کور / هراړخیز / ایډز AIDS

ایډز AIDS

Acquired lmmune deficiency syndrome
دې ناروغۍ کي دنارغ دمدافعت قوت ختمیږي اویاکمیږي  .


دمدافعت قوت : دوجودهغه قوت دی ،چي وجودله بهرنیوخطراتو(لکه دجراثیموحملې)اوناروغیوڅخه ساتي اومرسته ورسره کوي .داناروغي په ۱۹۹۳کال يوه فرانسوي ډاکټرMontagnier اوامریکایي ډاکټرRobert Galleوپیژنده . دایډزوایرس په بدن کي داخیلیږي ،ورووروخپل شمېرزیاتوي اودومره قوت پیداکوي ،چي دبدن پردفاعي قوت غالبه کیږي اوهغه له منځه وړي . په حقیقت کي ايډزیوالهی عذاب دی ،چي په خپلونافرمانوبندګانویې نازلوي ،الله تعالی په قرآن عظیم الشان کي خپلوبندګانوته فرمايي ،چي (تاسي زناته مه نژدې کېږی . ایت )نوددې ایت اودې ته ورته نوروحکمونودسرغړوني په صورت کي پرې بې لاري خلک اخته کیږي اوپه ټول ژوندله دې ناروغۍ سره لاس اوګرېوان وي اوبالاخره یې دنیااواخرت بربادشي . داناروغي په هغو قومونواوټولنوکي زیاته وي ،چي په هغوی کي جنسي اړیکي ساتل آزاداوعام وي اوله الهی احکاموڅخه بې پروایي کوي .


ددې ناروغۍ له امله په نړۍ کي د۶میاشتوپه موده کي ۱۰لکه خلک اغېزمنیږي . دغه ناروغي په امریکا،افریکااوهندستان کي ورځ په ورځ زیاتیږي اودکروړونوروپیومصرف سربیره یې تراوسه پوري هیڅ ډول کنټرول نه دی موندلی اوترڅوچي دالله حکم عملي نه شي داناروغي به لاهمداسي زیاتیږي  .


اسباب :


دایډزعامل یوډېروړوکی  وایرس دی، چي د۱۰۰لکه طاقتورمایکروسکوپ له لاري لیدل کیږي . داویرس دانسان مدافعتي نظام له مینځه وړي، پربدن یرغلګرجراثیم اوزیان رسونکي اثرات غوندي ساتي اوپربدن دهرډول جراثیمولپاره دیرغل لار هواروي . دې وایرس تهH.I.V (humman lmmune virus)ویل کیږي . دایډزناروغي له لاندي لاروڅخه دانسان بدن ته ننوزي  :


۱ – جنسي اړیکي (اغلام بازي)              ٪۷۳
۲ – دمنشیاتواومخدره موادوپېچکاري کول               ٪۱۸
۳ – دبل منتن انسان وینه یاپلازمابدن ته داخلېدل               ٪۲
۴ – پدې ناروغۍ اخته ناروغه سره جنسي اړیکي           ٪۱
۵ – په ایډزاخته مورڅخه دمعشوم تئ رودل اودهغه روزنه کول               ۱ ٪
۶  – هغه جراحي الات اودنایی چړې ،چي دناروغ وینه پرې لګېدلې وي               ٪۶
خواصلي لامل یې له بېګانه اوفحشوښځوسره مباشرت اوجماع کول دي ،چي له دې لاري له یوانسان څخه بل ته داناروغي لیږدي  .


نښي نښانې :


