کور / سياسي / نړيواله ټولنه، افغانستان او ښاغلی کرزی

نړيواله ټولنه، افغانستان او ښاغلی کرزی

داسي چي شرقي ټولني خپل رسم او بنياد لري سياستوال يي هم د نوري نړۍ سره ورته نه دي ٠ اروپايان او په ټوله کښي غربيان شرقي ټولنه له اقتصادي ، اجتماعي او سياسي پلوه د ټيټي کچي ټولنه ګڼي ٠ د تعليم او پوهي د کچي ټيټ والي ، زيرکو سياستوالو ته د قدرت پر ګديو د منګول ښخولو جرات ورکړی دی ٠

د نړۍ د يوالي پر لور چټکتيا څخه لوی قدرتونه خپل تعبير او تعبير ته تدبير لري ٠ خپلو راتلونکو ستراتيژيکي ګټو ته هغسي لاري چاري خپلوي چي که لږ زيانمني شي خو ډيره ګټه راوړي ٠

په افغانستان کښي غربيان له لمړي سر نه و ښويدل ، بنسټپالنه يي وهڅول ، مالي او معنوي مرستي د دی بنسټپالني بنيه او بنسټ پوخ کړ او اوس غواړي په هغو بنسټپالو يي ماته کړي چي د همدې بنسټپالني  بنسټ ايښودونکي وه او دي ٠ خو دوی

 بيله دې نه چي پر خپلو زړو اشنايانو ا و روابطو تکيه وکړي ، بله

 لار نه درلودل٠

ښاغلی شاه شجاع  د تير تاريخ ، ښاغلی ببرک کارمل د معاصر تاريخ او ښاغلی کرزی د وروستي تاريخ ښې بيلګي دي ٠

ښاغلی شاه زمان تر هغو چي د انګريزي استعمار د ګټو ساتندويي يي کوله ،، شاهي شجاع ،، وو خو کله چي انګريزانو وغوښتل خپلي ګټي په نورو کښي تمثيل کړي نو شاه شجاع خلک د انګريزانو سره جنګ ته راوبلل  ٠ کارمل تر هغه چي د شورويانو د چوپړ وړ وو ، ځان يي پر افغاني ټولنه تپلۍ وو ، کله چي استعماري ځواک د خپلو ګټو لپاره تر کمونستي مشرتابه ، جهادي مشرتابه غوره وګڼل نو ښاغلي کارمل په پټه او بربنډه د

 ځان د سپيناوي هڅي  پيل کړې ٠

ښاغلی  کرزی کله چي د غرب له اړخه د بن غونډي ته وپيژندل سو ، سمدستي  دشيرسرخ متولي ته ورغۍ او د څو لنډغرو سره يي

متوليان مجبوره کړل چي د غنمو وږۍ په لنګۍ کښي ورته ټک ووهي . په هر صورت ، په لويه جرګه کښي يي کمپرامايز له وتلو جنګسالارانو او داړه ماران سره او د غربي ټولونو له اسيبه د ټولو زړه بږنونکو څيرو ساتل او د هغوی غيري قانوني موجوديت ، قانوني کول ، بيا په ټولټاکنو کښي د هغوی له وجود نه ناوړه سياسي ګټه پورته کول ، په امنيتي ادارو کښي د دری لسيزو د جنګ عقده مندو ، ناپوهو ځای پر ځای کول د نړيوالي ټولني د باور له لاسه ورکول او د بي شميره بي پروا او قصدي راپورونو په سبب د ړندو بمباريو په نتيجه کښي د بيوزلو او بيګناه افغانانو د وينو تويدل او نور او نور او نور ٠

افغانستان په سياسي جغرافيه کښي يو ځل بيا خپل ځان له نظامي ، سياسي او اقتصادي پلوه د نړيوالو قدرتونو د پام وړ وګرځاوه ٠ د وخت په دی ترڅ کښي که موږ افغان ولس او افغانستان د خپل راتلونکي د انتخاب ، او افغانستان اونړيوال قدرت ، راتلونکی او انتخاب سره پرتله کړو وبه وينو چي نړيوال قدرتونه زموږ پر سياسي ، اقتصادي او ټولنيز جوړښت باندي تر موږ ډير واکمن وه او دي ٠

دخواشنی خبره دا ده چي زموږ سیاسی واکمن د نړۍ له نورو بلواکو مشرانو سره د ځمکي او اسمان په اندازه لیري لید لری . د پاکستان سیاسي مشران چي د هیواد له جوړیدو نه یی ۶۰ کاله نه کیږي او په منطقه کښي د انګلستان د ګټو  خوندي ساتلو لپاره جوړ شو ، نن خپله ځان مطرح هیواد ګڼي او له ټولي نړۍ سره په څو مخیزو سیکو بازۍکوي . د خپلي بقا لپاره يي  انګلیس په دی باور چي لا په منطقه کښي لوبیدلای شي باوري کړی او د خپلي تجزیی مخه یی ډب کړی .

په عراق کښي لاسپوڅي خپل د هیواد یوالي ته د خپلو ملاتړو امریکایی قواو تر وتلو او ایستلو حاضر دي . په لوی مطبعاتی کنفرانس کښي د امریکا پر تیروتنه ښاغلي بوش په بوټونو استقبالیږي ، خو زموږ  ښاغلي (ببرک کرزي ) هغه د وطن د یوه ازادي غوښتونکي نومیالي په مډال نازوي ! .

زموږ د ښاغلي ( حامد ببرک ګاندي کرزي ) په سیاسي پوهه ښاغلی رباني ، ښاغلی صیاف ، ښاغلی تورن (ډګرجنرال) امر صیب اسماعیل، ستر جنرال (چپراسي) جانمحمد خان ، اسدلله جان قند او داسي نور ، د وطن نومیالي وي نو له شکه پرته بوش د نړۍ نومیالی دی .

(( یو څه چي مي غوښتل د ښاغلي کرزي د معلوماتو لپاره ووایم هغه د ښاغلي جورج بوش خپل اعتراف و په خپله ژبه . ښاغلی بوش د خپلي جنګي ناکامه پالیسۍ غندنه کوي ))

خبره لنډوم ، غواړم د ښاغلي کرزي پر ۷ کلني واکمنۍ افسوس وکړم  چي  د دی ښه فرست نه په استفادی د خپل هیواد او ولس د خدمت وړ ونه ګرځید . همدارنګه د دی لیکني په وسیله ښاغلي کرزي ته د ښاغلي سنګ چاراکي (( د منفوري جبهی ویاند )) وړاندیز تایدوم او مشوره ورکوم چي ستاسي ځای اوستاسي سیاسي موقف همدغه د نفرت جبهه ده . هیله ده له خپل نوم اندۍ نه تیر شې ، افغان اولس او نړیواله ټولنه پریږدی چي مدبر او زړور مشر له اولس نه انتخاب کړي ، اولس او نړیواله ټولنه مه لاس او ګریوان کوۍ ! .  دجنګ نه راوروسته او په جنګ کښي ټولني يو مدير ، مدبر او دلاوره مشر له شر ، فساد او جنګ نه خلاصولای شي او بس ٠