کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ای دستر احمدشاه بابا افغانستانه نن چا ته پاتي شوې

ای دستر احمدشاه بابا افغانستانه نن چا ته پاتي شوې

ای د اسلامی نړۍ امپراطور ستر ټولواک او خپلواک احمدشاه بابا ستا مبارک نوم خو به چه کله ستا د دښمنانو تر غوږ شو نو ټول بدن به یی په ریږدیدا شو اود ډیره ډاره به یی خوب د وجود نه کډه وکړه .او ډیر ژر به خپلو نیمګړتیاوو ته متوجی او په سمه لاربه روان شو ستا کارنامی او فتوحات خو نړیوالو ته یو ښه درس ؤو تا خو به سرکشان او بی بندوباره او بی لارې کسان ډیر په اسانه لارې ته راوستل ته خو د ظالیمانو ستمګرو وران کارو او ګوډاګیانو یو ډیر ښه علاج کوونکی ډاکټر وې.


ته خو یو خپلواک ازاد مستقیل عادل او د حق طلبداراود افغانستان بنیاد ایښودونکی وتلی زړور ښاغلی او اتل پاچا وي .


ستا او صاف او صیفات خو زه په کتابونوکی نشم ځا ی کولی او د قلم رنګ می تری نه عاجزدی .
خو بد بختانه راشه اوس دې د لمسیانو حال وګوره دښمنانو پری داسی لوګډ کړی دی لکه دثورپه میاشت کی چه په پخو غنمو لو ګډ وی او ډیره عجیبه خودا ده چه ددوۍ د لو لپاره یی داسی اشرکوونکی یعنی کارکوونکی ګمارلې دي چه هغه هم پخپله افغانان(پښتانه)دی خالې رنګونه او بیل بیل نومونه او لقبونه یی ورکړی دی چاته یی د شین سترګی انګریز د منحسی رهبرۍ لاندې دنده ورکړی ده چه هله د وطن نه ددفاع پخاطر ولس بمبارې کړه اوچاته یی د طالب یعنی داسلام د نامه نه په ګټه اخیستنه دنده سپارلی چه هله مکتبونه وسیځه پلونه ونړوه د بریښنا ډیمونه والوزوه ابادیانی ورانی کړه او په معصومو بیوزلو جونو زده کړیالو باندی تیزاب وشینده چه دوۍ بی تعلیمه پاتی شې او همدغه شان دپردیو او بیګاناوود موخو ښکار وګرځی یعنی خلاصه دا چه که دیخوا مری(حکومت)هم پښتون که ها خوامری(طالب)هم پښتون او که په منځ کی مری(ولس)هم پښتون ښه ګټه چاته رسیږی پخپله فکروکړۍ . ښه تا سو ما ته د حا مد کرزی صا حب په دې توره اوه کلنه دوره کی په برافغانستان کی یو کس راوښایی چه د پښتون نه غیربل څوک پکی مړوی همدا شان که لرافغانستان (پښتونخوا)ته وګورو لکه صوات وزیرستان باجوړ پیښور او داسی نور د پښتون نه غیرکله تا سی واوریده چه یا یو پنجابی یا سندی یا بل مړشو نه هیڅکه نه .


نو ددی نه په ډا ګه او بی شکه معلومیږی چه دا د افغانانو(پښتانو) پرضد دښمنانو یوه ګډه پروسه اونقشه ده چه په کار یی اچولی ده . او پردی باندی د ډیرو کلو راهیسی کار شوی دی اودا لا څه چه دغه دښمنان وایی کشکی دا پلان مو یوڅو کا له مخکی تطبیق کړی وی نو اوس به ټول پښتانه ختم وی ځکه ډیره کامیابه روانه ده . او دا هم ورسره وایی چه داسی اور مو پکی بل کړی چه تر مړکیدو مړکیدو پوری به مو ورته سټه ویستلی وی اوس سوال دا راپورته کیږی چه داد ښمنان دې څوک دا خو ټولو ته د لمر غوندی معلوم دی خو زه به یی یو ځل بیا درپه ګوته کړم چه دا دی : امریکا برتانیه تورپنجابیان ایرانیان تاجکان او شورویان او داسی نور .


