د یوې پښتنې پیغلې ارمان

د لراوبر اداره | دسمبر 27th, 2008


 


               هلته د شنو بوټو په غاړه یوه توره کیږدۍ ولاړه ده ،تورې تورې پرښې طبعیت آزادې غورځولي دي او آزادې پرتې دي .د نښترو، د ګور ګورو شنې ونې خوا وشا ولاړې دي .           شنه واښه په ګڼ سیوري تر بوټو لاندې ولا ړ دي چې د لمر وړانګې یې نه دي لیدلي او پرخه  همیشه پرې پرته  وي .


              شپونکی هلته لیرې  په پرښه  ناست دی شپیلۍ غږوي .


             په خوړ کې سپینې اوبه په مستۍ روانې دي شور او غرهار کوي .


            یوه پیغله د کیږدۍ څنګ ته ناسته په تبۍ جواری پخوي .سپینه ټیکه یې په تورواربل  لکه د سبا ستوری ځلیږي . تور کمیس ئې په تن ،سره زرغونه لمن ورته پرته لکه د بوډۍ ټال


زړه مور یې څنګ ته ناسته ده. پیغله وائي :


مورکۍ زه چې ځان سره فکر وکړم نو ووایم جار شم د وطن له تورو خاورو او تورو غرونو ،څه په هغو سپینو ماڼیو او لوړو لوړو بنګلو چې واک یې د بل وي ،قر بان شم ددې پاکې او آزادې هوا نه او سر مې لوږی شه د وطن د آزادۍ په لاره کې.


         مورې !ها بله ورځ دې چې را ته د میوند د شهیدانو نکل کاو څومره ارمان  مې کړی دی چې کاشکې زه هم هلته وای چې دغو د آزادۍ شهیدانو ته به مې په خپل سرد اوبو منګی  وړای، ډوډۍ مې وررسولی ، کارتوس اوټوپک مې وروړی او ور سره اوږه په اوږه جنګیدلای   .


     مور یې ورته وائي :لورې خپه کیږه مه په تیر شوو خبرو پسې ارمان مه کوه .که خدای کول د پښتونستان جنګ راتلونکی دی .دا هغه د آزادۍ جنګ دئ چې ستا زړه یې غواړي . د پښتونستان د زلمو خدمت وکړه او خپل ارمان تر سره کړه پیغله وائي :آه مور جانې دا به نو کله وي ،زه به ژوندۍ یم چې پښتانه زلمي ځانونه جنګ ته تیار کړي او زه د شپې ډوډۍ پخه کړم سهار د خپل ورور سره د زلمو په ډله کې  د جنګ میدان ته روانه شم .مورکۍ ته خو به ژاړې نه ؟یه ولې به ژاړې ،خوشاله به ئې او دعا به کوې چې پښتونستان آزاد شي .


         مور جانې !ارمان مې دی چې داسې جنګ  او مړي  وشي چې د جنګ ډګر داسې سور شي لکه زما سالوګی او د زلمو منګلې ددښمنانو په وینو کې داسې سرې شي لکه دا زما لاسونه چې نکریزو سره کړي دي .څومره مې زړګې غواړي چې د پښتونستان بیرغ ما ته څوک راکړي چې د ټولو نه مخکې روانه شم او که ددښمن ګولۍ راشي چې اول زما په توده سینه ولګیږي


د پښتونستان زلمي به د جنګ څخه بریالي راوګرزي ،پښتونستان به یې ګټلی وي ،په خاورو او دوړو به سپیره او په سرو وینو به رنګ وي ته به خپله لور هرې خوا ته لټوې مګر بې فایدې به وي ځکه چې ما به خپل سر تر پښتونستان قربان کړی وي او شهیده سوې به یم او خپلې ارزو ته به  رسیدلې یم


 د نوي ژوندون څخه د میرمن حمیدې لیکنه

Copyright Larawbar 2007-2024