هند.نړۍ باید په پاکستان فشار راولي

52 | دسمبر 23rd, 2008


دهند د خارجه چارو وزیر پرناب مکرجي ویلي دي چې پاکستان کې موجود ترهګر د نړیوال ثبات دپاره لوي ګواښ دی نو ځکه خو نړۍ ته پکار دي چې په پاکستان فشار واچوي ترڅو دغه نړیوال ترهګر جال ختم شي

پلازمینه ډیلي کې دنړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کې متعین هندي سفیرانو دوه ورځني کانفرانس ته د وینا په مهال دهند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په پاکستان کې د نړیوالې ترهګرۍ ستر نیټ ورک دی او پاکستان تراوسه ددې د خاتمې دپاره هیڅ کار نه دی کړی   

Copyright Larawbar 2007-2024