کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ایا منتظرزیدي نړۍ ته د احتجاج نوې فارمولا ورکړه؟

ایا منتظرزیدي نړۍ ته د احتجاج نوې فارمولا ورکړه؟

 


”هن واخله د عراقي اولس له لوري اخري سوغات ”ولسمشر بش سره لږ ښکته کولو سره ځان وژغورو او بیا دوهمه چپله هم په شغار سره د هغه د سر دپاسه تېره شوه او په شالید کې د امریکې د بېرغ سره ولګیده ـ د البغدادیه ژورنالیست منتظرزیدي د عراق د قانون په نظر کې مجرم او د ټولې دنیا د هغو خلقو په نظر کې هیرو ښکاره شو کوم خلق چې د جنګ څخه کرکه کوي ـ د امریکې ولسمشر سره د عراق په څېر د یو هیواد د ژورنالسټ دغه ډول کړنې خبر که یو لور ته د ځنګل د اور په څېر په ټوله نړۍ کې خپور شو نو بل لور ته منتظر زیدي د نړۍ دپه وړاندې د کرکې او نفرت د څرګندولو لپاره یو ه نوې فارمولا وړاندې کړه ـ


  کلین شیو کړې او پتلون کوټ کې ملبوس منتظر ځان هغه این سټاین ثابت کړو چاچې ځانمرګوحمله کونکو ته دا جوته کړه چې ستاسو په زرګونو حملو خو په لکونو انسانانو وېنې توې کړې خو دومره هم ونشوه چې ستاسو ننداره د سپنې ماڼۍ باسیان د ټېلې ویژن په سکرین هم وکړي او نه مو هغه څوک سم په نښه کړل څوک چې تاسو په نښه کول غوښتل ،او زما د ویشتل شویو چپلو په مخض شغار کې هغه زور او د ازادۍ هغه ترانه موجوده وه کومه چې د ولسمشر بش غوږ ته نزدې وغږیده او صدربش یې دومره محتاط او ترهیدلی کړو چې بیا په کابل کې هم د ژورنالستانو په وړاندې په دفاعي پوزیشن کې ولاړ لیدل کیدوـ منتظر ثابته کړه چې د یو ژورنالسیت په احتجاج کې دومره زور وي کوم چې د ځانمرګو په بلها حملو کې نه وي ،ځکه خو صدر بش او یا راتلونکی بارک اوبامه به د ځانمرګو په پرتله د ژورنالستانو څخه ډېره ډډه کوي ـ


  د منتظرزیدي له کارنامې باید مونږ یوازې تر دې حده محدوده نه کړو چې هغه څرنګ په صدر بش چپله ګوزاره کړه او یا دا چې یو کمپیوټر پوه څومره زړه راښکونکې لوبه په دغه موضوع تیاره کړه،پکار ده چې د منتظ ر دغې عمل ته مونږ ددې زاوېې وګور چې هغه دنیا ته او په تېره بیا اسلامي دنیا ته کوم پيغام ورکړو او دغه پیغام مونږ د یوې سترې پوښتنې پله بیایي او هغه دا چې ولې ځانمرګې حملې دومره نتیجه نه ورکوي او دومره زړه پوري بحثونه نه راپورته کوي ؟ زما په آند د منتظر او ځانمرګو په طرزالعمل کې یو جوت توپیر دادې چې منتظر ټول په ټوله ځان او سوچ په واک کې درلود ،هغه خپل مازغه،خپل فهم،خپل ضمیر،خپل فکر او د خپل وجود هره حصه په واک کې لرله او چې کله دهغه سترګو د عراق په کوڅو کې دامریکايي جنګي الوتکو بمباري لیدلي وي نو دماغو به یې څه فکر کړی وي،زړه به کرکه محسوس کړي وي او ټول بدن به یې د ډېر فکر روسته دا پلان جوړ کړې وي چې یو داسې چانس ته یې منتظر منتظر پاتې کیدو پلان جوړ کړي وو او چې کله موقع په لاس ورغله نو بیا یې هغه حدیث شریف عملي کړو چې وایي ”که تاسو یو غلط کار ووینۍ نو په لاس یې مخنیوی وکړئ،کنه داسې نه شئ کولی نو په خله یې منع کړئ او که دا وس مو هم نه وي نو په زړه کې پرې بد ووایې” منتظر زما په خیال په لاس مخنیوي وکړو خو دلته خبره بیا ځانمرګو برید کونکو ته راځي چې هغوۍ ولې داسې نه شي کولی؟ د لږ فکر روسته خبره بیا دلته راځي چې شاید هغوۍ لپاره فکر بل څوک کوي،پلان ورته بل څوک د بل څه فایدې لپاره جوړوي او د حملې دپاره ددغو” بې چاره ګانو” انتخاب کوي ،حمله کونکي ځان قرباني کړي خو لومړۍ او دویم یې په ثمناقلیلاً وپلوري او دغه کار هغه نتجه رانه وړي د کومې دپاره چې کارشوی وي