اوس راځم دی ته چه دې دښمنانو ولی د پښتون وژنی پروسه په کار اچولی ده دا نو ډیر اوږد بحث دی خو زه دلته یو څو مهیمو ټکو ته اشاره کوم . اول امریکا ولی پدی پروسه کی مداخیله کړیده دا نو هر چاته په ډاګه ده چه افغانستان امریکا ته یو افتصادی او ستراتیژیک اهمیت لرې او بل دامریکی دنوی ټکنالوجی او ددریمی نړیوالی جګړی لپاره تیاری شوی وسلی دازمایښت یو ښه وړیا لابراتوار دی او بل افغانستان د امریکی د پاره د شوروی او چین په مقابل کی یو ښه او مناسب فوځی هډه ده نو ددی پخاطر دوۍ افغانستان کی دایمی شتون غواړی او ددی دایمی شتون لپا ره دوۍ مجبور دی چه ددی هیواد اصلی وارثان وزپی او یایی دځان ګوډاګی کړې دوهم برتانیه : برتانیه هم خپل اهداف لری خو ددغو اهدافو ترڅنګ غواړی چه دخپلو نیکونو کسات او بدله واخلی ځکه نن ښه چانس ورته په لاس ورغلی دی .


دریم تور پنجابیان : دوۍ د پښتونخوا د قبضی او د هضمولوپخاطر او بل دخپلواقتصادی کمپنیو او شرکتونود چلولو پخاطر غواړې چه پښتون وژنه او افغانستان ویجاړ وساتی ځکه که افغانستان جوړشي اوافغانان(پښتانه)په قرارشی نو بیا ددوۍ ټول تولیدات او صادرات افغانستان ته په ټپه دریږی او دوۍ د نیستۍ سره مخامخ کیږی . څلورم ایرانیان: ایرانیان ایرانیزم غواړی او د افغانستان نوم یی په زړه نه جوړیږی او تل عمر دا کوشش کوی چه خپل کلچراو ژبه په مونږه نصب کړی او افغانې ژبه (پښتو)ختمه کړی . دانشګا او دانشکدی راته راوستوی او غواړی چه ملی ټرمینالوژی مو د منځه یوسی او افغانستان نه افغانستان نه بلکی د ایران یوه برخه جوړه کړی . لکه د عالیقدر میرویس خان نیکه په وخت کی چه یی په افغانستان حمله وکړه چه د میرویس خان نیکه لخوا ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شو . او تاجکان فیډرالیزم غواړی او دغه افغانان (پښتانه)یی په توره وینه پراته دی او نه غواړی چه افغانستان دې سرلوړې وی .


پنځم: شورویان دا چه د شورویانو سوپر طاقت دافغانانو پواسطه صفر شو نو پدی خا طر اوس ویریږی چه که افغانستان بیا په پښوودریږی نو حمله به راباندی وکړی نو پدی خاطر غواړی چه افغانستان ځوړند او وران وساتی . اوس به راشو ددښمن ذکاوت ته چه د څومره ذکاوت نه یی کار اخستلی دی پښتانه یی په دریو مختلیفو ګروپونو تقسیم کړی دی او بیا دا دری واړه ګروپونه د همدغو دښمنانو په منګولو کی پراته دی او د همدغو دښمنانو په لمسه جنګیږی . چه دا ډیر دافسوس ځای دی . چه نوموړی دری ګروپونه په لاندی ډول دی : اول دامریکا برتانی او نوروتر قیادت لاندی لکه کرزی او دکرزی ملګری پښتانه . دوهم ګروپ طالیبان چه دامریکی دڅارګری اداری په مالی مرسته او د تورو پنجابیانو په لمسه او کومک البته ځینی یی مثتثنی دی .


