کور / تازه خبرونه / ولسمشر كرزى، خوست ته په ناڅاپي سفر كې څه وويل او څه واوريدل؟

ولسمشر كرزى، خوست ته په ناڅاپي سفر كې څه وويل او څه واوريدل؟

ولسمشر حامد كرزي نن په ناڅاپي ډول خوست ته سفر وكړ ا و د خبرو پرمهال يې وويل، چې د دغه سفر لويه موخه له هغو كورنيو سره د غمرازۍ ښوونه ده، چې په دې وروستيو كې يې د بهرنيو ځواكونو په پوځي عملياتو كې غړي او آن ښځې او ماشومان ټپيان او  وژل شوي دي.


افغان ولسمشر له غرمې وړاندې، د خوست ښار شمال لويديځ ته، د شېخ زايد پوهنتون په انګړ كې له  چورلكې ښكته شو او د همدغه پوهنتون په جومات كې جوړې هغې غونډې ته يې خبرې وكړې، چې د خوست له بېلابېلو سيمو سلګونو قومي مشرانو پكې برخه اخېستې وه.
غونډې ته د هغو زيانمنو كورنيو غړي هم وربلل شوي وو، چې بهرنيو ځواكونو يې د پوځي عملياتو په پايله كې كې د كورنۍ غړي وژلي او ټپيان كړي وو.
د دې پېښو وروستۍ يوه يې د خوست د كونډيو په سيمه كې وه، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي او  څو نور په سپيو داړل شوي وو.
ولسمشر كرزي وويل، چې خپلسرې تلاشۍ او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وژنې او په سپيو داړنې بيخي د زغملو وړ نه دي او د ده په خبره په وار وار يې د بهرنيو ځواكونو له مشرانو سره په دې اړه خبرې كړي، خو تر اوسه پكې كوم خاص بدلون نه دى ليدل شوى.
كرزي وويل، چې كه هغوى بيا هم ونه منله، نو اړ دى، چې له ټولو افغانانو جوړه يوه جرګه را وغواړي او په دغه هېواد كې د بهرنيو ځواكونو پر شتون او كړو پرېكړه وكړي.
د وروستۍ زيانمنې كورنۍ مشر ډاكټربلال د ولسمشر كرزي پروړاندې خپلو خبرو كې وويل، چې بهرنيو ځواكونو د ده كورنۍ ته ډېر زيان واړاوه، خو ولسمشر بايد د نورو داسې پېښو په مخنيوي كې وروستۍ هڅې وكړي او د ده په وينا افغان ولس د عزت په بدل بيارغونه، كله هم نه غواړي.
كه څه هم د غونډې ډېرو ګډونوالو احساساتي ويناوې كولې او آن له ولسمشر كرزي يې وغوښتل، چې كه بهرني ځواكونه عمليات نه پرېږدي، نو له افغانستانه دې د وتلو ګواښ ورته وشي، خو د انجنير احمدشاه په نوم يوه ويناوال وويل، چې بهرنيو ځواكونو ته په دغه هېواد كې د پاتې كيدو اړتيا شته، خو داسې چې د ده په وينا په خپلو پوځي آډو كې پاتې شي او د سرحدي پولو ساتنه وكړي.
ويناوالو دا هم ويل، چې په كليو او آن ښاري سيمو كې د بهرنيو ځواكونو پلټنې او فعاليتونه پر افغان ځواكونو د خلكو  باور ته زيان اړوي.