وردګ د وياړونو سيمه

د لراوبر اداره | دسمبر 26th, 2008


 

ګرانو لوستونکو له ډېره وخته مې څه لیدل، څه مې اورېدل او څه مې لوستل، خو د بدمرغه په آزموینو کې دومره بوخت وم چې نتوانېدلم خپل ايماني او وجداني دین د هغوی په وړاندې اداء کړم. نو ځکه خو اوس غواړم په ګډه ځینې ټکو ته ګوتنوینه وکړم کوم چې زما د آزموینې په لړ کې تېر شوې دي:

د وردګ کتاب خپرېدنې: دغه ډېر ښه او مهم کتاب دی چې په افغان ادبي بهیر کې احمدي صاحب راته ډالۍ کړ، د کتاب پښتۍ مې ډېره خوښه شوه او هغه ښکلي شنه انځور مې د کتاب لوستو ته مینه زیاته کړه. زړه راکښونکې خو یې هغه وه چې د پاسه په لیکل شوي وؤ «وردګ»، کتاب مې چې کله پرانیستو ډېر په زړه پورې سرلیکونه یې درلودل او زموږ ګران ملګري حلیمي صاحب لیکلی وؤ. حلیمي صاحب هغه کس دی چې زه یې ريښتیني لېوال یم تر څو د هغې لیکنې او اوډنې وګورم. دغه کتاب یې هم ډېر په زړه پوری دی او د وردګو د سیمې په اړه خورا ډېر ښه معلومات پکې راټول شوي دي. دا چې دا کتاب د تاریخ پوهانو او ټولنپوهانو له نظره څنګه دی په هغې زه نه غږېږم ځکه زما په څانګه پورې اړوند نه دی خو دومره ویلی شم چې دومره غټ کار ډېر هلو ځلو او کړونو ته اړتیا لري. ډېر ښه معلومات يې پکې راټول کړي دي او په ريښتيني توګه چا ته هغه سیمه انځور کوي. زه د دغه کتاب په اړه دروند حلیمي صاحب ته مبارکي وړاندې کوم او د وردګو ولس لپاره دا یوه مهمه او ښه لاسته راوړنه بولم. په دو هیله چې زموږ نور ځوانان هم د حلیمي صاحب په شان خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د کال د غوره محصل جایزه: کله مې چې آزموینې خلاصې شوې نو د ملګرو په پوښتنو مې پیل وکړ چې د کابل پوهنتون د ځینو محصلینو سره مې لیدنه کتنه وکړه. او راته بلنه راکړل شوه تر څو د پښتو ادبیاتو د محصلینو د فراغت په جشن کې ګډون وکړم. زړه نا زړه هلته روان شوم خو کله چې هلته لاړم په اجنډا کې وویل شول چې د کال غوره محصل ته به جایزه ورکول کېږي. دغه ټکي زه ډېر لېوال کړم تر څو تر پایه هلته پاتې شم او وګورم چې څوک دغه جایزه ګټي.

وروسته له دې چې د غونډې رسمي برخه (ویناوې او ستاینلیکونه) پای ته ورسېدل نو اکرم خپلواک د الکوزي شرکت په استازیتوب دریځ ته راوبلل شو. او وویل چې غواړي هغه کس معرفي کړي چې د محصلینو د حقوقو او غوښتنو لپاره په خپله څلور کلنه محصلي دوره کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې ترسره کړي دي. نوموړي د الکوزي شرکت په پیغام کې ولوستل چې دغه محصل هغه کس دی چې نه یوازې اخلاقي جرﺉت بلکې لیاقت هم لري. خو وروسته له ډېرو خبرو هغه دغه کس اسدالله وحیدي وبللو. او هغې ته یې د الکوزي شرکت له خوا جوړه شوې ډالۍ ورکړه.

اسدالله وحیدي زه له ډېره وخته نه پیژنم. زه د هغې یو کلن ملګری او هم غږی یم. وروسته له هغې ما وپیژندو چې د محصلینو د حقوقو او غوښتنو لپاره یې زموږ په پوهنتون (ښوونه او روزنه) کې یې د محصلینو د کتو لپاره څو ځلې غونډې جوړې کړې. او همداغه شان د محصلینو سره یې په ډېر مهمو پریکړو کې برخه واخیسته او محصلینو یې د ملي ارزښتونو د ساتنې او ننګونه لپاره وهڅول.

د ده هلو ځلو زه ډېر زیات اغیزمن کړم او د دې سره مې د ملګرتیا هوکړه وکړه. په شخصي ژوند کې ډېر ټوکي دی او د لوړو اخلاقو څښتن دی. د نوموړي د لیاقت په اړه ماته یې بل ټولګیوال وویل چې دا هغه کس دی چې په پوهنتون کې په اتو سمسترونه کې یې لومړی مقام ترلاسه کړ.  او د پوهنتون غوڅ اکثریت استاد او محصلینو د ده د ښو اوصافو په سبب ورسره آشنا شوي .

د اسدالله وحیدي دغه مقام د پښتنو لپاره او په ځانګړې توګه د وردګو لپاره د ویاړ ځای دی او زه ورته د دغه مقام مبارکي وړاندې کوم او د خدای تعالی څخه ورته د راتلونکو بریاوؤ په هیله یم.

په درنښت

Copyright Larawbar 2007-2024