يوې افغاني ميرمن په يوه ځل درې لوڼي او يو زوی وزيږول
دسليمې په نوم په پيښور ښار کې يوې افغاني کډوالې ميرمنې په يوځل څلور ماشومان دليندۍ په ٢٩مه دپېښورښار کې په يوه روغتون کې وزيږول .
دغه افغانه مېرمن چې په ايوب ميډيکل روغتون کې دڅلورو ورځو راپديخوا دډاکټرانو ترمعايني اوعمليات لاندې وه څلور واړه ماشومان يې دعمليات په وسيله رو غ رمټ راويستل شول .
ډاکټران وايې چې هم دسليمي وضعت ښه دي اوهم يې ددرې لورګانو اويو زوي .
هغې ته دياد شوې روغتون دولادي اونسايي دڅانګې ډاکټر عزيز النسا ويلې چې ډيره ژربه يې کورته رخصت کړي .
ديادونې و ړده چې دسليمې خاوند دشفاخانې په مخ کې دشفاخانې ګاردانوته دچاکليټوڅو پا کټه شيرنۍ ورکړې اوعيني شاهدان وايې چې ددې ښځې خاوند ډير ې خوشحالۍ کولې او ويل يې چې که شرم نه واي نو ګډابه يې کړې واي .