او دریم ګروپ پخپله د کرزی صاحب په دولت کی د کرغیړنی فاسدی متحیدی جبهی په چوکاټ کی دی چه دغه ناولی د جنایت کارانو نه ډکه مفسده جبهه مستقیما د شوروی ایران او تاجکستان لخوا اکمالیږی او د افغانستان د ورانیدو او دتاریخی ویاړد ختمیدو او د ملی شتمنیو د لوټیدو او د افغانستان د تجزیه کیدو پخاطر جوړه شوی ده .نوکه خپله خبره راخلاصه کړم نو صرف د یوی مشهوری عبرتناکی قیصی یوه بیلګه به درته وړاندی کړم. او هغه دا چه نن په افغانستان کی د پښتنو مثال د هغه دریو غویانو(سور سپین  تور) او یوه پړانګ قیصه ده چه فکر کوم دا قیصه ټولو ته معلومه ده خو زه به یی یو ځل بیا درپه یادکړم . وایی چه په یوه صحرا کی دری غویان اوسیدل او خپل ژوند یی کاوه ناببره یوه ورځ پړانګ ماما د کومه راغی او دوۍ سره یی دوستی شروع کړه پدی کی ورځی تیریدی بله ورځ پرانګ د ځان سره فیصله وکړه چه دا دری غویان په څه بهانه ختم کړم چه دا ورشو ځانته ماته پاتی شی او خپل عیش او عیشرت وکړم . نو ددی کار لپاره یی دا لازمه وګڼله چه دا دری واړه غویان په خپلو کی په یو او بل باندی ختم کړم ځکه ځانله زما خو پری وس نه کیږی ځکه چه هغوۍ دری دی او زه یو ښه به دا وی چه د چل نه کار واخلم . نو همغه وه چه پړانګ اول دی دوه سور او سپین غویانو ته ورنژدی شو او دوۍ ته یی وویل راځۍ یو کار نه کوو غویانو وویل هغه څه پړانګ ورته وویل راځۍ دغه تور غوی به په شړیکه مړکړو او مونږه او تاسی به بیا مزی کوو پدی ورشو کی همغه وو چه سوراو سپین غوی د بی عقلۍ او د نه سوچ او د خپل دښمن دنه پیژندلو پخاطر د پړانګ سره خبره ومنله او همغسی یی وکړل تور غوی یی د منځه یوړ پاتی دوه سور اوسپین او یو پړانګ شو پړانګ د ځان سره چورت ووهلو او وویل راشه دا ښه کم عقلان دی خپل دوست او دوشمن نه پیژنی را شه اوس پری دا بل مړکړه نو همغه وو چه پړانګ دا ځل سپین غوی ته ورنژدی شو او ورته پالیسی یی وچلوله چه سور غوی یی هم په سپین مړکړو اخیر یو سپین غوی او پړانګ پاتی شوهمغه وو چه پړانګ ښه په خوشحالۍ غزونی وکړ او سپین غوی ته یی وویل بی عقله اوس ځان قربانۍ ته تیار کړه سپین غوی چه د پړانګ مرګونی خبر واوریده په رمباړو او سورو یی شروع وکړه ای پړانګ ما خو ستا هره خبره او مشوره منلی ده اوس ولې مه وژنی پړانګ ورته په ځواب کی وویل څوک چه ددشمن په لمسه دمال او دولت دپاره خپل ورور وژنی او خپل دوست او دشمن نه پیژنی او خپل وطن ورانوی نودغه به یی حال وی همغه وو چه پړانګ ورته وویل تا زما هره خبره منلی اوس می دا اخری خبره هم ومنه او مرګ ته ځان تیار کړه سپین غوی ډیر افسوس وکړ خو اوبه د ورخه تیری وې همغه وو چه پړانګ سپین غوی یی هم د مرګ میلمه کړواو ورشو ټوله پړانګ ماما ته پاتی شوه .نو زما پښتانو ورونو نوره درته خبره ددی نه نه شم ساده کولی دومره خو به احساس لرۍ نور راویښ شۍ او د غفلت او بی پرواهۍ خوبونه پریږدۍ دشمنان مو په پخپلو کی سره یو دي خو تاسی یی ستاسی د ختمدو دپاره په ګروپونو ویشلی یاستۍ لږ خپل دماغ په کار واچوۍ او که نه نو ژوندی مثال یی دغه دی سمدواره مو داخلی دښمنان راپاڅیده او د پښتانو په زورولویی شروع وکړه هغوۍ پدی پوه شوه چه د مرګ لو پرې ګډ دی او راشه اوس ښه مقعه ده لکه د تخارولایت پښتانه چه د یو څومفسدو ازبکولخوا ورته ویل شوی چه دا ستاسی ملکیت نه دی ځۍ ددې ځای نه ډیره عجیبه خو دا ده چه میلمانه راپاڅې او کوربانو ته وایی چه دا ستاسی ځای نه دی دومره ظلم همدا شان په سرپل بلخ او نورو ځایونو کی دا کارونه تکراریږی پښتانو ایا دا ستاسی د بی اتفاقۍ نتجه نه ده همدا شان نوری ورته پیښی لکه که یوڅوک یوپښتون ووینی او بد یی راشی نو بس بهانه خو هسی ورته جوړه ده وایی دا القاعیده او یا طالب او یا د حزبی اسلامی له ډلی څخه دې او نیسه زوروه سکنجه کوه پخپل پلرنی وطن کی ایا دا هیواد پا لنه ده او که دشمنی .


