ناټو يو مړی مني خو طالبان وایی يو ټانک ويجاړ ۵ عسکر يې وژلي

د لراوبر اداره | دسمبر 21st, 2008


نن غرمه مهال دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په بازار کي دبریتانويانو يوزغروال ټانګ دسړک دغاړي دماین په چاودنه کښي ویحاړ شو، دا خبره د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي کړې ده ، د نوموړي په وينا په چاودنه کښي چي له لري واټن څخه دکنټرول شوي ځمکني ماین په مټ داسلامي امارت دمجاهدينو له لوري هغه وخت تر سره شو چي ددښمن ټانګ دبازار په مجيد چوک کښي په ګزمه بوخت وو، چي په ترڅ کښي يي  ټانګ ویجاړ او سپاره پنځه تنه بریتانوي عسکر وژل شوي دي .

د قاري يوسف ددې خبر څخه  اته ساعته وروسته د ناټو ځواکونو د يوې خبرپاڼي په خپرولو د افغانستان په سهيل کي د خپل يوه کارکوونکي د وژل کېدو خبره تائيد کړې ده خو د پېښي د ځای او وژل سوي تن هويت يې پټ ساتلی دی . دا په داسي حال کي ده چي پرون هم په هلمند کي د ډنمارک درې پوځيان وژل سوي او وړمه ورځ په روزګان کي د هالنډی سرتيرو يو ټانک د سړک د غاړي پر بم ور برابر سوی چي يو يې ژوبل او بل يې ځوانيمرګ سوی و .


 

Copyright Larawbar 2007-2024