د بوش يا بای- بای بوټونو مينه وال په زياتېدلو دي  video

د لراوبر اداره | دسمبر 23rd, 2008



يو ترکی بوټ جوړوکی رمضان پدې ډېرخوښ دئ چي کمپنۍ ته يې د نړۍ د ګوټ- ګوټ څخه په زرګونو د هغه تور څرمن بوټونو سپارښتني او آرډرونه رار روان دي کوم چي د يو عراقي ژورنالست له لوري پر بوش د هغه د مخه ښې په غونډه کښي ګورار سول .  

رمضان ترکی بوټ جوړونکید استانبول د بايدان نومي بوټ جوړوني کمپنۍ مشر وويل چي دده په کمپنۍ کښي نويو سلو تنو کارګرانو ته ضرورت دئ څو د ۲۷۱ ماډل، بوش بوټ او يا بای-بای بوټ د زياتېدونکو مينه والو فرمايشتونه کابو کړي ، ده وويل چي موږ ته د ټولي نړۍ څخه د خلګوفرمايشتونه را روان دي؛ د اروپا څخه ټوله 370,000 ، د منځني ختيځ او امريکا څخه 40,000 ، د عراق څخه 120,000 فرمايښتونه لروچي دقه رقمونه نور هم د زياتېدو په حال کښي دي .

دغه بوش  يا بای بای بوټونه په ترکيه کښي په ۴۰  امريکايي ډالره پلورل کيږي .

د عراقي خبريال محاکمه به د روان عيسوي کال د دسمبر پر ۳۱ مه پېل سي، که نوموړی مجرم ثابت سي نو به پرې د ۱ څخه تر ۵ کالو قيد راووزي، د نوموړي خبريال ورور د هغه  ليک په اړه چي د زيدي د بخښي غوښتني په نامه خپور سوئ وو؛ رد کړ او ويې ويل چي هغه په نوموړي په زندان کښي تر شکنجې او وهلو ټکولو لاندي ليکل سوئ وو .


 

Copyright Larawbar 2007-2024