کور / خبرتیا او پيغامونه / دخاص کونړ کولتوری او ادبـی ټولنی د خواشینۍ پیغام

دخاص کونړ کولتوری او ادبـی ټولنی د خواشینۍ پیغام

شــګـفته کړه لکه لمر تنـدی هـرچا تـه
چی په تګ دی سیا پوش تمام جهان شی



دخاص کونړ کولتوری او ادبـی ټولنه د پښتون سیاستوال ډاکتر شیر افضل  ګریوال په مړینه  د زړه له تله د خفګان څرګندونه کوی او دده بی وخته مړینه پښتون ولس ته ستره تشه  ګڼی .
د ارواښاد شیر افضل  ګریوال  هلی ځلی او منډی ترړی چی دپښتون قام د سوکالۍ لپاره یی کړی نه هیریدونکی او تل پاتی دی.
دخاص کونړ کولتوری او ادبـی ټولنه د ارواښاد  ګریوال  کورنۍ،  خپلوانو، دوستانواو ملکرو سره پدی غم کی شریک دی. جنتونه دې يې په برخه وي٠



عرفان الله کوټوال
دخاص کونړ کولتوری او ادبـی ټولنی مشر