رڼا کړه
چې مې سترګو په ليدو باندې بنا ګړه
هغه دم کې مې سجده تاته اهدا ګړه
اوس دې خوښه چې وفا کړې يا جفا کړې
ما قبوله په لېمو دا ستا رضا کړه
د ګلپاڼو ته چې لږ شانې ور ځير شوم
هر يؤه يې راته ستا د مخ سنا کړه
ځېنې لمر،سپوږمۍ او ستوري مثال ور کا
ما په کاڼو کې پېدا دا ستا ځلا کړه
ستا ياري کې مې وجود او هم سجود موند
عقيده يې را پخه لا تر پخوا کړه
مونږه وينو ورته لا يې ليدئ نشو
بې علمي چې پر مونږ چارې نن صبا کړه
څه د وخت سودا ګران دي څه يې چارې
ښه ککړه يې د دې جهان فضا کړه
داموسم بې وخته راغۍ هم دا سېل دمرغکېؤ
طبيعت په بدلېدو شو ځکه دوی دا اشتباه کړه
لاس په کار شه که نه دا بېړۍ ډوبيږي
لکه نوح ع له خپله زويه ځان جلا کړه
زه حامد ځکه د ستا په نور شېدا يم
هر يؤ څيز کې ستا وجود ما ته رڼا کړه
د ٢٠٠٨ کال د نومبر د مياشتې ١٠مه