ورځپاڼو ته کتنه
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې لیکلي دي چې په کندهار کې د پاکستان په قونسلګرۍ لږول شوي تورونه د بهرنیو چارو د وزارت لخوا څیړل کیږي.
ورځباڼه د موضوع په دوام لیکي چې پدې قونسلګرۍ تور لږول شوې چې په کندهار کې د انجونو په مخونو تیزاب شیندونکي هڅولې وو او هغوې ته يې پیسې ورکړې وې.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د سیمې روان حالات څیړلي دي او لیکلي دي چې د امریکا او برطانیې توسعه طلبیو د سیمې حالات کړکیچن کړیدي.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د هیواد د روانو حالاتو په وړاندې د دینې عاملانو مسؤلیتونو ته په اشارې لیکلي دي چې ایا عالمان د دسیسو په وړاندې خاموشي غوره کوي.
په ورځپاڼه کې د پاریس د غونډې د پریکړو د پلي کولو د څرنګوالي د غونډې په اړه یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي چې پدې غونډه کې د کورنیو ادارو او د مرسته کوونکو هیوادونو ترمنځ په هم غږۍ ټینګار وشو.
ورځپاڼې په یو مطلب کې د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې افغانستان ددغه کړکیچ د سوله ایز حل غوښتونکې دې.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د ولس مشر کرزي وروستۍ څرګندونې راغستې چې ویلي دي نړیواله ټولنه باید د افغانستان حاکمیت ته درناوې وکړي.
ورخپاڼې په یو بل مطلب کې د خلکو د لوږې او اقتصادي مسایل راغستي او دا پوښتنه يې کړیده چې حالات په کوم لور روان دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په پاکستان کې د ترورستانو فعالیتونو پراختیا په اړه لیکلي دي چې د پاکستان کښت اوس هم هلته حاصل ورکوي.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته په اشارې سره لیکلي دي چې د بهرنیو ځواکونو حملو خلک پوځي ته راوستلي او د اوو کلونو وروسته خلک په یو سیاسي بنبست کې پراته دي.
ورخپاڼې د اشرف غني احمدزي د څرګندونو دا برخه هم راغستې چې ویلي دي په اوسني حکومت کې مفسدینو ته د جزا پر ځاې مقام ورکولې کیږي.
ورخباڼې پخپله سرمقاله کې په ماشومانو د جنسي تیریو په مسلې بحث کړې او هغه يې یو نا بښوونکې عمل بللې دې.
خو د راه نجات نا دولتي ورخپاڼې بیا د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه لیکلي دي چې افغان چارواکي دا مسله نړیوالې ټولنې ته نه وړاندې کوي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې حکومت دا مسله د امنیت شورا د حقیقت موندنې پلاوي ته نه وه یاده کړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله د هند او پاکستان ترمنځ رامنځ ته شوي کړکیچ ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې دغه حالت د سیمې حالت نور هم خرابوي.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلې او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ د سیمې حالات ګواښوي.
خو اصلاح بیا هم په افغانستان کې د عامه وګړو د مرګ ژوبلې مسله راغستې او لیکلي دي د ملکي کسانو مرګ ژوبله د اندیښنې وړ ده.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې په افغانستان کې د ملیشو د جوړولو په طرحې تبصره کړې او لیکلي دي چې دا ملیشې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره چوړیږي او که د سقوط لپاره.
ورخباڼې په افغانستان کې د بشر د حقوقو په اړه هم یو مطلب خپور کړې او پدې ترڅ کې د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسون د وروستي رپورټ ځینې برخې هم راغستې چې پکې د بشر د حقوقو په حالت اندیښنې څرګندې شویدي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې روانې پیښې څیړلې او هغه يې د نړۍ د زبر ځواکونو د بزکشۍ میدان توصیف کړې دې.
ورځپاڼې په پاکستان کې د روانو پیښو په اړه یو مطلب خپور کړې او د هند او پاکستان ترمنځ راولاړې شوې لانجې ته په اشارې د سیمې حالات څیړلي دي.
په ورځپاڼه کې د افغان کډوالو د شړلو د پروسې د بندولو لپاره د افغانستان او ایران ترمنځ د شوې نوې موافقې په اړه هم یو مطلب خبور کړې دې.