د اولسي جرګې خالي چوكۍ او د اولس له ستونزو ډك ژوند
دا يو منل شوى حقيقت دى چې د ولسواكۍ په سيستم كې ټاكنې يا انتخابات يو له ډېرو مهمو فعاليتونو له جملې څخه دى په دې دليل چې ټاكنې خلكو ته د دولت په ارګانونو كې د استازيتوب او ګډون واك وركوي او همدا ډول انسان كولى شي چې د ټاكنو د لارې د خپلو ټاكل شويو استازو كړنې تر ارزونې او قضاوت لاندې راولي.كله چې د پارلمان له پاره ټاكنې روانې وي نو پرته له شكه چې له يوې خوا اولس ډېره دلچسپي درلوده چې په ټاكنو كې ګډون وكړي او له بلې خوا كانديدانو داسې غواړې ژمنې كولې چې هر چا به ګومان كاوو چې هيواد به ګل او ګلزار كړي،د اولس هيلې هغه مهال مړاوې شوې كله يې چې د خپلو استازيو بې پروايي او غفلت وليد،هغوى ددې پر ځاى چې د اولس پر ستونزو خبري وكړي په پارلمان كې په خزب او قوم پالنه بوخت شول په داسې حال كې چې خلكو پارلمان ته د ملي تجسم په سترګه كتل،ځينو خو ان خپل شخصي تجارت ته د موكې نه په ګټې اخيستنې سره وده وركړه،په داسې حال كې چې د هيواد له ګوټ ګوټ څخه د اولس د وږو بچيانو معصومې چيغې پورته كيدې دوى په دې هڅه كې وو چې څه ډول يې معاشونه لوړ شي او څه ډول د ځان له پاره نور امتيازات تر ګوتو كړي.
دا مهال چې اولس له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګريوان دى بيا هم ددوى په هره غونډه كې ددوى چوكى خالي پراتې وي،كله چې د اولس پر كومه ستونزه بحث كيدونكى وي نو هغه ورځ ددوى نصاب نه وي پوره،لامل يې څه دى؟ زما له انده دوى ددې پر ځاى چې د اولس پر ستونز خپله د فكر هنداره راوګرځوي د خپلو ستونزو او تجارتي ستونزو په اړه فكر او سوچ كوي،كه د نورې نړۍ د پارلمان غونډې وليدل شي نو وبه ګورو چې د هغوى ټولې چوكى ډكي وي لامل يې دادى چې دوى د خپل ملت د رايې پر وړاندې د مسووليت احساس كړى خو زمونږ وكيلان يوازې او يوازې د ځان په اړه سوچ كوي،شك نه شته چې د پارلمان په استازو كې كم تعداد داسې خلك شته چې په ريښتينې ډول د ملت غم ورسره دى خو دا چې دوى په اقليت كې دي نو خبرې يې هم كوم ځاى نه نيسي،د هيواد په شمال كې پښتانو ته ورپېښې ستونزې د ملت له استازو د هواري لار غواړي خو دوى په خپله په ګيډه ماړه او په تن پټ دى نو ضرورت نه لري چې د ملت د هغو بچيانو په اړه سوچ وكړي كوم چې د ژمې دا ساړې شپې او ورځې تر شنه اسمان لاندې تيروي،ملت له تاسو د هغو ژمنو د پوره كيدو غوښتنه هم نه كوي كومې چې تاسو ورسره كړي وې خو دومره غم خو يې وخورئ چې بچيان يې د ساړه او لوږې بلا ونه خوري.
د پارلمان په هره غونډه كې ستاسو د خالي چوكيو شتون ددې ثبوت دى چې تاسو پارلمان ته د ملت له ستونزو خالي تللي ياست،كه چېرې د ملت غم درسره وى نو فكر نه كوم چې يوه شيبه مو هم خپله چوكي خالي پرايښي وه،دادى په نږدې راتلوونكي كې بيا هم ټاكنې را رواني دي بيا به څه ډول دې ملت ته خپله ځولۍ اچوى چې رايه در كړي،اولس ستاسو كړنې مخكې له مخكې تر ارزونې او قضاوت لاندې نيولي دي نور نو ملت ويښ دى ،بيا به داسې اشتباه نه كوي،تېر ځل د ملت ستونزه هم داوه چې د قوم او سمت پالنې په اساس يې خپلو استازو ته رايې وركړې خو دا ځل ملت په دې پوهيدلى چې نور به مونږ داسې په ړانده قضاوت څوك د خپلو استازو په عنوان نه ټاكو بلكې داسې يو چا ته به رايه وركوو چې كم تر كمه د ملت پر ستونزو خو نړۍ او دولت خبر كړي او كم تر كمه خپلې خاورې او ملت ته ژمن اووسي.
زمونږ وكيلانو ته كه كوچنۍ ستونزه هم پيدا شوي نو پرته له ځنډه يې د ځانونو غمونه خوړلي،ددوى په معاشونو كې كه كموالۍ راغلى نو فوق العاده غونډې يې پرې نيولي،كه خوراكي رژيم يې كمزورۍ شوى نو چيغي يې پورته كړي خو د هغه چا په غم يې سر هم نه دى ګرولى چې له يوې خوا د شنه اسمان لاندې د ژوند شپې او ورځې تيروي اوله بلې خوا يې بچيان د لوږې او كم خوراكۍ سره مخامخ دى ،دوى د خپل خوراك د هضم له پاره له پيپسۍ كار اخلي خو د ملت بچيان د يوې ډوډۍ د پيدا كولو په موخه كوڅه په كوڅه سر دي خيراتونه غواړي،اخر د خداي (ج) په خاطر يوه ورځ به درسره حساب او كتاب كيږي تاسو به خپل رب ته څه ځواب وركوئ،ايا تاسو ملت ددې له پاره وليږلى چې د ځان او خپل تجارت له پاره كار وكړئ؟ايا ملت د وخت په سختو شرايطو كې ددې له پاره رايه دركړه چې تاسو يې پر ستونزو سترګې پټې كړئ؟تاسو چې د ملت د هرې سيمې له ستونزې ښه خبر ياست غم يې نه خورئ نو څه ډول به ښاغلى كرزى ملامت وبلل شي چې د ارګ ديوالونه ترې راتاو دي او دې ملت سره دومره په نږدې اړيكه كې نه دى لكه چې تاسو ياست،اخر لږ سوچ كول په كار دي تر كومې به دا خوار او كړيدلى ملت د ستونزو بلا په خوله كې اخيستى وي او تركومې به دوى په كړنګونو كې د يو نامالوم برخليك په لوري ګامونه اخلي. يو ځل بيا وايم چې د خداي (ج) په خاطر او ددې مظلوم او جنګ ځپلي ملت په خاطر يو څه په ځانونو كې د ملي احساس سپرغۍ را ژوندۍ كړئ.د اساسي قانون يو اتيايمه ماده وايي چې ملي شورا تر ټولو لوړ تقنيني ارګان دى ،د ملت د ارادې ښكارندويي كوي او د ملت د ټولو پرګنو استازيتوب كوي .ددې مادې هدف هم دادى چې تاسو د خلكو د رايو د لارې راغلي ياست ،تاسو بايد خپلو خلكو ته ځواب وركوونكي اووسئ نه ده دا چې تاسو د اولس پر هره ستونزه چپ او خوله نيولي پاتې شئ،تاسو بايد د اولس اراده تمثيل كړئ نه دا چې اولس د خپلې ارادې ښكار وګرځوئ يوازې او يوازې د ځان په اړه سوچ وكړئ اوبس.