کور / تازه خبرونه / بې نظیربټو د لومړي تلین دنمانځنې انتظامات بشپړ شول

بې نظیربټو د لومړي تلین دنمانځنې انتظامات بشپړ شول

دپاکستان پیپلز ګوند مشرې بې نظیر بټو د لومړي تلین د مراسمو د نمانځلو په لړ کې ددغې ګوند په لکونو غړي دبې نظیر بټو د پلرني ټاټوبي ګړي خدابخش ته رسیدونکي دي په دغو غړو کې ځینې وکړي یوه میاشت د مخه د خپلې مشرې هدیرې ته پېدل راروان شوي وو

ګړي خدابخش ته تراوسه رارسیدلي غړي د خدایې بخښلې په قبر ویر کوي،مخونه او سېنې وهي او داسې ښکاري لکه مېرمن بټو چې همدا نن وژل شوي وي

ګړي خدابخش کې د تلین د مراسمو انتظامات د تېرې یوې میاشت ځخه روان وو د انتظاماتو د کولو دنده د سند ایالتي حکومت ته سپارل شوی وه،د مراسمو د نمانځنې دپاره د هدیرې بهر تر لیرې لېرې د امنیت ټینګونې په موخه سخت تدابیر شوي دي 

سبا د شنبې په ورځ به د پاکستان اولسمشر اصف علي زرداري،لمړی وزیر یوسف رضا ګیلاني سربیره لوړ پوړي حکومتي چارواکي ،وزیران او د اسمبلۍ او سینټ غړي ګډون کوي