د پاکستان ولسمشر افغانستان ته ځي

د لراوبر اداره | دسمبر 18th, 2008


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې سبا به د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري افغانستان د ولسمشر کرزي په بلنه سبا د یو پلاوي سره افغانستان ته سفر وکړي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې ولسمشر زرداري او ښاغلى کرزى به د ترهګرۍ پر ضدد گډې مبارزې پر لارو چارو او په راتلونکي کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاريو د لا پراختيا په هکله خبرې اترې وکړي .


په دې سفر کې به د ولسمشر سره خارجه وزیر ، د سرحد ایالت(پښتونخوا) والي ،د کورنیو چارو مشاور او نور لوړ پوړي چارواکي هم ملګري وي .

Copyright Larawbar 2007-2024