د ښاغلي احدي استعفا ولي ونه منل شوه ؟!

د لراوبر اداره | دسمبر 20th, 2008


ښاغلی احدي چې دافغان ملت ملي ګوند مشري له څه دپاسه ديارلسو کلونو راهيسې کوي ، د هيواد او دسيمې په کچه يوه پيژندل شوې سياسي څيره بلل کيږي  .
نوموړی چې د هيواد په کچه دهغو کوتو په شمار او د ښاغلي کرزي په کابينه کې يې د زده کړو په اساس  يې ساری نه ليدل کيږي او د څو کلونو راهيسې يې  هيوادته د پام وړ خدمتونه کړي چې د افغان حکومت په ټيکاو کې يې خاص رول لوبولی او آن چې د ده   سياسي مخالفين هم دده په پوهې او زکاوت اعتراف کوي .
نوموړي چې له څو کلونو راهيسې يې له ډيرو کړاونو سره سره دنده په مخ بيوله دې ته حاضر نه شو چې يوه ورځ هم خپله رسمي دنده پريږدي خو اوس ويل کيږي چې ښاغلی احدي نه غواړي نوره دنده په مخ بوځي ؟!

د ښاغلي احدي د استعفا ﻻملونه :
ويل کيږي چې له مياشتو راهيسې د ګونديو شمير کدري غړو په ښاغلي احدي فشار اچولی تر څو دنده پريږدي او د ګوند چارې په مخ بوځي .
بل لور ته په هيواد کې ناانډوليز بهير ، لکه د پښتنو په سيمو بې رحمانه بمباردونه ،په پښتنوسيمو کې  د ښوونځيو بنديدل ،د کوچيانو دڅړځايونو غصبول  او همدارنګه دې ته ورته نورې پيښې . او يا هم  په دولتي ارګانونو کې د بډو راکړې ورکړې فساد چې د هيواد په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کيږي داهم يو دليل کيدای شي .
داددې لپاره چې ښاغلی احدي د يوې لوې کتلې مشري او مسووليت په غاړه لري په کارده چې راتلونکو نسلونو ته خپل ځان سپين و ښيي ځکه چې راتلونکی نسل حق لري د داسې ملي ګوندونو له مشرانو څخه د يوه مسوول په توګه پوښتنه وکړي او ورته ووايي چې تاسې ولې د يوه واقعي افغان په توګه خپل غږ اوچت نکړ چې دا هيواد د بر بادۍ په لور روان دی .
دريم داچې کيدای شي د ماليې په وزارت کې يو ډول اداري ستونزې موجودې وې چې ددې لامل وګرځي ترڅو ښاغلی احدي له دندې څخه لاس په سر شي داچې دنوموړي د استعفا ﻻمل په څه کې وه ﻻ تر اوسه واضح او روښانه نه بريښي ، خو په هر صورت هر ﻻمل چې ؤاستعفا يې  يو پر ځای عمل و .
ځکه چې ښاغلی احدي د هغه مسووليت په اساس چې د خپل ولس په وړاندې يې لري تر دې وړاندې يې بايد خپل غږ پورته کړی وی او د خپل ولس ترڅنګ دريدلی وی ، اوس چې د  ښاغلي کرزي بې د بنسټه حکومت د پای شيبې دي د ستايلو کار بلل کيږي ځکه هغه کسان چې ځانونه په رښتيا ددې وطن خواخوږي بولي بايد  خپل ځان ګوښه کړي .

