کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې د عراق ستراتیژي په افغانستان کې هم پلې کیږي.


ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې له طالبانو سره د مقابلې لپاره قومونو ته د وسلو د ورکولو هڅې ګړندۍ شویدي.

د ورځپاڼې په سر مقاله کې د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه بحث شوې او لیکل  شویدي چې ددغو انتخاباتو په وړاندې خورا سترې ستونزې پرتې دي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د مرغومي په شپږمه په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد په تیري تبصره کړې او هغه يې د پیړۍ ستر یرغل او ستره ماتې بللې ده.


ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په کندهار کې د نازو انا د لیسې په انجونو د تیزاب شیندونکو اعترافاتو ته په اشارې لیکلي دي چې اوس روښانه شوې چې څوک ترهګرو ته روزنه ورکوي.

ورځپاڼې پخپل دویم مخ کې په یو څیړنیز مطلب کې لیکلي دي چې د قانون واکمني د ولسواکۍ د لوړو ارزښتونو د ترلاسه کولو لپاره ستر ضرورت دې.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې په افغانستان کې په پوځي لاره د امن ټینګول امکان نلري.


ورځپاڼې په یو بل مطلب کې  په پیښور کې د افغان سفیر د تښتولو د اصلي طراح د نیولو خبر ورکړې او لیکلي دي چې افغان سفیر په یوه لرې پرته سیمه کې ساتل کیږي.

ورځپاڼې د مرغومې په شپږمه نیټه په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د  یرغل په اړه په یوه تبصره کې لیکلي دي چې دا ورځ تیري کوونکو ته یو نه هیریدونکې سبق وو.

په ورځپاڼه کې د افغانستان په وړاندې د ایران د سیاستونو په اړه هم یو مطلب خبور شوې او هغه پیچلې بلل شویدي. 


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په کندهار کې د تیزاب شیندونکو اعترافاتو ته په اشارې لیکلي دي چې  د پاکستان د قونسلګرۍ د ترورستي فعالیتونو مخه باید ونیولې شي.


ورځپاڼې  په یو بل مطلب ک د ولس مشر کرزي د کابینې  په ځینو غړو انتقاد کړې او لیکلي دي چې  دوې غواړي طالبان یو ځلې بیا په هیواد واکمن شي.

په ورځپاڼه کې د لیلي د دښتې د ډله ایزو قبرونو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې افغان حکومت ددغو ډله ایزو قبرونو د خوندي کولو لپاره د مرستې  غوښتنه کړې ده.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خبرې کړیدي.


انیس پخپله سرمقاله کې په خوست کې په یوې کورنۍ د یتلافي ځواکونو حملې ته په اشارې لیکلي دي چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې انګیزه څه ده.

خو اصلاح بیا لیکلي دي چې په هیواد کې د سولې د ټینګدو لاره د قانون پلي کول دي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د ولسونو د جرګې د رابللو په اړه د ولس مشر کرزي په وروستۍ وینا تبصره کړې خو غوښتې دي چې دا جرګه باید جوړه نشي.


دې ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه د ایران په سیاستونو تبصره کړې او لیکلي دي چې ایران پدې برخه کې تناقض ښکار شوې دې.

دې ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د مرغومې د شپږمې نیټې پیښې ته خانګړې کړې او لیکلي دي چې دا د ملي خیانت د تکامل پړاو وو.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې هم په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د کلیزې  ته په پام سره د روسي سرتیرو یو انځور خپور کړې چې د کابل د تاج بیګ په غونډې د برید په حال کې دي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي په وروستۍ وینا تبصره کړې چې پکې په نړیوالو ځواکونو انتقاد شوې خو پوښتنه يې کړې چې د ولس مشر د دریځ د بدلیدو علت څه دې.

په ورځباڼه کې د سوداګرۍ د وزیر په اړه په یو مطلب کې لیکل شویدي چې په ملي  شورا کې له هغه نه د ملاتړ لپاره جعلي لاسلیکونه ترتیب شویدي.