دا لا څه کوۍ یوه بله نادوده وګورۍ ځینی د ایران ګوډاګیان محصلین په کابل کی مظاهری کوی چه د پوهنتون د لوحی پرځای دې دانشګاه لوحه نصب شی اول خو ډیر دافسوس ځای دا دی چه دغه محصلین دا نه وایی چه راځۍ پدغه افغانانو(پښتانو) ورونو د مرګ اور بل دی راځۍ چه ددغې په باره کی مظاهره وکړو.


چه دغه وژنه بنده شی نه پدغی ښه خوشحاله دې او ډیر ښه پرست او وخت یی پیدا کړو چه هله دغه افغانان(پښتانه ) په خپلوکی په جنګ بوخت دی او راشه د موقعی نه ګټه واخله او د پوهنتون دلوحی پرځای د دانشګاه لوحه نصبه کړه . خو بیا دا محصلین دا فکر نه کوی چه دا ایران نه دا د ستر ټولواک او ولسواک امپراطور احمدشاه بابا د ویاړ راپاتی افغانستان دی دلته به لوحه په افغانی ژبه (پښتو) وی  نه په ایرنی ځکه ایران یوجدا هیواد دی دوۍ به سبا دا باطله دعوه هم کوی چه تذکری او تابعت دې هم په ایرانی ژبه شی . خو دا ارمان به موهیڅکله پوره نه شی او که ډیره مو ایرانی ژبه خوښه وی نو بیا لاړشۍ ایران ته به افغانستان کی ایران نشته . او ستاسی دا هڅی هسی بی معنی دی په پښتو کی یو متل دی وایی چه (اس که هر څومره خوار شی خو بیا هم د خره زور لری) .


ښه نو د احمدشاه بابا لمسو اوس پخپله قضاووت او فیصله پخپلو ګریوانونوکی وکړۍ چه تا سو کومه لاره نیولی ده ایا دغه د بربادۍاو هلاکت لاره ده اوکه د ابادۍ.
دا نواوس دوه خوښی او لاری دې یوه همدغه ده چه همدا اوس روانه ده دا د هلاکت .
اوبله لاره دا ده چه راځۍ په یوه خوله بیرته د خپل ستر نیکه یاد راژندی کړۍ او د دښمنانو دسیسی او پلمی ورشنډی کړۍ زړونه ورته وچوۍ او بیرته د ورورولۍ لاسونه ورکړۍ او دا د ښمن لخوا راکړل شوی لقبونه او نومونه بیرته لری کړۍ چه ته طالب  حزبی  کمونست او بل بل د خپل نیکه نوم ته راشۍ چه فقت نوم یی پښتون نو په یو ټغر راټول شۍ سره یو شۍ یو موټی شۍ چه نور د دشمنانو د دسیسو ښکار نه شۍ او دا دپښتون ټبر دپاره یواځینۍ د کامیابۍ لاره ده . نو لږ د بیټ بابا مناجات او دوعاوی هم رایادی کړۍ.


