کور / سپورټي / هغه خواروكونه چي په يوځائ يي خوړل نه دي پكار

هغه خواروكونه چي په يوځائ يي خوړل نه دي پكار

 


الله تعالى انسان اشرف المخلوقات او احسن  پيدا كړی دی ،  د ټول كائنات ځمكي آسمانونو او په دې كښي د پټو ټولو خزانو كنجياني يې د انسان په دماغو كښي ايښى دي او بار بار ور ته د سوچ او تفكر بلنه وركوى .ټول خواروكونه په شمول د ميوو او سبزو چي شميرل يي هم ګران دي، د رب د طرف نه لوی نعمت دی ،كله كله د قدرتي قانون نه د انحراف په وجه او د حد نه د تجاوز يا اصراف په وجه كله كله د ښه  نه ښه او فائده مند نه د فائده مند څيزخوړلو سره بدن ته دې د پاره نقصان ورسي چي مونږ ورسره هم په هاغه وخت داسي  څۀ څيز خوړلي وي چي په هغي كښي زهريله اثرات راپيدا كړي .ددې د پاره د مودو مودو راسي حكيمان او طبيبان ځيني خواروكونه د ځينو خواراكو نو سره يو ځا ی خوړلو نه منع  كوي.هغه خوراكونه چي په شريكه خوړلو سره زهرجن اثرات پيدا كوي او بنده د مختلفو پيچيده مرضونو سره مخ كوى هاغه دا دي:


پيو(شيدو) سره سركه يا ليمبو ،غوښه ،كبان جامن  املى او شراب  . كبانو سره شا ت ،مستو سره ګرمه روټئ بادرنګ سره وريجي ، وريجو سره سركه ، شوملو ( شلومبو )  يا مستو سره كيلا ،غوړو سره شات چي وزن  يې برابر وي ،تيلو سره غوړي ، خټکی او مولئ سره شات ، خربوزې سره  ماسته ، ها ګانو سره ماسته ،مولئ سره ماسته ،ماستو سره اچار ،شر بت يا يخو او بو پسي چا ئ يا چايو پسي شربت  يا يخي اوبه ،غوښي سره سركه او شات ،هند واني سره شملي ، هند واني سره  بادرنګ .


كله كله داسي هم وشي چي په خال خال ځيني خلقو  د دې  خواراكونو په شريكه خوړلو سره څۀ نقصان نه رسى ولي ددې دا مانا نه ده چي ګنې د خواراكونو كيمايي تركيبات او اصول بدل شو بلكي د انتها ې صحت مندو خلقو د بدن مدافعتى نظام دومره پياوړي او مضبوط وى چي ددي خواراكونو په شريكه د خوړلو نه د پيدا كيدونكو زهريلا اثراتو نه په قد رتي توګه محفو ظ وي .