دایډزوایرس بدن ته ترداخیلېدو۶میاشتي یا۴کاله وروسته دناروغۍ نښي ښکاره کوي . لومړی نښه یې پرله پسې تبه ده .چي دویني په تجزیه کي یې ملاریا،محرقه اوسل نه لیدل کیږي . له پرله پسې تبي سره کمزوري، ذهني کشش پیداکیدل ،دورمېږثقاوي غدودپړسیږي اوغټیږي، دبدن وزن کمیږي ،ساه تنګي، په سینه کي درد،کله کله اسهالات هم ورسره وي  .دایډزناروغي په عامه توګه د۳۰کالوپه شاوخواعمرکي پېښیږي ،چي په عیاشواونشه کونکیوکسانوکي رامنځ ته کیږي .کله چي دایډزوایرس دماغ اونخاع تراغیزلاندي راولي ،په انسان کي مېرګیوته ورته دورې هم رامنځ ته کیږي اوناروغه ګډي وډي خبري کوي، دماغي کشش زیاتیږي اوځیني وخت سرسامي کیفیت هم پیداکیږي اوپښي مفلوج کیږي  . دH.I.Vوایرس مهمه نښه دلمفاوي غدودوخټوالی دی ،دپوستکي سرطان اوپه خوله کي سپین داغونه اوورم واقع کېدل، دوزن کمېدل ،چي ورسته دایډزبڼه اختیاره وي هم ددې ناروغۍ نښي دي  .


احتیاطي تدبیرونه :


که څه هم ددې ناروغۍ لپاره تراوسه کومه ځانګړې درملنه اوواکسین نه دی پیداشوی اوکوروړونه روپۍ پرې کال په کال مصرفیږي ،نوهرچاته پکاردي ،چي ددې ناروغۍ څخه دمخنیوي لپاره یوازي احتیاطي تدبیرونه اولارښوني مرعات کړي  .له دې خطرناکي ناروغۍ څخه په لاندي لاروخلاصی موندلای شي :


۱ – دپېچکاري کولوپرمهال بایدبیابیایوسرنج استعمال نه شي ،بایددهرناروغه لپاره بېلابېل اونوی سرنج وکارول شي  .
۲ – تردې دمخه چي ناروغه ته دبل چاوینه ورکړل شي ،بایدپه وینه کي دH.I.V وایرس ولټول شي که چیري دنوموړي وایرس اثرنه وي ،نوبیادي وینه استعمل کړي .
۳ – څرنګه چي داناروغي له آزادانه میل ملاپ څخه پیداکیږي نوددې لپاره بایدله اغلام بازي اوزناڅخه په سختي پرهېزوشي ،ځکه له داډول حرکتونوڅخه په دنیااواخرت له ذلت سره مخ کیږئ .
۴  – دجنسي اړیکیوپه اړه بایدداسلامي طریقوسره سم ژوندون وشي، نوپه یقیني  توګه به انشاءالله دانسان ژوندخوندي وي .
۵ – پاک سوتره ګرځېدل اوله جنسي ناروغیوڅخه ځان ساتل  .
۶  -شراب ،سګریټ ،نسواراونوري نشې دروغتیالپاره ضرررسوي اوپه جنسي ناروغیوداخته کېدولپاره مرستندوي دي . بایدځان ترې وساتل شي .
۷ – له ډیرفکر اوسوچ څخه ځان وساتئ  .
۸ – دخپل نفس اوخواهش مطابقت کول نه دي پکار،ځکه دایډزناروغي یوالهی عذاب دی اوهغه کسان پرې اخته کیږي ،چي دالله له حکم څخه سرغړونه وکړي (فاعتبرویااولی البصار)
درملنه :
دایډزلپاره تراوسه کومه ځانګړې درملنه نشته اونه تراوسه ددې ناروغۍ څخه دخوندي کېدولپاره کوم واکسین پیداشوی دی . که څه هم دڅېړني اوکشف په لاره کي یې کروړونه روپۍ مصرف شوي  اولاپرې مصرفیږي ،خوڅه ممثبته پایله یې نه ده ترلاسه کړې . یوازي ځیني کسان دعوه کوي ،چي ځیني دواګاني یې دکنټرول لپاره مرسته کولای شي لکهZedovidin اوH.P.A.23چي کله کله استعمالیږي ، خوداکومه کامیابه درملنه نه ده ثابته شوې . ددې درملنه یوازي اویوازي دالله تعالی په دې حکم کي ده ،چي [ وحفض فروجکم ][دخپلوشرمګاهوحفاظت وکړی ](که ښځي یاست یانارینه)


لــــــــــیکــــــوال : ډاکټردیدار” احمدزی  “
رااخستونکی : محـــمدنعیم”افـــــــــغــان “