د پښتو په سپیڅلی هیله.


کنړې هاند رفیق الله بریالی په بنګله دیش کی د زده کړیا لو(محصلینو) د ټولنی نماینده .

تبصره نسته

  1. sorry for having no Pashto language in computer i read ur writing it was incredible & that is great to see that we have such young people in society so we r sure that one day we will rise up and we will have again Loy Afghanistan
    Tal Di We Afghanistan Sar Lor Di WE Afghanan
    haseebullah student in India

  2. sorry for having no Pashto language in computer i read ur writing it was incredible & that is great to see that we have such young people in society so we r sure that one day we will rise up and we will have again Loy Afghanistan
    Tal Di We Afghanistan Sar Lor Di WE Afghanan
    haseebullah student in India

  3. كڼړى صيب كورمو ودان چې د هيواد د دښمنانو كرغېړنې څېرې مو بربنډې كړې، نوره خبرو په پښتنو پورې اړه لري چې لكه د تور، سور او سپين غويي غوندې ځانونه د امريكې، روسيې، ايران او پاكستان د پلمو قرپاني كوي او كه له جنګ څخه لاس اخلي، د پردويو دغه وېشل شوي نومونه له ځانونو هيسته كوي او د يو پښتون په نوم يو بل سره پهغېږو كې نيسي. ټول پښتانه بايد د جنګ د دريځ پر ضد سنګر غوره كړي دا ځكه چې هر هغه جګړه چې نن د هر چا له خوا لكه امريكه، افغان دولت، طالب استاد او حكمتيار استاد روانه ده نښه يې پښتون دى او بايد ودرېږي، ځكه چې د جګړې درېدل د پښتون وژنې د درېدو په مانا دي. عام طالبان او مجاهدين چې د خپلو مشرانو په خيانتونو او بهرنيو تړاونو خبر نه دي او په سياست نه پوهېږي او د جهاد په نوم يې پښتون وژنې ته مټې نغاړلي بايد پوه شي چې جګړه يې محض د مسلمان پښتون وژنه ده او په ګډه سره د امريكې، انګليس، پاكستان لوى منافق او ايران لوى منافق له خوا پر مخ ځي. د دوى جهاد پښتان پلرونه او ميندې وژني او پښتانه ماشومان يتيموي. نور مو خپله خوښه اخرت مخته دى او د پښتنو يتيمانو د اوښكو پوښتنه به هرو مرو له تاسو كيږي، خو هغه وخت بيا تاسې نه شئ ويلى چې پوه نه واست او يا د مولانا فضل الرحمن په څېر دغو يهودي او نصراني ملايانو درته ويلي وو چې وجنګيږئ جهاد دى چې جېبونه يې د يهوديانو او نصرانيانو په ډالرو ډكيږي او ستاسو مسلمانانو د وژلو پر سر د پاكستان او امريكې، اسراييلو او انګريزي استخباراتو څخه ډالرې او بخششي ځمكې ترلاسه كوي او ستاسو دغه جګړه دوزخ ته ستاسې د وړلو لامل نه شي.

  4. اې دبې پروایۍ په خوب بیدوپښـتنو!!!
    دصافي صیب پورتنۍ لارښوونکې لیکنه په بشـپړه توګه ټیک ده دغه زمونږدسپېڅلې خاورې دجیوپولیتیک .جیوســتراتېژیک اوددې مقدسې خاورې په تل (زړه) کې دبېسـاریوشتمنیوشـتون دغه غله امریکایان ، ددوی لاسـپوڅي اروپایان او ددوی جاسوس عرب مسلمانانواوګاونډیانویوځای په ګډه ددې خاورې اصلي خاوندانو( پښــتنو) دنســل دتباهۍ لپاره پلان شوې جګړې پرمخ بیایي . طالبانو،کرزیه،سیافه،ګلبدینه !!!!! ایا تاسې دپښتانه له ذاته یاست ؟؟؟؟ که داسې وي نوجنګ بس کړﺉ اودخپلې خاورې غلیمان وشـړﺉ !!!! .