 ګوندي پرنسيب او سياسي اخلاق :
د ښاغلي احدي د استعفا تر څنګ  دګوند مرستيال ښاغلي غلام جيلاني پوپل هم بايدد سياسي اخلاقو پر بنسټ  خپله  استعفا ور کړې وی ، ځکه دا له سياسي اخلاقو څخه لرې خبره ده چې د يو ګوند مشر دې له حکومت سره خپل پريکړون اعلان کړي خو تر څنګ يې دې د ګوند مرستيال په ټيټو سترګو دولتي دنده تر سره کوي .
بل لور ته په ګوندي پرنسيب کې داسې نشته چې د ګوند مشر دې په يوه او مرستيال دې په بله روان وي ، ځکه په ګوند کې منځني اختلافات رامنځ ته کيږي او بيا ګوند د تباهۍ کندې ته غورځوي .
خو ښاغلي پوپل نه داچې استعفا يې ور نکړه له دې ويرې چې نور ګونديان دده د برخليک په اړه کومه پريکړه ونکړي يو شمير  هغه ګڼ کپان چې  شخصي ګټې يې په ګمرکاتو پورې تړلې دي دې ته وهڅول چې ښاغلی احدي له خپلې استعفا څخه تېر کړي او ښاغلی ولسمشر هم دې ته و هڅوي ترڅو د ښاغلي احدي استعفا منظوره نکړي .
 دلته  ښاغلي پوپل د خپل تاکتيک په کاراچولو ځکه ګټه پورته کړه  ځکه چې له يوې خواه يې د احدي شخصيت ته په ټولنه کې  صدمه ورسوله ځکه چې  ښاغلی احدي به د هيواد په راتلونکو  ولسمشريزو ټولټاکنوکې د يو احتمالي مطرح کانديد په توکه د ښاغلي کرزي په وړاندې يو ستر ګواښ  واوسي  داځکه چې  ښاغلی احدي په ټولنه کې د ډير نفوذ خاوند دی  او په تيرو ټولټاکنو کې د ښاغلي کرزي د کمپاين  ډيره برخه د ښاغلي احدي او د افغان ملت ګوند له خوا په مخ بيول کيدله خو اوس  ويل کيږي  چې د افغان ملت ګوند مشرتابه له ښاغلي کرزي سره خپله همکاري درولې ، خو ددې وير ې او ګواښ په  وړاندې  ښاغلي کرزي مخکې له مخکې  ښاغلي پوپل ته د سيمه ايزو ارګانونو د ادارې د مشرۍ په ورکولو سره  نوموړی د ښاغلي احدي  په وړاندې راپورته کړی چې له يوې خوا دده په آند راتلونکی کمپاين به   د يو شمير  افغان ملتيانو په ملاتړ ترسره کړي او له بلې خوا به د ښاغلي احدي شخصيت  په ګوند او ټولنه کې له ګواښ سره مخ کړي ، د يادونې وړ ده چې ښاغلي  کرزي  خپل  انتخاباتي کمپاين  څه موده وړاندې  د همدې ادارې خواه پيل کړی چې ښې بيلګې يې په يو شمير وﻻيتونو کې د ولسواليو د شوراګانو جوړول دي ،  بل لور ته  ښاغلی پوپل  هم پدې ويره کې وه چې کيدای شي ګوند د نوموړي په نه استعفا  کولو نوموړی دګوندارزښتونو ته په خيانت سره  تورن کړي او له ګوند څخه يې اخراج کړي .

ديو شمېر پارلماني وکيلانو منځګړيتوب :_
په پارلمان کې د ګوند يو شمير وکيلان چې د ګوند له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوي د ګمرکاتو له رئيسانو څخه په يو او بل نوم پيسې اخلي او نام بدګي يې ګوند ته پريږدي له دې ويرې څخه چې که چېرې ښاغلی وزير استعفا ور کړي د دوئ ناوړه ګټې به پرې بندې شي، دوئ  تر بل هر  وړاندې  دې کار ته ور ودانګل تر څو د نوموړي  عمل مخه ونيسي ،داکسان چې زامن او خپلوان يې په ګمرکاتو کې په يو او بل نوم ور داخل کړي او آن چې خپل نومونه يې هم د ګمرکاتو دجواليانو په لستونو کې ور  شامل کړي مياشت په مياشت ور څخه خپل حق اخلي ډير ويريدلي و ځکه  د دوئ يو شمير يې په بهر کې خپل کورونه له همدې پيسو څخه تمويلوي او په خپله هم د مياشتې په سر کې دلته او آخر کې په اروپا  او آستراليا کې چکر وهي ، د دوئ معاش او شخصي عايد ددې ايجاب نه کوي چې په کال کې يو ځل هم بهر ته په شخصي او خپلو پيسو سفر وکړي .

پايلې او وړانديزونه :
که ښاغلی احدي غواړي په ريښتيني ډول په ټولنه کې د محبوبيت خاوندشي او دافغان ملت دګوند ګريوان د راتلونکو نسلو نوله شلولو څخه وساتي ، په ګوند کې د هغې مافيا چې له څه مودې راهيسې د ګوند د تخريب په موخه رامنځ ته شوې شنډه او هغه غله او داړه ماران چې د افغان ملت ګوند له سپيڅلي نوم څخه ناوړه استفاده کوي ، په يو او بل نوم د ګمرکاتو له چارواکو څخه پيسې اخلي رسوا  او بربنډ شي ، نو په خپله استعفا دې کلک ودريږي ځکه چې دنر يوه خبره وي .
او بل داچې  ښاغلی احدي  دې د هيواد راتلونکو ټولټاکنوکې  خپل غوڅ دريځ خپل ملت ته څرګند کړي اوبل لورته دا ايجاب کوي چې  په ملي شورا کې دې  د افغان ملت ګوند وکيلان خپله همکاري د کرزي له ادرې سره قطعه کړي ځکه چې  د ښاغلي کرزي له ادرې سره يوه ورځ همکاري هم له دې ملت سره جفاه ده .

Copyright Larawbar 2007-2024