کور / خبرتیا او پيغامونه / په اروپا کښي د میـشت افغانانو د ټولنو د فدراسـیون پرېکړه ليک

په اروپا کښي د میـشت افغانانو د ټولنو د فدراسـیون پرېکړه ليک

لیدن-22 د سمبر 2008

پریکړه لیک

“د هېواد په ودانولو کې د خلکو د ونډې  اخیستلو څرنګوالي” په هکله نړېوال کنفرانس



  په اروپا کې مېشتوکډوالو د ټولنوفدراسیون (FAROE) د خپلو کلنیو کنفرانسونو په لړی کې، د ۲۰۰۸م میلادي کال خپل کنفرانس لپاره د هیواد په ودانولو کې د خلکو د ونډې اخیستلو څرنګوالې موضوع غوره کړې وه.

کنفرانس د ۲۰۰۸م میلادي کال د د سمبر له ۱۹مې څخه تر ۲۱مې پورې د پنځوسو څخه زیاتو صنفي، کلتوری، ټولنیزو او سیاسي بنسټونو او لسګونو په اروپا کی مستقل میشتو افغانی شخصیتونو په ګډون سرته ورسید.

کنفرانس د هیواد وضعې د بهیر له څېړلو څخه وروسته، د امنیتي او سیاسي وضعې له وخامته، پراخه بې وزلۍ او په خاصه توګه دناتو او د ترهه ګرۍ پر ضد نړیوالې ټلوالې له خوا د ملکي خلکو د زیاتېدونکو وژلو له امله خپله ژوره اندېښنه څرګند کړه. کنفرانس په ملکی اهدافوباندی دترهگرو انتحاري یرغلونه اودهغوی لخواد ملکي خلکو وژنې هم په کلکه وغندلې.

  کنفرانس د جګړو او درولسیزو تاوتریخوالو قربانیانو د میندو له مظاهرو څخه، چې

دملګرو ملتونو د دفتر مخې ته راټولې شوې وې، په کلکه ملاتړ کوي.

نړیوال کنفرانس لاندنی ټکي دخلکودونډه اخیستنی دتامین دپاره ضروری وبلله:

۱)  د اقتصادی بنسټ پر جوړولو ټینګار او په بهر کې میشتوافغانانو تخصصی ګروپونو  د جوړولو له لارې پدغه بهیرکی برخه اخیستل ؛

۲) په بهر کی دمیشته افغانانولخواد بېلابېلو ټولنیزخذمتونو د وړاندی کولوله لارې د خلکو د ژوند په پرمختیا کی برخه اخیسل او دهغوی یوه برخه په کارونو کې ګمارل؛

۳) د معنوی پرهارونو د جوړولو لپاره د جمعي رسنیو له لارې د افغانستان معنوی بیا رغولو ته پاملرنه.  دافغانستان دخلکومشکلاتوته ددنړی دعامه افکارودپاملرنه جلبول.

۴) ملي یووالي ته د رسېدو په موخه د خلکو د سیاسی پوهې د اوچتولو په لارکی درسنیورښتینې هڅې؛

۵) د انتقالي عدالت پلي کولو لپاره مبارزه، په افغانستان کې د جنګی جنایتونو او د بشر دحقوقو په تیري کولو تورن کسان له سیاسی اواداری صحنی څخه په لېرې کولواو محکمو ته ددوی دسپارولو په ضرورت باندی تینگار؛

۶) د اداري فساد پر ضد مبارزې کې ونډه اخیستل؛

۷) د افغاني ټولنې د پرمختګ او پراختیا لپاره د ښځو فعاله ونډه اخیستل او سمون؛

  ۸) په افغانستان کې ښکېلو هېوادونو او سازمانونو پر سیاست اېښودونکو باندې د زور اچولو په موخه په بهر کې مېشتو افغانانو د غبرګون لپاره د افغاني جرګې جوړول؛

۹) په بهرکې د ځوانانو، نویو ځوانانو او ماشومانو او په افغانستان کې د ننه ځوانانو، نویو ځوانانو او ماشومانو ترمنځ د اړیکو او معلوماتو د تبادلی لپاره د زمینې اوارول؛

  ۱۰) د FAROE په مرسته د یوې انترنېټي پاڼې له لارې د استعدادونو او ظرفیتونو د ثبتولو لپاره د یوه معلوماتي بانک منځ ته راوړل.

  د پورتني پرېکړه لیک لس واړه مادې د ګډون کونکو ډېرکۍ په خوښه ومنل شوه . 

ادرس  :  FAROE, Post Box 707,   2300 AS,   Leiden,  
www.afghandiaspora.org,     faroe_af@hotmail.com