کور / z_buitenland_news -- 5 / د چاودنې له لامله يوه ښځه مړه او څلور تنه ټپيان شول

د چاودنې له لامله يوه ښځه مړه او څلور تنه ټپيان شول

د پاکستان د لاهور د جي او آر په سيمه کې ، چې زياتره په کې لوړ پوړي دولتي کسان اوسېږي د چهار شنبې په ورځ سهار يوه درنه چاودنه وشوه ، چې له لامله يې  يوه ښځه ووژل شوه او څلور تنه نور ټپيان شوي دي ، بمونه د حامد محمود نومي ډآکټر د کور سره نزدې د اوبو د ذخيرې لاندې له باروتو څخه په ډکه يوه ډاټسن کې ځاى په ځاى شوي و ، چې د چاودېدو په نتيجه کې يې يوه ښځه مړه او څلور تنه نور ټپيان شول ، د چاودنې له لامله خواو شا ودانيو ته سخت زيان رسېدلى او  په سيمه کې ولاړ ګڼ موټر هم وېجاړ شوي دي .