کندهار: ځای پر ځای سوی بم د چاودېدو مخکي کشف سو

د لراوبر اداره | دسمبر 24th, 2008


نن سهار په كندهار ښار كې ملي پوليسو خپل  د  ورځني  ګزمه په مهال  د ښووني او روزني وزارت د مرستيال له كور سره يو بم  پيدا کړ  او په چټکۍ سره يې د بم نژدې شاوخوا سيمه د خبردارۍ په سره پټۍ بنده کړه ، د کندهار د نړيوال هوايي ډګر څخه د ناټو د عامه اړيکو په خبرپاڼه کي ليکل سوي چي پوليسو د آيساف ځواکونه راوبلل چي وروسته د نوموړو ځواکونو په كومك  دوى په دي  وتوانيدل چې  بم د چاودېدو څخه مخکي له منځه يوسي .

Copyright Larawbar 2007-2024