دا پښتون دئ
سروګولوته سينه سپرنيسي پښتون دی
مخا مخ ورته ټټر نيسي پښتون دی
که دونيا ورته راتاولکه پړانګان شي
دغليم نه چې سنګر نيسي پښتون دی
مور زانګو کې دايمان سبق ښو دلې
هربرۍ چې په هنرنيسي پښتون دی
نړيوال قوت به ټول ځانته ګونډه کړي
په قوي مورال لښکرنيسي پښتون دی
د ژوند پايله ١ هم اغاز د ژوندون بولي
سروګولوته چې خپل سرنيسي پښتون دی
دا پردي ليونيان څه باندې پوهيږ ي؟
چې حفيظ ورته نظرنيسي پښتون دی
١ دشهادت مرحله
Dec26/2008
دسولې انتظار
راشه سولې راشه چې نسلونه موپر دي شول
بل ملک ميشته ټول راوجونه موپردي شول
دلته دمذهب په نوم قدرت ته تلوسې کوي
دلته ايمان نشته سياسيتونه موپردي شول
د لته د تاريخ په نوم کيسه نور زړه شويده
د لته د بابا زاړه نکلو نه نور پر د ي شو ل
دلته دنازواوزرغونه احمدميرويس نشته
خيال دجرګونشته ارمانونه موپردي شول
دلته ميندۍ ژاړي ځوانيمرګوارمانونوته
دلته پښتنې موغزل بولې دي عشقونوته
دلته حيانشته لوڅ تنوته هم ښکلاوايي
دلته نارينه را جلبوي خپل تصويرونوته
دلته قتلګاه ده ارزوګان مو قتليږي تل
دلته هرغليم خندا کوي زمونږ ټپونو ته
دلته د يتيم د ژړاګانوکيسه خطمه ده
پام دهيڅ چا نشته دا بلابلاقبرونوته
دلته دګم ناموشهيدانو مزار نشته دی
بم کې چې الوتي داورک شوې اندامونوته
دلته هره ورځ خلک ټوپک په خوله خبرۍ کړي
دلته په ناحق ګوره په دار ځوړند سرونو ته
دلته د وحشت بادونه الوځې په چم زمونږ
دلته بی پروا ګرځي زړه نلري سوزونو ته
دلته بمباري کې بيګناه په وينو ولړل
ګوره دانګريز په سينه ځوړند مډالونوته
دلته د معيوب دپاره رحم شفقت نشته
دلته دغريب د پاره هيڅ ژوند دراحت نشته
نو!
نوراشه سولې راشه چې کلونه انتظارکوو
ستاراتلودپاره مونږه مينه په ريبار کوو
راشه حفيظ وايي د ټپونوموملهم شه ته
نوم دخپلواکۍ سره يوزيرې دصنم شه ته
راشه سولې راشه دازاد ژوند ارمغان راوړه
نوم دازادي سره خوږ زيرۍ په افغان راوړه
زه هيلمنده يمه چې دافغانستان حکومت د ناتو نوروقواو ته هر کلې ونه وايي بايد پښتانه پخپله دخپل وطن او ناموس دفاع ته چمتوشي