کور / شعر / څوك

څوك

څوک به داويجاړ وطن ودان کړي بيا
څوک به متحد خواره  افغان کړي بيا           
څوک به په ملي روحيه پرمخ لاړ شي
څوک به مو سرلوړي په جهان کړي بيا
څوک په  کړي دکونډو رندو درد دوا
څوک به دشهيد پوره ارمان کړي بيا
څوک به دې وطن ته ښه خدمت وکړي
څوک به ځان سرتېرې سربازان کړي بيا
څوک به دا تالا بڼ  شين سمسور کړي بيا
څوک به جوړ دهيلو ګلستان کړي بيا
څوک به ير غل ګر ته وار د توري شي
څوک به ځان تر دين وطن قربان کړي