېكدار(بش)بايددخپلي دموكراسۍددعوې وهلوله مخي دغه ځوان دوهلوټكولوپرځاى وستايي چي دده ددموكراسۍ!دراوستلودعوه يې په ښه اوروڼ ډول ثابته كړه .
    منتظر الزيدی دژورناليزم په ډګركي يوداسي اتل دى چي ترډېره به يې پر(بش)باندي دبوټونوواري دهرچاپرزړه وي اويادونه به كيږي .

  2. دزیدي زړورتيااودغه تاریخي کار ټولوته دستایلووړدی.خوافسوس چه په افغانستان کې هم دی په مډالونونه بلکه په ډبرواوبوټانوبدرګه اونازول سوۍ وای.اوس نودټولوبااحساسومسلمانانودنده ده چه دده دخلاصون په برخه کې دخپل ږغ داوچتولوسره خپله اسلامي،ایماني اووجداني دنده ترسره کړي.

  3. اول بایدبشرحقوق بوش په بوټوباندی ویشتلی وای داچی منتظرالزیدی داکاروکړی دنړی اتل شو

  4. منتظر الزیدی ته د زغم او انتظار کولو غوښتنه کوو، ځکه که خدای کول نو دده پر بوټانو په اسلامی نړۍ راویښه شي، او که وس مې وای نو دده بوټونه به مې په ۱۰۰ میلیونه ډالره هم پیرودلي وای.

  5. افرين والله، د خوند خبره داده چي كله يي لومري بوت پري وويشت ويي ويل دا د عراقيانو د خداي پاماني دالي ده بل يي چي پري وويشت ويل يي: دا واخله سپيه! د عراق د وژل شوو د كوندو او يتيمانو دالي. كاش چي په گولو يي ويشتلي واي او لدي جنايتكاره يي دنيا خلاصه كري واي. خو دده پر زاي بيا دا بل تور اوس افغانستان پر بل مخ ارول غواري او وايي نور عسكر استوم، كاش چي ددي مو سر پري غوح كري واي او زانونه مو يي له شره خلاص كري واي.

  6. منتظر الزيدي ته د صبر او حوصلې غوښتونكي يو خداي دي اجر وركړي .
    په رښتيا سره هم نوموړي د اسلامي نړۍ يو اتل دي او نړي دي ده ته د يو اتل لقب وركړي .
    تر دې وروسته كه له بوش نه څوك د ژوند د تر ټولو ترخې خاطرې پوښتنه وكړي نو ښايي همدغه يې د ژوند تر خه خاطره وي .
    عراق حكومت بايد نوموړي پرته له كوم ځنډ او خنډ نه خوشي كړي كنه !نو د نړۍ په كچه به له غبرګونونو سره مخ شي .

  7. پر الزيدي دي دخداي رحمت وي چي دنړي په بادشاهي مست اوځان ته فرعون ويونكي شخص يي په ټوله نړي كي بې عزته او رسوا كړ، ددغي زماني سركښ فرعون بوش چي كله خبري كوي نو داسي فكر كوي چي ګواكي دي ددې نړي واكمن اونعوذبالله خداي دي ، خو الله جل جلاله دده دغه عظمت اوشوكت د اوسنۍ نړۍ دټولونه په كمزوره قشرخبريالانوكي دالزيدي په بوټ ورتالاكړ، عزت وركوونكي اوذلت وركونكي يوازي الله جل جلاله دي، منتظرالزيدي ته خو دي افرين وي چي داسي كار يي وكړ!!! خو افسوس چي زموږ لالا څه وكړل!!! كرزي لالا دنړۍ دټولونه منفورسړي ته د افغانستان داتل غازي امان الله خان مډال وركړ، نه پوهيږم چي كرزي ده ته دامډال ولي ډالۍ كړ؟ آيا بوش دامان الله خان غوندي افغانستان د انګريزيانونه ازاد كړي دي اوكه په بل سبب؟ زه خو خپله فكر كوم چي كرزي بوش ته دا مډال د يوه حقيقت پربنياد ډالۍ كړي دي، پوهيږ ى چي دا حقيقت څه دي؟ حقيقت دادي چي كرزي بوش ته دا اطمينان وركړ چي ستاسوڅخه زموږ دنيكونواخيستل شوي ازادي بيرته تاسوته دركوواو موږ ستاسو حلقه بګوش غلامان يو!! (انګريزيان اوامريكايان ديوه خره غوږونه دي)
    والسلام علي من اتبع الهدى