کور / هراړخیز / د سرطاني ناروغیو راتلونکی ګواښ

د سرطاني ناروغیو راتلونکی ګواښ

د رپوټونو له مخې به په ډیره نژدې راتلونکې کې سرطاني ناروغۍ د زړه د ناروغیو ځای چې تر دم ګړۍ د وژونکو ناروغیو د لست په سر کې ځای لري، ونیسي. د دې علت ښایې تر ډیره بریده د سرطاني ناروغیو ښه او پر وخت تشخیص، د زړه د ناروغیو ښه او پر وخت درملنه، د نړۍ په ځینو هیوادونو کې په تنباکو او الکولو د روږدیو کسانو زیاتوالی او ځینې نور فکتورونه وي. 

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وایې چې تر 2010 کال پورې به سرطاني ناروغۍ د نړۍ د وژونکو ناروغیو په سر کې ځای ونیسي. په 2008 کال کې په ټوله نړۍ کې د سرطاني ناروغیو کابو 12 میلیونه پیښې ثبت شوي چې له دې جملې څخه کابو 7 میلیونه کسانو د دې ناروغۍ له کبله خپل خواږه ژوندونه له لاسه ورکړي. د یادولو وړ ده چې د نړۍ د وګړو د شمیرې د زیاتوالي سره سم د سرطاني ناروغیو په پیښو کې هم زیاتوالی راغلی او له بل پلوه په نړۍ کې د تنباکو د استعمالونکو شمیره هم مخ په لوړیدو ده. د نړۍ یوازې 40 سلنه په تنباکو روږدي کسان په چین او هندوستان کې اوسیږي. د ځینو څیړنو په اساس د امریکا په متحده ایالاتو کې په سرطاني ناروغیو د اخته کسانو په کچه کې ټیټوالی راغلی چې ښایې علت یې د پرمختللیو طبي وسایلو پر مټ د سرطاني ناروغیو پروخت تشخیص او درملنه او د نورو هیوادونو په پرتله په سکرټو د روږدیو کسانو ټیټه کچه (د لویانو 20 سلنه) وي. 

په دې ورستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اړونده د سرطان د څیړنو نړیواله ادارې (IARC) د یو شمیر زیاتو سرطاني ناروغیو د ادارو په ګډون په دې اړوند یو کنفرانس جوړ کړی وو چې موخه یې د سرطاني ناروغیو نړیوال زیاتیدونکي تهدید ته د نړیوالو د پام راړول وو. د دې کنفرانس په پای کې یو رپوټ خپور شو چې پکې راغلي “د سرطاني ناروغیو پیښې په نړیواله کچه د شلمی پیړۍ په وروستیو دیرشو کلونو کې دوه چنده شوې او داسی پتیل کیږي چې دا شمیره به د 2000 کال نه تر 2020 کال په موده کې یوځل بیا دوه چنده شي او تر 2030 کال پورې به دری چنده شي”. په دې رپوټ کې وړاندوینه شوې چې تر 2030 کال پورې به د سرطاني ناروغیو تشخیص شوې پیښې کابو 26.4 میلیونه ته ورسیږي چې له دې جملې څخه به 17 میلیونه کسان خپل خواږه ژوندونه له لاسه وکړي.

دې رپوټ د سرطاني ناروغیو په درملنه کې ځینو ننګونو ته هم اشاره کړې لکه د افریقا د لویې وچې په ځینو هیوادو کې د نارکوتیک داروګانو (دا ډوله داروګان د مخدره توکیو څخه لاس ته راځي او د شدیدو دردونو په تسکین کې رغنده رول لري) قانوني بندیز چې په سرطاني ناروغیو د اخته کسانو تسکیني تداوي یې تر ډیره حده له خنډونه سره مخ کړې او همدارنګه ځینې هیوادونه د روغتیا پالنې لپاره ډیره کمه تخصیص شوې بودیجه او له بل پلوه پکې د ساري ناروغیو کچه لوړه ده چې تقریبآ د بودیجې زیاته برخه پرې مصرفیږي. د سرطان د څیړنو د نړیواله ادارې (IARC) یو ډاکټر پیتر بویل زیاتوي چې په داسې هیوادونو کې د سرطاني ناروغیو د درملنې کچه ډیره ټیټه ده او حتی د وکړیو یو زیات شمیر یې ورته هیڅ لاسرسی نه لري د سرطاني ناروغیو متوقع زیاتوالی به په ټوله نړۍ کې د ټولنو په هره سطحه کې عجیب مشکلات رامنځ ته کړي. 

اوسمهال د سرطاني ناروغیو پیښې له غربي، شتمنو او صنعتي هیوادونه څخه د بیوزلو هیوادونو په لور د خپریدو په حال کې دي. په بیوزلو هیوادونو کې سرطاني ناروغۍ د ایچ آی وي، ملاریا او نري رنځ په پرتله د ډیری کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی. 

په پای کې ډاکټر پیتر بویل وایې “اګرچې د سرطاني ناروغیو زیاتوالی په نړیواله کچه د روغتیاپالنې نظام ته یو لوی ګواښ دی مګر یوه د هیلو سوړه شته هغه داچې دا ناروغۍ د وقایې یا مخنیوي وړ دي. د تنباکو پر استعمال کنترول، د الکولو په څښاک کې کمښت، د بدني فعالیتونو زیاتوالی، د تور زیړي (Hepatitis B چې په اوږده موده کې د ینې د سرطان سبب ګرځي) او انساني پاپیلوما ویروس (HPV چې د رحم د غاړې د سرطان سبب ګرځي)  په وړاندې واکسین، منظم معاینات او د سرطاني ناروغۍ په وړاندې د عامه پوهاوي رغنده ګامونه تر ډیره بریده د دې نړیوال ګواښ تاثیرات کمولی شي”.