اسرائيلي الوتکو ۲۰۰ فلسطينيان ووژل  Fotos video

34 | دسمبر 27th, 2008



د اسرائيلو جنګي الوتکو پر فلسطين د بمباريو په ترڅ کي نيژدې ٢٠٠ کسان وژلي او د ٢٥٠ په شاوخوا کي يې ټپيان کړل.




د حماس د اسلامي ډلي چارواکي وايي په وژل سوو کسانو کي د دې ګوند ځيني امنيتي کسان هم شامل دي، خوپه بريدونو کي ډېر زيان ولسي وګړو ته اوښتى دئ، چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي.




د اسوشيېټيډ پريس آژانس په حواله د شنبې د ورځي بمبارۍ د مرګ ژوبلي په حساب په ٢٠٠٨ کال کي تر ټولو سختي چي پر فلسطينيانو باندي د اسرائيلو له خوا کېږي.






اسرائيلي الوتکو د شنبې په ورځ وروسته له هغه د غزې ښار تر بريد لاندي ونيوى، چي پرون د حماس د اسلامي ډلي وسله والو د کريسميس يا د مسيحانو د اختر پر مهال د اسرائيلو پر پلازمېنه څو توغندۍ وتوغولې، چي له کبله يې يو اسرائيلى مړ او څلور ټپيان سوي وه.




د نړيوالو رسنيو خبريالان له غزې څخه په خپلو راپورونو کي وايي چي په سيمه کي اوس هم خلګ د تر خاورو لاندي ماشومانو او ښځو د مړو په را ايستلو بوخت دي چي ښايي د مرګ ژوبلي کچه تر دې هم لوړه سي.












 

Copyright Larawbar 2007-2024