من موهن سنګ له احمدي نژاد څخه مرسته غواړي
د هند صدراعظم من موهن سنګ د اېران له جمهور رئيس محمود احمدي نژاد څخه د مرستي غوښتنه کړې.
صدراعظم من موهن سنګ د اېران جمهور رئيس ته ټلېفون وکړ او له هغې يې وغوښتل چي پر پاکستان باندي دهغو کسانو د ورسپارلو په باب فشار واچوي چي هند يې غوښتنه کوي.
نوموړي وويل چي اېران دي پر پاکستان له خپل سياسي نفوذ څخه استفاده وکړي او په سيمه کي د پيلېدونکي جنګ مخنيوى دي وکړي.
د پاکستان او هندوستان ترمنځ اړيکي په داسي حال کي د خرابتيا وروستي حد ته رسېدلي چي پاکستان له افغان پولي څخه ځيني پوځي کنډکونه پر شا کړي او له هندوستان سره پر پوله پرتو سنګرونو ته يې د هغوى د لېږلو اعلان کړى.
د هند او پاکستان تر منځ د احتمالي جګړې خطر وروسته له هغه ډېر سو چي تېره مياشت وسله والو د هند د ممبيى د ښار په دوو هوټلونو او يوه يهودي مرکز کي تروريستي بريدونه وکړل او سوونو کسانو ته مرګ ژوبله پکښي واووښتل.
هند وايي په دې بريدونو کي د پاکستاني اسلامي تندلاري ډلي لښکر طيبې لاس دئ، او پاکستان ته يې د شلو شکمنو کسانو ليست وړاندي کړى، چي د لښکر طيبې مشر مولانا مسعود اظهر هم پکښي شامل دئ.